کارن:هلمند آڅړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لرغوني افغانستان ستره پېژندل شوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور ؤ چې د پلار نوم یې (ویما کدفیسزس) ؤ، په ۱۲۷ ز کال کې واک ته ورسېد. نوموړي د واکمنۍ دوه دربارونه لرل چې یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] (بګرام) کې ؤ او بل یې په پېښور(پوروشاپورا) کې. د نوموړي د واکمنۍ حدود:

د ختیځ خواته د هندوستان د بنارس او ختيځ کې یې د چین او چينې ترکستان او په لویديځ کې یې د پارتیا هېواد نیولي وو. د روم له امپراتور سره یې ښې اړیکې لرلې. کنشکا د بوادئیزم دین خپور کړ،خرافات یې ورڅخه پاک کړل او د یو نوي دین په ډول یې په نیمه آسیا کې خپور کړ.د هغه لقب د (شاه شاهان،شهنشاه) د پاچاهانو پاچا ؤ. د نوموړي دوره یوه زرینه او د بریاؤ ډکه دوره وه، داسې چې هغه د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال کشمیر فتح کړ، عبادتځایونه یې پکې ودان کړل او هغه ځای یې د (کنشکاپور) په نامه یاد کړ. وروسته یې د موریا کورنۍ مرکز هم ونیوه.

وروسته له هغې یې لویديځ ته پام شو او د آسیا جنګاور خلک (پارتیان) د ځان تابع کړل. کنشکا د نړۍ ستر ځواک (د چين هېواد پوځ) ته ماتې ورکړه ، هغوی یې باج ته تیار کړل او د یارکنډ،ختن او کاشغر سیمې یې ورڅخه ونیولې. د چین امپراتور زوی یې له ځان سره بندي کړ او د چین له امپراتور څخه یې باج اخیسته.

د کوشانیانو د مهال ځينې آثار د افغانستان،پښتونخوا او هند سیمو کې ترلاسه شوي. د (کوشاني څيړنو مرکز) یوه څیړنیز مرکز دی چې د کوشانیانو آثارو په اړه څيړنه کوي. د کنشکا په اړه مالومات په چیني،هندي او افغاني ډبرلیکونو کې خوندي دي.

د کنشکا د مهال یوه سکه چې پخپله کنشکا پرې رسم شوی.

د کنشکا ډېرې سکې لاس ته راغلي چې د هغه انځور داسې پرې رسم شوی:

د اوږدو ويښتانو او غټو سترګو درلودونکی او همدارنګه اوږده ږېره هم پکې ښودل شوې، په لاس کې یې توره او له دواړو اوږو څخه یې اور بلیږي. د اوسنیو پښتنو په شان یې پړتوګ هم په ښکاره ډول مالومیږي. هېره دې نه وي چې کنشکا په پېښور کې د بودا کچکول هم ساته او د هغه دین په خپرولو کې یې د آشوکا په څېر ګامونه پورته کړل.

هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه. په شفاهي روایاتو کې ویل کیږي؛

((کنشکا قسم وخوړ چې زه به د سکندر په شانې اېوادونه لاندې کوم،هغه ډېر ځایونه ونیول. وروسته یې غوښتل چې نوره نړۍ هم لاندې کړي خو د هغه وخت یو راهب ورته راغلو او داسې یې ورته وویل: ـ اې باچا غواړې ټوله نړۍ ونیسې؟ ـ هو. ـ خو ځمکه خدای پیدا کړي، د خدای ځمکې نیول خو دا مانا لري چې ته د هغه پر ځمکه دعوا کوې... ، ته به ګناهګار شې. نور د خدای ځمکې مه نیسه او توبې وباسه. کنشکا چې ډېر دینداره شخص ؤ؛ توبې یې وباسلې او نور یې نړۍ نیونه بس کړه، شفاهي روایات وايي چې

کنشکا دومره زورور ؤ چې رښتیا یې هم نړۍ لاندې کوله، خو دیندارۍ دې کار ته پرېنښود.))

کنشکا تر ۱۴۷ز کال پورې واکمني وکړه او له هغه وروسته (هوویشکا) واکمن شو

سرچینې:

حبیبي،عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان

کهزاد،احمد علي.تاریخ افغانستان

صفیه حلیم، کنشکا باچا

د افغانستان د ښوونځي نصاب ۱۳۹۰- تاریخ انګون: کوشانیان

خادم، قیام الدین. لرغوني پښتانه قومونه