کارن:قاري عمير مجاهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فکري جګړې مخنیوی اول تدبیر – د حکومت د چارو واګي تر لاسه کول:

لیکنه لازمي ولولئ او خپلو ملګرو سره یې شریکه کړئ!

په اسلامۍ نړۍ کې دننه، او له هغې څخه د باندې چې د مسلمانانو په خلاف د فکري جګړې تر شا څوک ولاړ دي، هغه ټول نظامونه او حکومتونه دي. او کوم وسایل چې پدغه جګړه کې په کار اچول کیږي لکه مکتبونه، پوهنتونونه، څیړنیز مراکز، راډیوګانې، تلویزونونه، وزارتونه، قوانین، سیاسي او پوځي فشارونه، په ملیاردونه ډالر، او په میلیونونو روزل شوي متخصصین او ماهر کارکوونکي او نور وسایل چې تقریبا ټول ئې د هغو حکومتونو په واک کې دي چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف ئې دغه خطرناکه فکري جګړه پیل کړې ده، او پر مخ ئې بیایي. په اسلامي هیوادونو او بیا په خاص ډول افغانستان کې ددغو وسایلو مقابله او یا مخنیوی د افرادو او تنظیمونو له توان څخه وتلی کار دی. تر څو چې نظام او حکومت د اسلامي فکر د خاوندانو لاس ته نه وي ورغلي، او تر څو ئې چې د افغانستان د ټولو دیني، سیاسي، پوځي، اداري، اجتماعي، مالي، کلتوري او تعلیمي چارو واګي له مفسدو، سیـ.کولرو، دیمـ.وکراتو، لیبـ.رالو، کمـ.ونستو، نشنلستـ.و، غـ.رب ځپلو عناصرو او د اروپـ.ـایې افکارو د منونکو له کرغیړنو منګولو نه وي اخستي، تر هغه پورې د اصلاح انفرادي هڅې بې ګټې او یا بې مطلوبې ګټې دي. د حاکمیت له سطحې څخه لیرې هڅو او دعوت په تیرو نوي کلونو کې وښودله چې یوازې د دعوت او طاغـ.وتانو د عذرونو او زاریو له لارې د اسلامي نړۍ په یو هیواد کې هم اسلامي نظام رامنځته نه شو. ځکه چې یوازې دعوت د قرانکریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې څخه خلاف کار دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم دیارلس کاله یوازې دعوت وکړ، یوازې د اتو سوو په شااوخوا کښې خلک مسلمانان شول. خو بیا هم د کفـ.ر او جاهلیت نظام همغه ډول په ځاي ولاړ وو. خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې حکومت او نظام جوړ کړ، او د حکومت د چارو واګی ئې ترلاسه کړ، تر لسو کلونو په کمه موده کې نه یوازې اسلام د عربو په ټوله جزیره کې خور شو بلکې د عربو تر جزیرې د باندې ئې هم د کفـ.ر د لویو لویو امپراطوریو د زوال زمینه برابره کړه. مونږ په افغانستان کې تر هغه د غـ.رب د فکري جګړې مخنیوی نشو کولی، چې تر څو مو د بالمثل وسایلو د لرلو توان نه وي پیدا کړي. او دا کار به هغه وخت ممکن وي چې خپل نظام او حکومت د غـ.رب له غلامانو او بړیڅو خلاص کړو، او په ریښتنې معنا ئې د اسلام ددین په اساسانو ودروو. نه دا چې نوم ئې اسلامي حکومت وي او چارې ئې ټولې د کفـ.ر او معاصر جاهلیت په قوانیینو چلیږي. د طـ.|لـ.ـبانـ.و د حکومت تجربې وښودله چې اسلامي اداره چې که څه هم چې په مادي لحاظ کمزوري هم وي دفساد، ظلم او کفري نظریاتو په مخنیوي کې تر قوي بې دینه حکومت ډیر موثره وي. همدغه سبب وو چې ټوله نړۍ کفـ.ري نړۍ د داسې یو حکومت په مقابل کې د جګړې لپاره را پورته شوه چې تر اوسه يې لا پښې هم په زمکه نه وې ټینګې شوې. ځکه چې کـ.فار پدې پوهیږي چې که یو ځل په کوم اسلامي هیواد کې یو حقیقي او واقعي اسلامي نظام او حکومت منځته راشي، هغه به حتما د نورو مسلمانو ملتونو لپاره د یو مثال او ماډل حیثیت غوره کوي چې هغوئ به ئې هم په خپلو هیوادونو کې د قائمولو هڅه کوي. نو ددې لپاره چې ملت مو د غـ.رب له فکـ.ري جګړې او په دین نه ولاړو نظریاتو څخه ژغورلی وي، باید د (حکومت) او (تاثیرګذاری) ټول فرصتونه او وسایل د غـ.رب ځپلو، سیکـ.ولـ.رو عناصرو له لاسه خلاص کړو، او د الله تعالی د دین د حاکمولو لپاره ئې په خپل لاس کې ونیسو، او پدې لار کې له هیچا سره د اسلام په سر معامله ونه کړو. د تیرو اتیاوو کلونو تاریخ ثابته کړه چې تر څو پورې د غـ.رب په فکر روزل شوې عناصر په قدرت کې وي تر هغه به د اسلامي منسوبین یا وژلی کیږي یا به په زندانونو کې وي، او یا به هم له تبعید او نورو ډول ډول محدودیتونو سره مخ کیږي. 📚فکري پوهنه - استاد عبدالهادي مجاهد

که مو لیکنه خوښه شوي وي نو د ثواب په نیت یې تر نورو ورسوئ!

  1. فکري_پوهنځی