کارن:Abdulmanan Danish

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړيوال سازمانونو په اړه معلومات

لیکنه: عبدالمنان دانش

پنځم فصل

د #نړیوال سازمانونو صلاحیت صلاحیت هغه اختیار ته وایی چی د یوی اساسنامی له مخی سازمان ته ورکول کیږی، تر څو د هغه په چوکات کښی خپل فعالیتونه سر ته ورسوی. که څه هم د یوه سازمان صلاحیت د اساسنامی له مخی ټاکل کیږی، خو د دی تر څنګ بیا هم په عملی ډګر کښی د سازمان صلاحیتونه له پامه غورځول کیږی او ډير ځله یو شمیر سازمانونه پداسی اقداماتو لاس پوری کوی چی له اساسنامی سره په ښکاره ټکر کښی وی. دلته پوښتنه پیدا کیږی، چی ایا اساسنامی عدم صراحت د سازمان په عدم صلاحیت تعبیرایدی سی او که نه؟ او بله دا چی ، ایا د سازمان صلاحیت باید په صریح ډول په اساسنامی کښی قید سی او که نه؟ د عدم صلاحیت په صورت کښی له کومی لارو چارو کولای سو د سازمان صلاحیت په نظر کښی ونیسو؟ دغو پوښتنو ته د ځواب موندنی لپاره دوه نظریی وړاندی سوی دی؛

۱:- د تصریح سوی صلاحیت نظریه: ددی نظریی له مخی، نړیوال سازمانونه یوازی د ټاکلو دندو او واکونو په چوکات کښی د فعالیت حق لری او له دی پورته صلاحیت نه دی ورکړل سوی، یا په بل عبارت سازمان باید د خپلی اساسنامی د اصولو او مقرراتو له مخی عمل وکړی موسس هیوادونه هم باید د اساسنامی په چوکات کښی خپل فعالیتونه ترسره کړی. د دی نظریی پلویان اتریشی نامتو حقوقپوه هانس کلسن او پروفیسور رویټر دی.

۲:- د ضمنی صلاحیت نظریه: د اولی نظریی برعکس، د دی نظریی پلویان په دی باور دی چی د سازمان صلاحیت او واکونه یوازی په اساسنامی کښی په پیشبینی سویو مواردو پوری محدود نه دی، بلکی سازمان تر هغه بریده واک او صلاحیت لری، تر کوم ځایه چی ورته اړتیا لیدل کیږی حتی که دغه صلاحیتونه په اساسنامی کښی پیشبینی سوی هم نه وی. د نړیوالو سازمانونو ضمنی صلاحیت کولای سی په لاندی توګه وټاکو:

۱:- اساسنامه او نورو اړونده اسناد: لکه، د سازمان او غړو هیوادونو تر منځ په اساسنامی او د مقر په تړونونو کښی د پیژندل سویو مزایاوو او مصونیتونو څیړل. ۲:- د سازمان رویه او کړنی: که یوه سازمان د خپل کار موده کښی ځینی داسی کړنی ترسره کړی وی، چی په اساسنامه کښی نه ویی قید سوی او د چا یا کوم هیواد له خوا پری نیوکه هم نه وی سوی، یا د اقدامات په حقیقت کښی په ضمنی توګه د تائید وړ ګرځیدلی دی.

۳:- د سازمان موخی: دا چی د سازمان د اساسی دندو پلی کول غړو هیوادونو اصلی موخه ده، نو همدی اصل ته رسیدلو لپاره ترڅه مخکی باید سازمان ته لازم صلاحیتونه ورکړل سی. په همدی اساس ویلای سو چی د یوه سازمان صلاحیت د نوموړی سازمان د اهدافو له مخی ټاکل کیږی، حتی که دغه صلاحیت په څرګنده ډول په اساسنامه کښی قید سوی هم نه وی.

۴:- د سازمان د فعالیتونو په چوکات کښی د صلاحیت ټاکل: هغه سازمانونه چی په تخصصی توګه لکه، سیاسی، کلتوری، روزنیز او روغتیایی چارو کښی فعالیت کوی، کولای سی چی په خپل اړونده چارو کښی د سازمان د فعالیت له مخی صلاحیت وټاکی.

