ایزو ۲۲۰۰۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ISO 22000 نه مخ گرځېدلی)

ایزو ۲۲۰۰۰ (په انگرېزي کی: International Organization for Standardization) یو نړیوال معیار دی چی د د معیارونو د نړیوال سازمان یا International Organization for Standardization په واسطه د خوړو دمحفوظیت په خاطر جوړ شوی دی. دا معیار کابو د ایزو ۹۰۰۰ سره یو شان او د هغه څخه اشتقاق شوی دی.

دخواړه معمولا د یوزنځیر په توگه تولیدیږی او د دی زنځیر په اوږدو کی په هر یوه تولیدی یا پروسس کولو مرحله کی د مصابیت احتمال وجود لری. نو ددی په خاطر لازمه ده چی هغه کنترول شی او د هغه لاه لاری ټول مشتریان او مصرف کوونکی په امن کی و اوسی او ددی ترځنک د ډیرو لوړو مصرفونو څخه مخنیوی وشی.

تاریخچه

ایزو ۲۲۰۰۰ ورسته د هغه منځ ته راغی چی ایزو کمپنۍ غوښتل د انگلیسی او جرمنی هغه معیارونو څخه چی د خوړو د کیفیت لپاره جوړ شوی وو ،‌ مقابله وکړی. اساس یی ټول د ایزو ۹۰۰۰ څخه اخستل شوی دی.‌

د ایزو۲۲۰۰۰ معیار عناصر

  1. متقابل ارتباطات یا پالیسی
  2. د سیستم په توگه مدیریت
  3. ابتدایی اړتیاوی لکه ځای،‌ اوبه، بریښنا
  4. او د هسپ HACCP اساسات

د ایزو۲۲۰۰۰ معیار سره اړوند نور معیارونه

ایزو ۲۲۰۰۰ د خوړ د محفظویت سیستم.‌ د غذایی زنخیر په کمپنیو کی د خوړو د محفوظیت په خاطر استعمالیږی.‌

ایزو ۲۲۰۰۱ د ایزو ۹۰۰۱ د استعمال لارښود دی چی په څه ډول سره په خواړیزه او اوبو په کمپنیو کی استعمال شی.‌

ایروز ۲۲۰۰۲ په تولیدی ځایونو کی د خوړو د محفوظیت لپاره د اساسی غوښتنو یا ضروریات رهنما.

ایزو ۲۲۰۰۳ د خوړو د محفوظیت د سیستم تفتیش رهنما دی.‌

سرچینه