یوزي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د یوزي ماشیندار

یوزي يا اوزي (په عبري کی: עוזי په انګرېزي کی: Uzi ) یو ماشیندار دی چی په اسرائیل کی د ۴۰ کلو څخه جوړېږي. دغه ماشیندار د اسرائیلی پوځ لپاره جوړ شو خو دغه وسله د مخالفو ډلو لخوا هم کارېږي.

تاریخ [سمول]

د یوزي لمړنی موډل په ۱۹۵۰ کال کی د یوزي ګال لخوا طرح شو. اسرائیلی پوځ د دغه ماشیندار څخه د ۱۹۵۴ کال څخه راهیسي کار اخلي. په اوس وخت کی د یوزي ماشیندار په آلمان او بلجیم کی د لائسنس په اساس هم جورېږی.

توصیف [سمول]

د یوزي ماشیندار یوه لاسی خپل کاري وسله ده چی د پولاد څخه جوړه شوي ده. د ماشیندار لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری او دغه وسله یو یو ګولۍ یا جرعه ویشتلای شی. د یوزي ماشیندار کولای شي په جاغور کې ۱۰ یا ۵۰ ګولی او د کت کېدونکی قنداغ هم ولری.