کوډېکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له Codex نه مخ گرځېدلی)

کودیکس یا Codex Alimentarius چی په لاتین کی د خوړو د کتاب مطلب تری اخستل کیږی، د بین الملی معیارونو ،‌ کاری میتودونو، لارښودونو او وړاندویزونو مجموعه ده چی د خوړو،‌ د خوړو د تولید او د خوړو د محفوظیت په هکله سره یوځای شوی دی او نن ورځ د خوړو د نړیوال سازمان یا FAO او روغتیا نړیوال سازمان یا WHO په چوکاټ‌ کی فعالیت کوی.

په کودیکس کی لاندی مطالب تر بحث لاندی نیول شوی دی:

  1. د خوړو لیبل کول
  2. خوړو ته علاوه کیدونکی توکی
  3. خواړیزه کثافات
  4. زغوپرواژی
  5. د خطر ارزیابی
  6. دخوړو حفظ الصحه
  7. د تحلیل او نمونی اخستی میتودونه

د کودیکس په برخه کی لاندی مشخص معیارونه وجود لری:

  1. د غوښی او دهغه اړونده محصولاتو معیار
  2. د ماهی او دهغه اړوند محصولاتو معیار
  3. د شیدو او اد هغه اړوند محصولاتو معیار
  4. دخاصو موخو لپاره د خوړو معیار
  5. د تازه او پروسس شویو میوو ، سبزیجاتو او د میوو د جوسونو معیار
  6. دحبوباتو معیار
  7. د شحمو او غوړیو معیار
  8. د متفرقه توکو معیار