یلېنا سېرووا
یلېنا سېرووا | |
---|---|
ستورمزلې | |
ملیت | روسۍ |
زوکړه | ۰۴
(age اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲".)[۱] وزدويژینکا, پرېمورسکي کرای, روسیه، شوروي, شوروي اتحاد[۱] |
نورې دندې | انجنیر |
په تشیال کې وخت | ۱۶۷ ورځې، ۵ ساعته، ۴۴ دقیقې |
غوراوی | ارکېکېاي ډله ۲۰۰۶ [۱] |
ماموریت | سویوز ټيایماې-۱۴ایم (۴۱/۴۲) |
د ماموریت نښان |
يلېنا اولېگوفنا سېرووا (انگلیسي: Yelena Olegovna Serova، روسي: Елена Олеговна Серова) یوه روسۍ ستورمزلې ده چې د ۱۹۷۶ د اپرېل پر ۲۲مه د روسیې د اوسورییسک ښار په یوه کلي کې زېږېدلې ده. یلېنا په ۲۰۰۶ کې د ستورمزلې په توگه وټاکل شوه او په ۲۰۱۱ کې ۴۱م لېږد ته نومانده شوه. یلېنا سېرووا لومړنۍ روسۍ ستورمزلې ده چې د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۶مه یې له نړیوال تشیال تمځای څخه لیدنه وکړه او د ۲۰۱۵ د مارچ پر ۱۱مه بېرته ځمکې ته را ستنه شوه.
شخصي ژوند
[سمول]یلېنا د اوسورییسک ښار د وزدویژینکا په نامه کلي کې زېږېدلې ده او تر ۱۹۸۸ پورې په همدې کلي کې وه. د هغې پلار، چې له پوځ سره یې کار کاوه، المان ته تبدیل شو او یلېنا هم ور سره ولاړه. څه موده وروسته، یلېنا بېرته مسکو ته راغله او په مسکو هواييچلند انسټیټیوټ کې یې له خپل راتلونکي خاوند مارک سره وپېژندل.[۲]
یلېنا د روسي ستورمزلي مارک سېرو مېرمن ده او یوه لور لري. مارک په ۲۰۰۳ کې د RKKE-13 ماموریت لپاره ټاکل شوی وو خو تر الوتنې مخکې کورناستی (تقاعد) شو. یلېنا یوه له هغو پنځو ستورمزلو څخه وه چې په سوچي کې یې د ۲۰۱۴ کال د اولمپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستنې پر مهال د روسیې بیرغ اوچت کړی وو.[۳] .[۴]
زدهکړې
[سمول]د ۲۰۰۱ په مارچ کې یلېنا د مسکو هوايي چلن انسټیټیوټ له هواتشیال پوهنځي څخه د انجنیرۍ په برخه کې؛ او په ۲۰۰۳ کې له د مسکو د انجنیری الاتو او مالوماتو دولتی اکاډمۍ څخه د ستورمزلې په توگه خپلې لوړې زدهکړې بشپړې کړې دي.[۵]
کاري تجربه
[سمول]مخکې له دې چې د ستورمزلې پر دندې وگمارل شي، یلېنا په میشن کنټرول سنټر او ارایسسي انرگیا کې د دوهمې ټولۍ د انجنيرې په توگه کار کاوه.
د ستورمزلې دنده
[سمول]د ۲۰۰۶ په اکټوبر کې، یلېنا ۳۰ کلنه وه چې په ارکېکېاي-۱۴ ډلې کې د ازمېښتي ستورمزلې په توگه وټاکل شوه.[۶] هغې خپل روزنیز پروگرام په سټار سیټي کې بشپړ کړ او په لومړیو کې یې د الوتنې چلوونکې دنده ترسره کوله. یلېنا څلورمه روسۍ ښځينه ستورمزلې ده چې تشیال ته تللې ده.[۷][۸] له هغې څخه مخکې، درې روسۍ ستورمزلې لکه والنتینا تیریشکوفا په ۱۹۶۳ کې، سوېتلانا ساویتسکایا په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۴ کې او یلېنا کونداکوفا په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ کلونو کې د پخواني شوروي او روسیې له خوا تشیال ته تللي دي.[۹]
۴۲/۴۱م لېږد
[سمول]د ۲۰۱۱ په وروستیو کې، د روسي فضايي ادارې مشر ولادیمیر پوپوفکین اعلان وکړ چې یلېنا سېرووا به نړیوال تشیال تمځای ته ولاړه شي او هلته به د شپږو میاشتو په تېرولو سره بېلابېل بیوفزیکي او طبي ازموینې ترسره کړي.[۱۰] د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۵مه، یلېنا په سویوز ټيایماې-۱۴ایم تشیالبېړۍ کې د ۴۲/۴۱م لېږد لپاره د الوتنې چلوونکې په توگه تشیال ته ولاړه.[۷][۸]
د دې الوتنې قومندان الکساندر ساموکوتیایوف ، یلېنا سېرووا او د ناسا ستورمزلی بېري ویلمور د بایکانور الوتځای له ۱/۵ سایټ څخه پر ۸:۲۵ (ن.هـ.م.) بجو والوتل. نهه (۹) دقیقې وروسته، سویوز ټيایماې-۱۴ایم تشیالبېړۍ د ځمکې چورلېځ (مدار) ته د ننوتلو په نیت د توغندي له درېیم پړاو څخه بېله شوه.