شپږم فصل

د نړیوالو سازمانونو مزایا او مصؤنیتون د نړیوالو سازمانونو د مزایا او مصؤنیتونو پیژندنه او تاریخی بهیر له تاریخی پلوه د مصونیت( خوندیتوب) مفهوم د ډیری علماوو او پوهانو د تائید وړ ګرځیدلی دی د روم نامتو عالم سیسرون وایی، چی د سفیرانو مصونیت په وضعی او الهی دواړو حقوقو کښی تضمین سوی دی، نوموړی زیاتوی چی سفیرانو د سپیڅلی شخصیت لرونکی او د درناوی وړ دی، د دوست او دښمن په ګډون ټول هیوادونه باید ورته درناوی ولری. د کار نړیوال سازمان (۱۸۱۵) او د ملتونو ټولنی تر جوړیدو پوری (۱۹۲۰)، د نړیوالو سازمانونو مزایا او مصؤنیتونه د سفیرانو او نورو ډیپلوماټانو لپاره د پیژندل سویو ځانګړو حقوقو په توګه مطرح وو. د ملتونو ټولنی د میثاق اوومی مادی په ۴می فقری کښی په دی اړه راغلی وو: (( د ملتونو ټولنی غړی او کار کوونکی د خپلو دندو د اجرا پر مهاله له ډیپلوماټیکو مزایا او مصونیتونو څخه برخمن دی )). د کار نړیوال سازمان او د ملتونو ټولنی پورتنی تجربی د هغو واقعیتونو څرګندونه کوی، چی نه سو کولای د نړیوالو سازمانونو مزایا او مصونیتونه پر ډیپلوماټیکو مزایاوو او مصونیتونو تعبیر کړو، څکه د د نړیواولو سازمانونو د چټک پرمختګ له امله د دغو مزایاوو او مصونیتونه تر منځ توپیر لیدل کیږی. د نړیوال سازمان د مزایا او مصونیتونو مفهوم د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵ ز کال دی سانفرانسیسکو په کنفرانس کښی وکارول سو، د ملګرو ملتونو سازمان د مزایا او مصونیتونو په اړه د مقرراتو د تنظیم په موخه یوه مقدماتی کمیټه جوړه سوه او نوموړی کمیټی د خپل راپور په ترڅ کښی یاد کنفرانس ته داسی اعلان کړ: (( د ملګرو ملتونو د مزایا او مصونیتونو د ټاکلو په اړه ګوماړل سوی کمیټه په دی باور ده، چی د ډیپلوماټیک له اصطلاح څخه دی ډډه وسی او پر ځای یی باید یوه مناسبه اصطلاح غوره سی)). له یاد راپور وروسته د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلی د نړیوالو حقوقو کمیسیون ته دنده وسپارله چی د ملګرو ملتونو سازمان د مزایا او مصونیتونو په اړه ځینی مقررات جوړ کړی، نوموړی کمیسیون هم د ( د ملګړو ملتونو د سازمان مزایا او مصونیتونو) تر نامه لاندی یو کنوانسیون چمتو کړ چی په ۱۹۴۶ ز کال د فیبروری په ۲۶ مه د عمومی اسامبلی له لوری تصویب سو، د یادونی ده که څه هم دغه نړیوال سازمانونه نوی تاسیس سوی وو، خو مزایا او مصونیتونه یی د نړیوال او قانونی تدوین پړاو ته ورسیدل دا په داسی حال کښی ده چی د ډیپلوماټیکو اړیکو تاریخ دوه زره کاله پخوا ته وړګرځی. د قونسلی او ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کښی د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کلونو د کنوانسیونونو د تدوین تر وخت پوری، د دولتونو تر منځ ډیپلوماټیکی چاری د عړفی مقرراتو تابع وی ، په هر حال د نړیوالو سازمانونو په مزایا او مصونیتونو پوری اړونده قواعد په داسی شرایطو کښی وټاکل سوی چی د هیوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په برخه کښی لا هم مدون مقررات نه و ټاکل سوی، د ملګرو ملتونو د سازمان مزایا او مصونیتونه د نوموړی سازمان منشور ۱۰۴ او ۱۰۵ مادو پر بنسټ وټاکل سوی. د منشور ۱۰۴ مادی له مخی د ملګرو ملتونو استازی په ټولو غړو هیوادونو کښی د خپلو دندو د اجرا پر مهال او مقصد ته د رسیدو په موخه له حقوقی اهلیت څخه برخمن دی. همدغه راز د منشور د ۱۰۵ مادی په لومړی فقره کښی راغلی: (( د ملګرو ملتونو سازمان په ټولو غړو هیوادونو کښی له هغو مزایا او مصونیتونو چی خپلو موخو ته په رسیدو کښی ورسره مرسته کوی برخمن دی)). دغه راز د ملګرو ملتونو استازی ملتونو او کارکوونکی هر یو په مستقل ډول د ماموریت د اجرا په برخه کښی له مزایا او مصونیتونو څخه برخمن دی لکه څنګه چی مخکی رته اشاره وسوه، د یادو دوو مواردو په برخه کښی عمومی اسامبلی په ۱۹۴۶ کال د ملګرو ملتونو د مزایا او مصونیتونو کنوانسیون تصویب کړ. له دی کنوانسیون وروسته د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو کمیسیون د (( نړیوالو سازمانونو او دولتونو تر منځ اړیکی) موضوع د خپل کار په اجندا کښی ونیوله د دولتونو او نړیوالو سازمانونو تر منځ اړیکو دوه ډوله مقرراتو ته اړتیا درلوده له همدی امله د کمیسیون کار هم پر دوو برخو وویشل سو: لومړی – د نړیوالو سازمانونو په وړاندی د دولتونو د استازو د مزایا او مصونیتونو ټاکل. دوهم – د دولتونو په وړاندی د نړیوالو سازمانونو د کارکوونو او په خپله د سازمان مزایا او مصونیتونو ټاکل. د دولتونو په وړاندی د نړیوالو سازمانونو په مزایا او مصونیتونو پوری اړوند کنوانسیون په ۱۹۷۵ ز کال کښی د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی له لوری په تصویب ورسید. په ۱۹۷۶ ز کال کښی د نړیوالو حقوقو کمیسیون د نړیوالو سازمانونو او د هغوی د کار کوونکو د مزایا او مصونیتونو موضوع د خپل کار په اجندا کښی شامله کړه. کمیسیون ځینی مقررات په ۱۹۸۹ او ځینی نور یی په ۱۹۹۱ کال کښی ترتیب کړل او د تائید په موخه د عمومی اسامبلی ته وړاندی سول خو یاد مقررات د درییمی نړی او لویدیځو هیوادونو تر منځ د ځینی اختلافاتو له امله په تصویب ونه رسیدل دغو هیوادونو د یادو مقرراتو په اړه دوه ډول مخالف نظریات لری. د دریمی نړی هیوادونو د دولتونو په وړاندی د نړیوالو سازمانونو مزایا او مصونیتونه په عرفی قواعدو پوری تړلی ګڼی، خو دا چی په نړیوالو سازمانونو کښی د لویدیځ هیوادونو نفوذ زیات دی، نو دوی د سازمانونو مزایا او مصونیتونه هغه امتیاز ګڼی چی کوربه هیواد یی باید یو سازمان ته ورکړی.

د مزایا او مصونیتونو پیژندنه :

مصونیت هغه حق ته ویل کیږی چی د قانون له مخی یو شخص ته ورکول کیږی، تر څو د دندی د اجرا پر مهال له هر ډول جزایی، مدنی او اداری څار څخه خوندی وی، یا په عبارت مصونیت د کوربه هیواد د قضایی ادارو په وړاندی د خوندییتوب په معنی دی. دغه راز د کوربه هیواد په وړاندی د سازمان استقلالیت او خپلواکی هم ورته ویلای سو، له دی امتیاز څخه مطلب دادی چی نړیوال سازمانونو باید له هر ډول تیری، عدلی او قضایی تعقیب څخه خوندی وی، همدا راز له مزایا څخه موخه هغه ځانګړی امتیاز دی چی هر څوک یی د استفادی حق نه لری، د مزایا مفهوم تر ډیره په کوربه هیوادونو کښی د مالیاتی معافیت په برخه کښی کارول کیږی، د ویلفرډ جنکس په اند مزایا او مصونیتونه د نړیوالو سازمانونو په چارو کښی د دولتونو له لاسوهنی څخه مخنیوی کوی او هغوی ته استقلالیت بخښی. د نړیوالو سازمانونو د مزایا او مصونیتونو په موجودیت کښی هیڅ دولت حق نه لری چی د نړیوالو سازمانونو په چارو کښی مداخله وکړی او یا هم د سازمان له چارواکو څخه کوم ځانګړی کار د سر ته رسولو غوښتنه وکړی.

