کارن:Naeema2016

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساهره شريف[سمول]

اغلې ساهره شريف د افغانستان يوه ليکواله ، څېړونکې او د خوست ولايت په استازيتوب د افغانستان په ولسي جرګه کې وکيله پاتې شوې.

زوه کړه او زده کړې:[سمول]

ساهره شریف د مولوی محمدکریم لور ده چې په ۱۳۴۰ لمریز لیږدیز کال کې د خوست ولایت د مندوزو په ولسوالۍ کې زیږدلې ده، لومړنۍ زده کړې یې په اریانا لیسه کې ترسره کړې، د کابل پوهنتون د ښوونې اوروزنې په پوهنځي کې د ماسترۍ په کچه زده کړې یې پای ته رسولې دي.

دندې:[سمول]

له ۱۳۶۵لمریز لیږدیز کال نه تر ۱۳۷۷لمریز لیږدیز کال پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي اومسلکي غړې وه

له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۸۱ لمریز لیږدیز کال پورې په پیښور کې د ښځو د ټولنې دتحقیقاتي مرکز او د (زن افغان اخبار ) او د خبري اخبار د پښتو برخې دمسوولې او ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي .

له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ پورې په خوست کې دښځو دچارو د رئیسې ، د خوست پوهنتون د استادې ، د ښځو د فرهنګي ټولنې او د ځلا اخبار د موسسې ، په خوست کې د چټکو زده کړو د ټولنیزو چارو دمسوولې او د ملي پیوستون پروګرام د مشورتي بورد د غړې ، د خوست د راډیو د همکارې دندې سرته رسولې دي . د قبرس د سولې په جرګه او د افغانستان اساسي قانون د تصویبولو په لویه جرګه کې برخه درلوده .

د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې ټاکنو په پایله کې ولسي جرګې ته د وکیلي په توګه دوه ځلې وټاکل شوه.

اثار:[سمول]

۱ـ د ښوونې او روزنې عمده اصطلاحات

۲ـ په اسلامي نظام کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حقونه

۳ـ په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاریخي بهیر(د سرڅیړندوی مرستیال ) علمي رتبې لپاره

۴ـ په افغانستان کې د مسلکي او حرفوي ښوونځیو تاریخچه (مونوګراف )

۵ـ د هوتکیانو دورې له پیل نه تر ۱۳۰۷ ل کال پورې په افغانستان کې د ښځو ښوونه او روزنه (دماسترۍ تیزس)

ټولنیز فعالیتونه:[سمول]

میرمن ساهره شریف د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر له بنسټګرو او اوس مهال د هغه د مشرتابه له غړو څخه ده. هغې د تیرو اته کلونو په موده کې د افغان میرمنو د استعداد په وده او پراختیا کې د یادولو وړ کارونه تر سره کړي او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې د هغو افغان میرمنو او نجونو د استعداد لپاره لاره هواره کړې د ادبي استعداد د غوړیدو په موخه یې میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ته مخه کړې او په بیلابیلو سیمینارونو او کنفرانسونو کې یې د افغان میرمن په استازیتوب د هغوی غږ او فعالیتونه د نړۍوالو تر غوږنو رسولي دي.