گنگسيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سربدالي (انگريزي: dizziness)یوه مبهمه او غیر دقیقه اصطلاح ده چې معمولاً د یو شمیر اعراضو لکه ضعفیت، ناتواني، سرگرځیدنې، سترگو توریدنې، د توازن له منځه تلوو، لویدو ته د تمایل، د سر د سپکتیا احساس، بې ثباته او رپنده حالت لپاره کارول کیږی.
یا په بل عبارت گنگسیت د هغه حالت څخه عبارت ده چې په هغه کې د ادراک، پوهې او توازن تشوش موجود وي.
گنگسیت د ډیرو عامو اعراضو له جملې څخه دی چې شخص طبي پاملرنې ته مجبوروي. د گنگسیت څخه بیلابیل اشخاص بیلابیل تعبیرونه کوي نو ځکه ددې اصطلاح تعریفول لږڅه ستونزمن کار دی. تقریباً ۲۰-۳۰٪ خلک د عمر په اوږدو کې له گنگسیت سره مخامخ کیږي. کولی شو چې دا اصطلاح دpresyncope ،vertigo ،disequilibrium، غیر وصفي احساس لکه د لویدو احساس یا د لیونتوب احساس لپاره هم وکاروو.
Dizziness څلور ډولونه لري چې عبارت دي له:
۱- Vertigo ( ۵۰٪).
۲- Disequilibrium ( له ۱۵٪ څخه کم ).
۳- Pre syncope ( له ۱۵٪ څخه کم ).
۴- Lightheadness ( ۱۰٪ ).
زیات شمیر حالات د گنگسیت لامل گرځي؛ او دا ځکه چې د عضویت زیات شمیر اعضاء د بدن د توازن په ساتلو کې رول لري لکه داخلي غوږ، عضلات، اسکلیت او عصبي سیستم.
یوشمیر هغه طبي حالات چې معمولاً گنگسیت د یوه عرض په ډول ورسره ملگری وي عبارت دي له:
۱- Benign paroxysmal positional vertigo
۲-د منځني غوږ التهاب.
۳-Meniere's disease.
۴-Vestibular neuronitis.
۵-Labyrinthitis.
۶-Ramsay Hunt syndrome.
۷-Acoustic neuroma.
۸-Chronic motion sickness.
۹-حاملگي.
۱۰-Multiple sclerosis.
۱۱-Migraine.
۱۲-د فشار ټیټوالی.
۱۳-د وینې د اکسیجن کموالی.
۱۴-وینه لږی.
۱۵-د وینې د گلوکوز کموالی.
۱۶-هورموني بدلونونه لکه د تایرویید ناروغۍ ، د نخامیه غدې ناروغۍ ، Addison’s ناروغۍ ، تحیضي دوران او حاملگي.
۱۷-depression.
۱۸- anxiety.
۱۹- hyperventilation.
۲۰-panic disorder.
۲۱-زړښت او دعمر له کبله د دید او توازن خرابیدل.
۲۲-د وینې د فشار لوړوالی.
۲۳-د زړه ناروغۍ لکه Cardiomyopathy او د وینې په انتقال کې ستونزې.
۲۴-تومورونه.
۲۵-سردردي.
۲۶-لیونتوب.
۲۷- یوشمیر درمل لکه د وینې د لوړ فشار درمل، یوشمیر انتي بیوتیک ، خوب راوړونکي درمل ، Tranquilizers ، Anti depressants ، درد ارآمونکي او مدرر درمل.
۲۸- میتابولیک آفات لکه Hypoxia ، Hypoglycemia or Hyperglycemia او Dehydration .
۲۹- داخلي وینه بهیدنه.
۳۰- زیات د بستر استراحت.
۳۱- انتانات.
۳۲- ددماغو د ارواء خرابوالی چې کیدای شي د وینې د فشار د آني ښکته کیدو اویا قلبي تشوشاتو او شریاني بندښت له کبله رامنځته شي.
۳۳- د سترگو آفات لکه د دید خرابوالی.
۳۴- جل وهنه.
۳۵- غذایي تسمم.
۳۶- بې خوبي او ستړتیا.
۳۷- د یوشمیر موادو لکه Salicylates، الکهول او سترپتومایسین توکسیک حالات.
معمولاً گنگسیت په خپله له منځه ځي او کومې درملنې ته اړتیا نه لري. څرنگه چې گنگسیت یو مرض نه بلکه یوعرض دی نوځکه د درملنې په وخت کې باید سببي لامل پیدا او له منځه یوړلی شي.

سرچینې

۱-Stedman’s electronic medical dictionary, version 6 , 2004, Lippincott and Wilkins.
۲-http://en.wikipedia.org/wiki/dizziness
۳-http://www.medicalbook.com/Neurological_disorders/dizziness.html
۴-http://www.medicinenet.com/script/main/art.asp?articlekey=97800&page1≠intro
۵-Taber’s cyclopedic medical dictionary, 1997 , F.A. Davis company.