د مصونیت ډولونه

د نړیوال سازمانونو مصونیتونه په لاندی ډول ویشل سوی دی: » قضایی مصونیت » د نړیوالو سازمانونو او ډیپلوماټیک پلاوی د تاسیساتو مصونیت » د آرشیف، اسنادو او اړیکو مصونیت » د هر ډول تیری په وړاندی مصونیت » سیاسی پناه ۱:- قضایی مصونیت:- له قضایی مصونیت څخه موخه داده، کله چی ډیپلوماټانو د بهرنیو هیوادونو ته د ماموریت لپاره استول کیږی، د کوربه هیواد د نافذه قواینینو په وړاندی مسولیت نه لری او نه پری پلی کیږی، یا به بل عبارت ډیپلوماټیک مصونیت کولای سی د هیوادونو ملی حاکمیت په زیان او د یوی نړیوالی قاعدی لپاره د داخلی قوانینو تعطیل وګڼو، خو له دی سره سره ډیپلوماټیک مصونیت د یوه هیواد له کورنیو قوانینو څخه لوړ نه دی یعنی د داخلی قوانینو منل لازمی دی، خو د اجرا وړ نه دی. د نړیوالو سازمانونو او دولتونو تر منځ د اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون په ۳۱ ماده کښی د ډیپلوماټانو قضایی مصونیت په اړه داسی راغلی: ۱:- ډيپلوماټیک پلاوی په کوربه هیواد کښی قضایی مصونیت لری دغه پلاوی له مدنی او اداری مصونیت څخه هم برخمن دی خو لاندنی مواردو ورڅخه استثنا دی: الف – ډيپلوماټ د غیر منقوله توکو په اړه د دعوی حق نه لری مګر دا چی دغه توکی په ډيپلوماټیک ماموریت کښی د استفادی په موخه ورته په واک کښی ورکړل سوی وی. ب – د میراث په اړه دعوا، یو ډيپلوماټ نه سی کولای چی د وصی، موصی له، امین او د وارث په توګه په کوربه هیواد کښی دعوه اقامه کړی. ج – په حرفوی او سوداګریزو فعالیتونو پوری اړونده دعوی: ډیپلوماټان نه سی کولای چی له خپل رسمی دندی په وخت کښی په کوربه هیواد کښی کار و بار وکړی. ۲:- د ډيپلوماټیک پلاوی د مشر او کارکوونکو په وړاندی هیڅ راز اجرایوی اقدامات نه سی کولای، خو له هغو مواردو پر ته چی د لومړی مادی په ( الف – ب ـ او ج ) فقرو کښی ذکر سوی دی، په اجرایوی اقداماتو کښی به د شخص خوندیتوب او استوګنځی ته پوره پاملرنه کیږی. ۳:- د ډيپلوماټیک پلاوی مشر او کارکونکی په حقوقی او قضایی پیښو کښی د شهادت پر وړکړی مجبوریدای نسی. ۴:- د ديپلوماټیک پلاوی د مشر او کارکونکو قضایی مصونیت یوازی په کوربه هیواد کښی د اجرا وړدی او په خپل هیواد کښی له قضایی تعقیب څخه نه سی خوندی کیدای، د ویانا د ۱۹۷۵ کال پر کنوانسیون سربیره د ۱۹۴۶ کال کنوانسیون د ملګرو ملتونو سازمان د مزایا او مصونیتونو په اړه داسی حکم کوی: (( د ملګرو ملتونو، ودانی، شتمنی او توکی له هر ډول قضایی څار څخه خوندی دی، مګر دا چی دغه خوندیتوب په ځینو مواردو کښی صریح ډول له منځه تللی وی، دا خوندیتوب تر دی کچی دی چی ان د محکمی حکم هم په نړیوالو سازمانونو د اجرا وړ نه سی ګرځیدای.

د مصوینت سلبول

نړیوال سازمانونو او ډیپلوماټیک پلاوی ته د مصونیت منل، په کوربه هیواد کښی د هر ډول کړنو او فعالیتونو د مشروعیت په معنی نه دی. د مصونیت سلبولو په اړه پوښتنه رامنځته کیږی، چی که چیری یو نړیوال سازمان په کوربه هیواد کښی سرغړونه وکړی، حقوقی او حقیقی شخصیتونو ته زیان ورسوی، په دی صورت کښی څه مسولیت لری؟ عدالت باید پلی سی، چی له عدالت څخه موخه د خساری جبران دی، چی په دی سره د نړیوالو سازمانونو مصونیت او داخلی قوانینو تر منځ موجوده ټکر ته د هواری لاره پیدا کیږی، د دی ستونزی د حل داسی حل لار پیشبینی سوی ده چی نړیوال سازمانونه باید له خپل مصونیت څخه انصراف وکړی او دغه انصراف باید د سازمان له خوا په صریح او څرګند ډول اعلان سی. د ملګرو ملتونو په سازمان کښی دغه مسولیت هغی کمیټی ته سپارل سوی، چی د کوربه هیوادونو له خوا د موضوع د څیړنی په موخه جوړیږی او کمیټه د مزایا او مصونیتونو تر څیړنی وروسته د حل مناسبه لار وړاندی کوی. د یوه سازمان او کوربه هیواد تر منځ د اختلاف په صورت کښی، موضوع د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلی ته وړاندی کیږی او عمومی اسامبله موضوع پریکړی لپاره نړیوالی محکمی ته کوی. له نړیوالو سازمانونو سره د ډيپلوماټیک پلاوی د مصونیتونو د سلبولو په اړه د ۱۹۷۵ کال کنوانسیون ۳۱مه ماده داسی وایی: ۱:- لیږدونکی دولت کولای سی چی د ډيپلوماټیک پلاوی او کارکوونکو قضایی مصونیت او هغه اشخاص چی د ۳۶می مادی پر بنسټ له مصونیت څخه برخمن دی سلب کړی. ۲:- د مصونیت سلبول باید په څرګند ډول اعلان سی. ۳:- ډيپلوماټان د دعوا اقامه کولو پر مهال نه سی کولای چی له ډيپلوماټيک مصونیت څخه استفاده وکړی، بلکی د دعوا پر مهال مصونیت تری اخیستل کیږی. ۴:- قضایی مصونیت مدنی او اداری دعوو ته نه شامیلیږی، د مدنی او اداری مصونیت د سلب لپاره جلا تصمیم نیول کیږی. ۵:- کله لیږدونکی دولت په مدنی قضیه کښی د خپل یوه ډيپلوماټ مصونیت سلب نه کړی، د موضوع د عادلانه حل موخه باید خپلی وورستی هڅی په کار واچوی.