څو شېبې وروسته، تشیالبېړۍ د کورس په نامه خپل د بېړۍچلونې انتنونه پرانیستل. خو د ځینو تخنيکي ستونزو له امله، د تشیالبېړۍ له دوو لمریزو هیندارو څخه یوازې یوه یې په بریالیتوب سره پرانیستل شوه. له دې ستونزې سره سره، تشیالبېړۍ بیا هم د ځمکې شاوخوا تر څلور واره څرخېدا (شپږ ساعتونو) وروسته د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۶مه پر ۱:۱۲ (ن.هـ.م.) بجو له نړیوال تشیال تمځای سره ونښتل. د ځینو اړینو بیاکتنو وروسته، د پویسک رغبېلگې ور پر ۵:۶ (ن.هـ.م.) بجو پرانیستل شو او درې سره ستورمزلي نړیوال تشیال تمځای ته ننوتل. د ۲۰۱۵ د مارچ پر ۱۱مه، درې سره ستورمزلي کابو ۱۶۷ ورځې وروسته بېرته ځمکې ته په بریالیتوب سره را ستانه شول.
نور ولولئ
[سمول]باندنۍ تړنې
[سمول]ويکيخونديځ کې د یلېنا سېرووا اړوند دوتنې شته. |
- د ناسا پروفایل
- Elena Serova's on-orbit updates Archived 2015-11-16 at the Wayback Machine. via Russian Federal Space Agency
- له یلېنا سېرووا سره د ناسا مرکه، کال (7 Feb 2014)
- انتون بوچاروف. "یلېنا سېرووا". د «هېواد د اتلانو» سایټ. بياځلي په 2016-02-24.
- يلېنا اولېگوفنا سېرووا
- يلېنا اولېگوفنا سېرووا
- Космонавт Серова: я должна быть профессионалом, любящей женой и мамой
- «Вера, надежда, любовь Елены Серовой». Документальный фильм телестудии Роскосмоса. 2014 г.
- Космонавт Елена Серова: «Люди часто сильно недооценивают себя» Archived 2016-07-06 at the Wayback Machine.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ www.spacefacts.de. Retrieved 16 February 2013
- ↑ NASA (August 1, 2014). "Preflight Interview: Elena Serova". NASA. بياځلي په October 26, 2014.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Mark Serov". www.spacefacts.de. بياځلي په 5 December 2013.
- ↑ "Russian woman cosmonaut may journey to space station". RIA Novosti. 7 December 2011. بياځلي په 16 February 2013.
- ↑ "Cosmonaut Bio: Elena Olegovna Serova". jsc.nasa.gov. January 2013. بياځلي په 16 February 2013.
- ↑ "Yelena Olegovna Serova". www.spacefacts.de. بياځلي په 16 February 2013.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ "Expedition 41". NASA. بياځلي په 5 December 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ "Expedition 42". NASA. بياځلي په 5 December 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Gonzales, Daria (11 March 2012). "First Woman in Space". Russia: Beyond The Headlines. بياځلي په 5 December 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Gibson, Karen Bush (2014). Women in Space: 23 Stories of First Flights, Scientific Missions, and Gravity-Breaking Adventures. Chicago Review Press. pp. 66–71. ISBN 978-1-61374-844-2.
{{cite book}}
:|access-date=
requires|url=
(help)
- انگریزی ویکیپيډیا «Yelena Serova»
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 errors: access-date without URL
- Birth-date and age transclusions with invalid parameters
- ځايي تړنه له ذسټاک وېشنيزی په توګه د ويکيسيند سره
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- کې زیږېلي کسان
- ژوندي خلک
- اوسورییسک کې زیږېدلي خلک
- ښځینه ستورمزلې
- روسې کاسمانفت
- ستورمزلې