۲:- د نړیوالو سازمانونو او ډيپلوماټیک پلاوی د تاسیساتو مصونیت د سازمان د مقر مصونیت له کوربه هیواد سره په هوکړه لیک تضمینیږی، مثلا د امریکا متحده ایالاتو او دملګرو ملتونو تر منځ د مقر هوکړه لیک په دریمه ماده کښی راغلی دی: (( د ملګرو ملتونو الحاقیه ودانی له هر ډول تیری خوندی ده او کوربه هیواد دا حق نه لری چی د سازمان د عمومی منشی له خوښی او رضایت پرته د سازمان ودانی ته ننوزی )). د یادی مادی له مخی د عمومی منشی له اجازی پرته د امریکا ایالتی، سمیه ییز او فدرال چارواکی د سازمان ودانی ته د ننوتو حق نه لری. کوربه هیوادونه نه یوازی دا چی د سازمان په چارو کښی لاسوهنی حق نه لری، بلکی د مقر تړون له مخی د سازمان د امینت د ساتنه هم د کوربه دولت پرغاړه ده. په همدی اساس د ملګرو ملتونو سازمان د متحده ایالاتو له حکومت سره د مقر تړون له مخی د سازمان د ودانی د امنیت چاری امریکایی چارواکو ته سپارلی دی، په هر حال کوربه هیواد د سازمان د ودانی مصونیت باید د خپلی ملی حاکمیت نقض ونه ګڼی بلکی د دی مصونیت اساسی موخه دا ده تر څو سازمان وکړای سی په ازاد او خپلواک ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی، په دی اړه د ۱۹۷۵ کال د ویانا کنوانسیون په ۲۳مه ماده کښی راغلی: ۱:- د ډيپلوماټیک پلاوی مقر او الحاقیه ودانی له هرډول تیری خوندی ده او د کوربه هیواد چارواکی د ډيپلوماټیک پلاوی د مشر له اجازی پءته حق نه لری چی د سازمان ودانی ته ننوزی. ۲:- (الف) – کوربه هیواد مکلف دی چی د ډيپلوماټیک پلاوی د ودانی د امنیت په موخه لازم تدابیر تر لاس لاندی ونیسی تر څو په خوندی توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی. ۲:- (ب)- د ډيپلوماټیک پلاوی پر ودانی د تیری په صورت کښی کوربه هیواد مکلف دی چی د پيښی عاملین ونیسی او سزا ورکړی. ۳:- د ډيپلوماټیک پلاوی، ودانی، توکی، نقلیه وسایط او په ودانی کښي نور موجوده شیان له هر ډول پلټنی، څارنی، توقیف او اجرایوی اقدامات څخه خوندی دی. ۳:- د ارشیف، اسنادو او اړیکو خوندیتوب د ۱۹۴۶ کال کنوانسیون له مخی په ملګرو ملتونو پوری اړوند اسناد او ارشیف له ډول تیری څخه خوندی دی، د نړیوالو حقوقو کمیسیون هم په ۱۹۹۱ ز کال کښی په خپل یوه ریپورت کښی په دی اړه داسی لیکلی وو: ۱:- د نړیوالو سازمانونو ارشیف او اړوند اسناد له تیری څخه خوندی دی. ۲:- ارشیف هغه دی چی رسمی پاڼی، مکتوبونه، کتابونه، فلمونه، غړیږی کیسټی، کمپیوتری ډسکونه، دوسییی، رمزونه، کوډونه او نور اړین اسناد پکښی ساتل کیږی. همدغه راز د نړیوالو سازمانونو د ډيپلوماټیک پلاوی د خوندیتوب په هکله د ۱۹۷۵ کال کنوانسیون په ۲۵مه ماده کښی راغلی: (( د ډيپلوماټیک پلاوی ارشیف او اسنادو په هر ځای او په هر وخت کښی له تیری او پلټنی خوندی دی)). دا راز په اړیکو کښی د استقلالیت په اړه هم یاد کنوانسیون په خپل ۲۷مه ماده کښی زیاتوی: ۱:- ډيپلوماټیک پلاوی د خپلی رسمی دندی د اجرا پر مهال کولای سی چی له بیلابیلو مراجعو سره په آزاده توګه اړیکه ونیسی او کوربه دولت باید د ډيپلوماټيک پلاوی د اړیکو مصونیت ته بشپړ درناوی ولری، ډيپلوماټيک پلاوی کولای سی له خپل هیواد، په بهر کښي سفارتونو، قونسلګریو او نورو مراجعو سره له مختلفی ارتباطی وسایلو څخه په استفادی اړیکی ټینګی کړی. دغه راز ډيپلوماټیک پلاوی د کوربه دولت له خوښی او اجازی پرته نسی کولای چی لیږدونکی راډیویی دستګاه ولګوی او استفاده تر وکړی. ۲:- د پلاوی درسمی مکتوبونه له تیری څخه خوندی دی، د رسمی مکتوبونو اصطلاح ټولو هغو مکتوبونو ته کارول کیږی چی ډيپلوماټیک پلاوی په ماموریت پوری اړه لری. ۳:- بسته سوی او پوښل سوی توکی باید څرګندی نښی او علامی ولری او دغه توکی یوازی د ډيپلوماټیک پلاوی د اړتیا وړ او د ډيپلوماټيک ماموریت په موخه وی. ۴:- د پلاوی توکی چی باید د رسمی اردس، د توکو د شمیر او نور ځانګرتیاوو لرونکی وی، د کوربه هیواد له ملاتړ څخه برخمن دی، د ډيپلوماټ توکی د هر ډول پلټنی او توقیف په وړاندی مصونیت لری. ۵:- لیږدونکی دولت کولای سی ځانګری توکی خپل پلاوی ته منصوب کړی، چی په دی صورت کښی به د همدی مادی ۵ بند حاکم وی، خو ټاکل سوی مصونیتونه یوازی تر هغه وخته پوری د اجرا وړ دی چی تر څو نوموړی کس توکی خپل ځای ته ورسوی. ۶:- بکس کولای سو چی د بیړی یا الوتکی کپټآټ چی د ورتګ اجازه ورته لرو، وسپارو، کپټان چی خدماتی پلاوی ته ویل کیږی، باید د ورسپارل سوی توکو رسمی پته او شمیر ورسره وی، ډيپلوماټیک پلاوی باید له وړاندی د کوربه هیواد اړونده چارواکی په جریان کښی کړی وی، تر څو خپل یو تن غړی د بیړی یا الوتکی کپټان ته د یادو توکو د تر لاسه کولو لپاره ورولیږی. ۴:- د ډیپلوماټیک پلاویو مشران او کاروکونکی له هر ډول تیری، نیونی، او پلټنی څخه خوندی دی، کوربه هیواد باید له یادو کسانو سره احترامانه چلند وکړی، د هغوی د شخصیت ، حیثیت او ازادی د خوندیتوب په موخه لازم اقدامات وکړی، همدغه راز کوربه هیواد باید هغه کسان چی ډيپلوماټانو ته زیان رسوی تر عدلی او قضایی څار لاندی ونیسی، ( د ۱۹۷۵ کنوانسیون ۲۸مه ماده).

۵:- پناه اخیستنه

د ځینو سازمانونو د مقر د تړون له مخی، سازمان حق نه لری چی مجرمینو او تورنو کسانو ته پناه ورکړی، په امریکا کښی د ملګرو ملتونو سازمان مقر تړون د دویمی مادی له مخی دی ملګرو ملتونو سازمان حق نه لری چی په خپله ودانی کښی چا ته پناه ورکړی. البته په دغه تړون او د ۱۹۷۵ کال په کنوانسیون کښی سیاسی اشخاصو ته د پناه ورکړی په اړه څه نه دی ویل سوی، خو له دی څخه داسی ستنباط کوو چی یوازی د نړیوالو سازمانونو کارکونکی له دی حق څخه برخمن دی، ځکه مصونیت لری. ‍


اووم فصل

د نړیوالو سازمانونو د مزایاوو ډولونه مزایا په حقوقی لحاظ له مصونیت سره توپیر لری، یعنی ډيپلوماټیک مصونیت هغه امتیاز دی چی له ډيپلوماټ پرته هر څوک تری د استفادی حق نه لری، خو یو ډيپلوماټ ته د دی امتیاز نه ورکولو او ځنډول، د هغه د دندی د اجرا خنډ نه سی ګرځیدای. د ډيپلوماټیکو مزایاوو ورکړه تر ډيره د هیوادونو یو اخلاقی مسولیت دی، یعنی که یو دولت یوه ډيپلوماټ ته د مزایا له ورکړی څخه انکار وکړی، کوم قانونی مسولیت نه لری خو ډيپلوماټیک مصونیت د نړیوالو حقوقو او قواعدو یوه مهمه برخه ده، چی ټول دولتونه یی پر پلی کیدو او درناوی مکلف ګرځول سوی دی. د یادونی ده چی یو شمیر هیوادونه د مصونیت او مزایا ورکړی ته ژمن نه دی پاتی سوی، خو له دی سره سره بیا هم په ناچاری د دغه اصل په منلو مجبور سوی دی. د ۱۹۴۶ او ۱۹۷۵ د کنوانسیونونو له مخی، د نړیوالو سازمانونو مزایا په دی ډول ټاکل سوی دی: ۱:- له محصول او مالیاتو څخه معافیت ۲:- له ګمرکی محصول او پلټنی څخه معافیت ۳:- له ټولنیزی بیمی څخه معافیت ۴:- له شخصی خدمتونو څخه معافیت ۱:- له محصول او مالیاتو څخه معافیت د ۱۹۴۶ او ۱۹۷۵ کنوانسیونونو له مخی د ډيپلوماټیک پلاوی مشرتابه او کارکونکی له لاندینو مواردو څخه پرته له هر ډول مالیی او محصول څخه معاف دی: الف- غیر مستقیم مالیات، چی معمولا توکی او خدمات دی. ب ـ په کوربه هیواد کښی پر خصوصی غیر منقوله توکو لګول سوی مالیه او محصول، خو هغه توکی پکښی نه شامیلیږی چی ډیپلوماټ د خپل ماموریت په موخه له خپل هیواده ځان سره راوړی دی. ج ـ په خپله د شخص په هیواد کښی د شخصی عوایدو پر سر مالیات او همدغه راز پر سوداګریزو چارو د پانګونی له درکه وضع سوی مالیه. د ـ هغه محصولات چی د ځانګړو خدماتو په مقابل کښی وضع کیږی. ه ـ د غیر منقوله توکو په برخه کښی د ثبت، ګرو او تعارفی لګښتونه، البته د ۲۴می مادی د مقرراتو له مخی، ۱۹۷۵ کال کنوانسیون ۲۳ ماده، د ۱۹۴۶ کال کنوانسیون ۱۱مه ماده لومړی فقره) ۲:- له ګمرکی محصول او پلټنی څخه معافیت د ګمرکی مزایاوو په هکله د ملګرو ملتونو د مقر تړون او د ۱۹۴۶ کال په کنوانسیون کی په دی اړه په څرګند ډول څه نه دی ویل سوی، خو د ۱۹۷۵ کال کنوانسیون د دغو مزایاوو په اړه لاندی مقررات ټاکلی دی. ۱:- کوربه دولت د خپلو داخلی قوانینو له مخی، لاندنی توکی باید د خپل ګمرکی محصول او مالیی څخه معاف او د لیږد اجازه ورکړی. الف – د ډیپلوماټیک پلاوی د استفادی وړ رسمی توکی. ب – د ډیپلوماټیک پلاوی د مشر او کارکوونکو د استفادی وړ شخصی توکی، (د ژوند اولیه توکی). ج – د ډيپلوماټیک پلاوی د مشر تابه او کارکوونکو شخصی بکسونه له څارنی او پلټنی څخه معاف دی، خو هغه توکی چی له اړتیا پرته راوړل کیږی او د کوربه هیواد په قوانینو کښی منع سوی وی، په استثناء کښی راځی او پلټنی څخه نه معاف کیږی، په داسی مواردو کښی پلټنه یوازی د هغه شخص په حضور کښی باید ترسره سی، چی له همدی ډول معافیت څخه برخمن وی، (( د ۱۹۷۵ کال د ویانا کنوانسیون ۳۵مه ماده)). ۳:- له ټولنیزی بیمی څخه معافیت د ویانا کنوانسیون د ۲۳می مادی پر اساس، ډيپلوماټیک پلاوی استازی له ټولنیزی بیمی څخه معاف دی، په یادو مادو کښی راغلی: ۱:- د ډيپلوماتیک پلاوی مشر او کارکوونکی د دی مادی دریمی فقری له مخی، د هغه خدمت له امله چی خپل هیواد ته یی تر سره کوی، په کوربه هیواد کښی د ټولنیزی بیمی له ورکړی څخه معاف دی. ۲:- پر ډيپلوماټانو سربیره، سفارت یا سازمان شخصی خدمتګاران هم له دی حق څخه برخمن دی خو په لاندی شرط: الف – د کوربه هیواد تبعه یا اوسیدونکی نه وی. ب – د ټولنیزی بیمی مقررات دی باید په خپل او هم په دریم هیواد کښی پری پلی سی. ۳:- د ډیپلوماټیک پلاوی مشر او کارکوونکی باید د دویمی فقری له مخی د سفارت خدمتګارانو په اړه د کوربه هیواد په بیمی پوری اړوند مقررات پلی او رعایت کړی. ۴:- که خدمتګاران وغواړی چی د لومړی او دویمی فقری پر اساس د کوربه هیواد له ټولنیزی بیمی څخه استفاده وکړی، کوربه هیواد یی باید مخنیوی ونه کړی. ۵:- د دی مادی مقررات به پر هغه دوه اړخیزو تړونونو هیڅ ډول اغیز ونه کړی، کوم چی له دی وړاندی د ټولنیزی بیمی په اړه لاسلیک سوی دی او په راتلونکی کښی به هم د دی ډول تړونونو په وړاندیی خنډ نه سی. ۴:- له شخصی چوپړتیا څخه معافیت کوربه هیواد حق نه لری چی پر ډيپلوماټانو هر ډول شخصی، عمومی او فوځی خدمتونه او نوری چوپړتیاوو تر سره کړی، د ډيپلوماټیک پلاوی له دی ډول چوپړتیاوو او خدمتونو څخه معاف دی.




اتم فصل

د نړیوالو سازمانونو د پریکړو لیکونو اعتبار د نړیوالو سازمانونو تقنینی واک : نړیوال سازمانونه چی د نړیوالو اړیکو په تنظیم کښی د پام وړ رول لوبوی، د خپلو دندو د اجرا په موخه اړینو تقنینی واکونه او صلاحیتونو ته اړتیا لری، نړیوالو سازمانونو ته د دی ډول واکونو سپارل ډیری ګټی لری چی په لاندی ډول یی څیړو. ۱:- دا چی د نړیوالو حقوقو تنظیم جوړول یوه اوږده او ستونزمنه پروسه ده، نو په دی اساس نړیوال سازمانونه د تقنینی صلاحیت پر اساس کولای سی چی دی ستونزی ته د حل لار پيدا کړی. ۲:- دا چی د نړیوالو سازمانونو فعالیت دوامداره دی، نو له همدی امله سازمان باید یو لړ عمومی قواعد وټاکی چی په یادو قواعدو کښی د وخت غړښتنی او اړتیاوی باید په پام کښی ونیول سوی. ۳:- که یو نړیوال سازمان له تقنینی واک څخه برخمن وی، کولای سی چی په نړیوال نظم کښی اغیزمن رول ولوبوی، د نړیوالو سازمانونو پر تقنینی صلاحیت سر بیره ځینی نور مسایل چی د دی واک په هکله مطرح کیږی، دلته به پری لنډه رڼا واچوو: الف ـ که د نړیوالو حقوقی قواعدو سرچینه د دولتونو صریح او ضمنی توافق وګڼو، په دی صورت کښی د نړیوالو سازمانونو پریکړی چی د رایو په اکثریت ترسره کیږی او یو شمیر غړو ته د منلو نه وی، نه سو کولای چی پر ټولو هیوادونو یی د اجرا ور وګڼو. ب ـ همدا رنګه د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی څینی مهمی پریکړی چی د اعلامیی په نوم یادیږی، باید له یاده ونه ایستل سی. ج ـ که هم د نړیوالی محکمی ۳۸می ماده د نړیوال سازمان پریکړه لیکونه او تصمیمونه د بین الملل حقوقو سرچینه ګڼی، خو بیا هم نړیواله محکمه په ځینو مواردو کښی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومی اسامبلی پریکړه لیکونه ته ارزښت ورکوی. ۴:- مسئله هغه وخت پیچلی کیږی کله چی د توصیه نامی اصطلاج د نړیوالو سازمانونو د پریکړو لپاره په کار وړل کیږی، دا چی دغه توصیه نامی د اصلی او فرعی ارګانونو، غړو او ناغړو هیوادونو له خوا تر سره کیږی، نو له یو واحد حقوقی ارزښت څخه برخمن نه دی. یوه ناغړی دولت ته سازمان د ټولو څانګو توصیه نمامی یو ډول ارزښت نه لری، بلکی د امنیت شورا، عمومی اسامبلی او سکرتریت توصیه نامی هر یو ورته جلا ارزښت لری، ایټالوی حقوقپوه مالینټوپی وړاندیز کوی او وایی، د دی لپاره چی د سکرتریت توصیه نامی له نورو توصیه نامه څخه جلا کړو، د توصیه نامی د اصطلاح پر ځای دی د لارښود اصطلاح وکارول سی. پر هر حال هغه چی یادولی یی اړین دی، هغه دا چی د نړیوالو سازمانونو پریکړو لیکونه له واحد حقوقی ارزښت برحمن نه دی، هیره دی نه وی چی یو شمیر پرمختللو هیوادونو د ملګرو ملتونو د پریکړو په تیره بیا د عمومی اسامبلی د پریکړه لیکونه پلی کولو لپاره ډیری هلی ځلی کړی دی، خو کوم مثبته پایله یی نه ده لرلی.


نهم فصل د نړیوالو سازمانونو ډولونه د سازمانونو ډولونه د ساحی د پوښښ او د غړو د موقعیت له نظره سازمانونه یا هم کله چی کوم سازمان جوړیږی نو هغه سازمان ته نظر په فعالیت یی نوم ورکول کیږی مګر ډول یی د فعالیت په ساحی او غړیتوب پسی اړه لری، او هغه په لاندی ډول دی تشریح کیدای شی: ۱:- محلی سازمان/ ټولنه / اتحادیه – Local Organization عبارت له هغه سازمان یا ټولنی څخه ده چی کوم خاص هدف د لاسته راوړلو لپاره په یوه محل، کلی، ښارګوتی، یا هم ولایت کښی منځ ته راځی چی محلی سازمان په نامه یادیږی. مثال: ولایتی مدنی ټولنی، غربت پر ضد د مبارزی ولایتی ټولنه یا سازمان، د فساد پر ضد خاص محلی ټولنه او داسی نور.... ۲:- ملی سازمان / ټولنه – National Organization عبارت له هغه سازمان یا ټولنی څخه دی چی د یو هیواد یا څو ولایتونو / ایالتونو په سطحه د خاصو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره منځ ته راځی او کار کوی، دغه سازمان ته ملی سازمان National Organization ویل کیږی. مثال: د افغانستان د بشری حقوقو سازمان، د افغانستان د سری میاښتی اداره او داسی نور... نړیوال سازمان / ټولنه – International Organization – Community عبارت له هغه سازمان یا ټولنی څخه دی چی د هیوادونو چی مختلف موقعیتونه لری منځ ته راځي او خپل ګډو موخو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوی، دغه ډول سازمان/ټولنی ته International Organization ویل کیږی. مثال: د بشری حقوقو نړیوال سازمان، د بخښنی نړیوال سازمان، د خبریالانو د حقوقو د ساتنی نړیواله ټولنه. سیمیز نړیوال سازمان یا سیمیز سازمان – Regional International Organization or Regional Organization عبارت له هغه سازمان یا ټولنی څخه ده چی د کومی خاصی جغرافیی منطقی د هیوادونو د یو ځای کیدو څخه منځ ته راځی، د خپلو خاصو ګټو د لاسته راوړلو لپاره کار کوی، یاد لری چی په دی ډول سازمانونو کښی د کومی خاصی لوی وچی هیوادونه شامل دی. مثال: سارک، د افریقایی هیوادونو اتحادیه، د عربی هیوادونو اتحادیه او داسی نور...

د فعالیت له نظره د سازمانونو ډولونه Field Division of International Organization فعالیت/ وظایف: سازمونونه دهغه کار، کړنی یا وظیفی چی سرته یی رسوی په خاصو ډلو تقسیمیږی لکه اقتصادی، سیاسی، کلتوری، بشری،حقوقی، معلوماتی ټکنالوجی، تروریزم او نور..... دیر سازمان و نوم ته په کتو دا جوتیږی چی وظیفه یی څه دی او په کومه برخه کښی کار کوی. مثلا: نړیوال د بشری حقوقوسازمان، د دی سازمان و نوم ته په کتو دا جوتیږی چی دا سازمان خاص بشری حقوق لپاره کار کوی. بل مثال:نړیوال بانک، دا بانک د غړو هیوادونو سره مالی کومکونه کوی او دبشری ژوند د ښه کولو لپاره په مختلفو هیوادونو کښی سرمایه اچونه کوی. د سازمان و اساسنامی او بنسټلیک ته په کتو هم مونږ کولای شو چی پوهه شو چی نوموړی سازمان د کومی خاصی موخی لپاره جوړ شوی دی، د هر سازمان اساسنامی، بنسټلیک او یا هم منشور د هغه سازمان موخی او وظایف تشریح کوی.

لسم فصل

د ملتونو ټولنه 

League of Nations د ملتونو ټولنه د دولتونو تر منځ جوړ نړیوال سازمان وو چی د جنوری د میاشتی پر ۱۰ په کال ۱۹۲۰ کښی راغلی وو، د لومړی نړیوال جګړی وروسته د پاریس د صلحی کنفرانس چی په کال ۱۹۱۹ کښی جوړ او د نړی له ۳۲ هیوادونو څخه ډيپلوماټانو او نمایندګانو پکښی حضور درلود ډیر موثری فیصلی وکړی چی په هغو کښی یوه فیصله او تصمیم د ملتونو ټولنی جوړول وه. د ملتونو ټولنه اولنی سازمان وو چی هدف یی په نړی کښی صلح راویستل وو، د دی ټولنی اهداف عبارت وه له د جنګونو مخنیوی، د مجموعی امنیت لپاره کار کول، خلع صلاح کونه، د نړیوالو شخړو د حل د خبرو اترو له لاری، او بعضی نور مسایل چی په دوی پوری مربوط وه عبارت وه له، د کارګرانو صحت، نړیوال صحت، د انسانانو د قاچاق مخنیوی، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی، د جنګ بندیانو په باره کښی هڅی، د اقلیتونو ساتنه او نور. د ملتونو د ټولنی جوړښت: د ملتونو ټولنه چی د دولتونو ټولګه کیده، په حقیقت کښی د دولتونو ټولګه ورته نسو ویلی، ځکه د ټولنی د( غړیتوب) مفهوم د هیواد له مفهوم سره اړخ نه لګاوه، په ځینو برخو کښی د ټولنی د غړیتوب په مفهوم د هیواد له مفهوم پراخ و، د میثاق د دویمی مادی له مخی هر هیواد، سلطنت او مستعمری چی خپلواک حکومتونه یی لرل کولای سول چی د ملتونو د ټولنی غړیتوب ترلاسه کړی. یا په بل عبارت د دولتونو تر څنګ نورو بنستونو هم کولای سول چی د ملتونو ټولنی غړیتوب خپل کړی د بیلګی په توګه هندوستان چی لا خپلواک دولت نه وو د ملتونو ټولنی د غړی په توګه منل سو، همدغه راز ایرلند چی سلطنتی نظام پکښی واکمن وو د ملتونو ټولنی غړیتوب یی ترلاسه کړ، بلخوا ملتونو ټولنی به په ځینو برخو کښی د نویو غړو لپاره یو لړ ځانګړی شرطونه ټاکل مثلا، د هنګری هیواد لپاره د غړیتوب شرط دا وو چی د هاسبورګ کورنی ته دی سلطنت کی بیا ونده ورنکړی، پر ایتوپیا شرط کیښودل سو تر څو غلامی له منځی یوسی. خو ځینی وخت به د هیوادونو جغرافیا په نظر کښی نیول کیده، بعضی هیوادونه چی پراخوالی یی ډیر کم و نو غړیتوب به نه ورکول کیدی. د ملتونو ټولنی دوه ډوله غړی درلودل - بنسټګر غړی او نوی غړی د ملتونو د ټولنی موسسین یا بنسټګر غړی هماغه متفقین دی چی شمیر یی تقریبا ۳۳ هیوادونو ته رسیږی، دغه هیوادونو د ورسایلز تړون لاسلیکولو سره چی میثاق یی نه بلیدونکی برخه وه د ملتونو ټولنی بنسټ کیښود. یو ټکی یاد ساتی چی د ورسایلز د تړون د امضا کوونکی ټول د ملتونه غړی نه وو، بعضی غړیتوب ونه غوښته، بعضو غړیتوب ونه مانه، بعضو میثاق تصویب نکړ او غړی پاتی نشول، بعضو هیوادونه چی د میثاق کښی په تصویب کښی ځنډ راووست غړیتوب یی ډیر وروسته رسمیت پیدا کړ. د نویو غړو منل: د میثاق د لومړی مادی په دویمه فقره کښی راغلی وو ( هر هیواد، ډومینیون او مسعمره چی خپلواک حکومت نه لری او په میثاق کښی یی نوم نه دی راغلی کولای سی چی د میثاق په منلو سرهد ټولنی غړیتوب تر لاسه کړی). له ټولنی وتل: د اچی میثاق له مخی په ټولنه کښی غړیتوب د دولتونو په خوښه او اراده ترسره کیده، نو له ټولنی څخه وتل هم په میثاق کښی پیشبینی شوی وو، د میثاق د لومړی مادی په دریمه فقری کښی راغلی وو ( هر غړی کولای سی چی له ټولنی څخه ووځی، په دی شرط چی له وتو دوه کاله مخکی ټولنی ته خپله پریکړه اعلان کړی او په همدی موده کښی یی خپل نړیوال مسولیتونه او میثاق کښی راغلی ژمنی باید ترسره کړی وی)، په نورو شرایطو کښی له ټولنی وتل د عمومی اسامبلی په تایید ترسره کیده. له ټولنی څخه د کوم غړی ایستل: د ملتونو ټولنی د میثاق د ۱۶ مادی په دریمه فقره کښی راغلی وو ( له میثاق څخه سر غړونکی غړی له ټولنی څخه ویستل سی او د ایستلو پریکړه باید د ټولنی د اجرایوی شورا له لوری ترسره سی) ، دغه ډول کړنه یو واری تر سره سوه هغه هم کله چی شوروی اتحاد پر فنلند په ۱۹۳۹ د نومبر پر ۳۰ یرغل وکړله ټولنی څخه ویستل سو. د ملتونو د ټولنی څانګی: د ملتونو ټولنی دری اداری واحدونه – څانګی یا ارګانونه درلودل چی عبارت وه له (اسامبلی – شورا او سکرتریت) څخه، اسامبله: اسامبله د ټولنی مرکزی څانګه وه چی د ورسایلز تړون له غړو هیوادونو، ناپیلو هیوادونو، خپلواکو هیوادونو، تحت الحمایه او له مستعمره هیوادونو څخه جوړه سوی وه. هر غړی هیواد په اسامبله کښی لږ تر لږه استازی لرل او هر غړی یوازی د یوی رایی حق درلود. اسامبلی دوه ډوله غونډی لرلی، عادی او فوق العاده غونډی، عادی غونډی په کال کښی یو ځل د یوی میاښتی په هدف د هر سپتمبر میاښتی په لومړی یا دویمه دوشنبی جوړیدی، فوق العاده غونډی په ځینو ځانګړو حالاتو کښی جوړی کړی وی، د اسامبلی مرکز په ژنیو ښار کښی وو. په اسامبلی کښی هر غړی هیواد حق درلود چی دری استازی ولری خو دا شرط سترو قدرتونو نه مانه، دغو هیوادونو په اسامبله کښی معمولا دری استازی، دری نایب استازی او شمیر کارپوهان لرل. » د اسامبلی او شورا ګډ واکونه: د نړیوالی سولی او امنیت ساتنی له نړیوالی محکمی څخه د مشورتی نظر غوښتنه د نړیوالی محکمی د قاضیانو ټاکنه د میثاق اصلاح د شورا پراختیا او تغیرات د سر منشی ټاکل د نویو غړو منل شورا ته ناظر غړی ټاکل د نړیوالو تړونونو څارنه د ټولنی د بودیجی تصویبول » شورا: د میثاق څلورمی مادی له مخی د ټولنی اجرایو شورا د متفقو هیوادونو په ګډون د بیلابیلو هیوادونو له استازو څخه جوړیږی چی ټولټال څوارلس غړی لری، دغه استازی د عمومی اسامبلی له لوری ټاکل کیږی. په بل عبارت د ټولنی شورا د لومړی نړیوالی جګړی له ۵ ستړو فاتحو ځواکونو( انګلیستان، امریکا، فرانسه، ایټالیا، جاپان) څخه جوړه وه، له دی جملی څلور غړی له عمومی اسامبلی څخه ټاکل کیدل، چی په ترتیب شورا نهه غړی لرل، خو د شورا دغه جوړښت د بیلابیلو لاسوهنو او بدلونونو قربانی شو. د شورا غړی په لومړی سرکښی پر دوو برخو ویشل سوی وه چی دایمی او غیر دایمی غړی وو خو وروسته نیمه دایم غړی هم ور زیات شول، دایمی غړی عبارت وه له قدرتونو څخه، غیر دایمی غړی د اسامبلی منتخب غړی وه او نیمه دایمی غړی د دایمی غړو برعکس په هرو درو کلونو کښی یو واری ټاکل کیدل چی په عملی ډول د شورا دایمی غړی وو.

د شورا واکونه: » د وسلو کموالی » د نړیوالو شخړو حل او د کاری راپورونو چمتو کول » د اختلافاتو او شخړو سیاسی حل » له ټولنی څخه سرغړونکی هیوادونه ایستل » د غړو او ناغړو هیوادونو تر منځ منځګریتوب » تر قیمومیت لاندی سیمو اداره او څارنه » له نړیوالو دفترونو سره مرستی

۳:- سکرتریت : د میثاق د شپږمی مادی له مخی سکرتریت یا دارلاانشا د ملتونو ټولنی له اصلی څانګو څخه وه، چی په ژنیو کښی یی موقعیت درلود. سکرتریت له منشی، دوه نایب منشیانو او نور اداری پرسونل څخه جوړ وو، سر منشی د ټولنی د اجرایوی شورا په وړاندیز او عمومی اسامبلی له خوا د رایو په اکثریت ټاکل کیده. د ملتونو ټولنی لومړنی سر منشی سراریک ډرومونډ نومیده چی د میثاق د لاسلیک پرمهال دی غړو هیوادونو له خوا ټاکل سوی وو. » د ملتونو د ټولنی نیمګړتیاوی: د ورسایلز تړون کښی د میثاق درج کول، د رایی اچونی نامناسب ډول، د اسامبلی ګډ واکونه او خپل منځی شخړی، د شورا پراخ واکونه د فاتحو هیوادونو تر منځ اختلافات راوپارول، د میثاق نامعلوم برخلیک، د اجراتو په برخه کښی جدیت او ضمانت نه موجودیت، او د سازمان څخه د هر وخت وتلو شونتیا د دی ټولنی د له منځه تلو سبب سو، او بلاخره د ملتونو ټولنه ناکامه سوه او په نتیجه کښی یی دوهمه نړیواله جګړه پیښه سوه.

یوولسم فصل د ملګړو ملتونو سازمان United Nations Organization د ملتونو د ټولنی ناکامی یوی خواته، او بل طرف ته د دوهمی نړیوالی جګړی تباهی او ویری د خلکو پر مغزونو ډیر بد تاثیر کړی وو، خصوصا پر متفق هیوادونو، که څه هم جنګ او جګړه روانه وه خو بیا هم دوی د صلحی توقع درلودله، د دی لپاره چی دی مقصد ته ورسیږی نو د نړیوال سازمان د جوړیدو هڅی لا پخوا په ۱۹۴۱ کښی شروع شوی وی. پلانونه او سنجیشونه د صلحی لپاره خورا زیات وه او بلاخره د هغو نتیجه د جنګ ختم او د ملګړو ملتونو د نړیوال سازمان د اکتوبر پر ۲۴ په کال ۱۹۴۵ کښی منځته راغی. د ملګرو ملتونو سازمان په داسی یوی لحظی کښی جوړ سو چی نړیوالی جګړی خلګو ته نه ویل کیدونکی او نه تشریح کیدونکی غمونه او دردونه ورکړی وه، راځی چی پر بعضو هغو پيښو رڼا واچوو د کومو په نتیجه کښی چی د ملګرو ملتونو سازمان منځته راغی. ۱:- د سینټ جیمز د ماڼی پریکړه لیک ( د متحدینو اعلامیه): د لوی بریتانیا، کانادا، استرالیا، نیوزلند، جنوبی افریقی اتحادیی، بلجیم، چک سلواکیا، یونان، لوګزامبرګ، ناروی، پولینډ، یوروګوای او د فرانسی نماینده ګانود جون پر ۱۲ په کال ۱۹۴۱ کښی د سینټ جیمز په تاریخی ماڼی کښی یو پریکړه لیک امضا کړ چی دغه پریکړه لیک د لندن د پریکړه لیک په نامه هم یادیږی. پریکړه لیک داسی لوستل کیدای سی: یو ریښتنی حرکت او تهدابی هڅه کولای شی چی په صلح راویستولو کښی مرسته وکړی او په نتیجه کښی به یی خلګ له ټولنیز او اقتصادی پرمختګ څخه برخمن شی.،زمونږ وعده داده چی په جنګ او صلحی کښی به په ګده کار کوو، دغه خبری اتری د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړیدو په برخه کښی اولنی هڅه وه. ۲:- د اتلانتیک (اطلس) منشور: په کال ۱۹۴۱ د اګست په میاشت کښی د اطلس د سمندر په یو نامعلومی برخی کښی د امریکا ریس جمهور فرانکلین روزویلټ او د بریتانیا صدراعظم وینسټن چرچیل سره وکتل، دغه کتنه د یو نړیوال سازمان د جوړیدو خوا ته یو بل قدم وو. د دغه ملاقات نتیجه د یو پریکړه لیک امضا کیدل و، دغه پریکړه لیک د اتلانتیک منشور ویلای سو، چی د دوو سترو هیوادونو تر منځ کوم تړون او نه هم د صلحی په باره کښی د دوی اخیری اظهارات وه بلکی دا د دی ملکونو د بعضی هم ډوله پالیسیو او اهدافو مجموعه وه، دوی دا احساس درلود چی کولای شی د دوی د دغه ملاقات نه وروسته د دنیا د صلحی لپاره په امیدواری سره کار کولای شی، د یادو منشور په یوه برخه کښی داسی راغلی(( تر څو چی د نړیوالی سولی او امنیت د ټینګښت په موخه یو پراخ او دایمی نظام نه وی جوړ سوی، د هیوادونو بی وسلی کول اړین دی.))

لیکنه: عبدالمنان دانش Abdulmanan Danish

شمېره:۰۷۰۲۸۰۱۷۱۸