گلزار عالم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګلزار عالم د خيبر پښتونخوا يو پښتون سندرغاړی دی. هغه په پښتو ژبه ډېرې سندرې وييلي او يو شمېر سندرې يې د پاکستان په راډيو تلويزون کې هم ثبتې کړي.

گلزارعالم
گلزارعالم او کبیر ستوري
شاليد معلومات
د زېږون نومگلزارعالم
زېږېدنه۱۴ اکتوبر ۱۹۵۹(1959-10-14) ‏(عمر: ۶۴ کاله)
پېښور, پاکستان
دندهSinger& Artist

مخينه

گلزار عالم په ۱۹۵۹ ز. کال کې پېښور کې زېږېدلی. هغه د مير افسر خان زوی او د محمد حسين خان لمسی دی. هغه په قوم پښتون او د مياگانو په ټبر پورې اړه لري. د هغه نيکه محمد حسين خان د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د سيمې اوسېدونکی و او د دغه ځای نه ده مټه مغول خېل ته هجرت وکړ، چې ډېره شبقدر ته يو شپږ ميله نژدې کلی دی. په همدې کلي کې د هغه نيکه وفات شوی. نيا يې د پلار او يوې ترور سره پېښور ته کډه شول او همدغلته يې پلار استوگن شو او واده يې هم وکړ. گلزار عالم پينځه وروڼه لري چې درې يې سکه او دوه يې ناسکه دي او پينځه خوېندې لري چې دوه يې سکه او درې يې ناسکه دي. نوموړی د پلار تر ټولو مشر زوی دی. گلزار عالم واده کړی او درې ځامن لري.

زده کړې

گلزار عالم لومړنۍ زده کړې يې پخپل کلي کې کړي بيا يې دويمې او لوړې زده کړې په پېښور کې کړي. هغه د هنرونو په څانگه کې لوړې زده کړې کړي او د لېسانس بريليک يې په ۱۹۸۶ ز. کال کې ترلاسه کړی.

هنري ژوند

گلزار عالم د ماشومتوب نه د سندرو وييلو لېواله و او د ښوونځي په وخت کې يې همدا خپل هنر د کورنۍ او خپلوانو په پټه په مخ بوولی. د ښوونځي او پوهنځي ملگرو هم د ده د غږ په اورېدو سره هغه تشويق کړی. هغه په پيل کې د خپلو ملگرو او دوستانو په محفلونو کې سندرې وييل پيل کړل. په ۱۹۸۹ ز. کال کې يې د کوټې په راډيو کې خپل لومړنی هنري پروگرام وړاندې کړ او تر دغه پروگرام شپږ مياشتې وروسته د غوره سندرغاړو په کتار کې يې ځای پيدا کړ. بيا همداسې ورو ورو مخ ته لاړ او په پاکستاني تلويزون کې يې سندرې ووييلې. دا هغه وخت و چې گلزار عالم د هنر په ډگر کې پېژندل شوی و او په يو شمېر پښتو فلمونو کې د پردې شاته سندرغاړی پاتې شوی و. هغه د کوټې او پېښور په راډيوگانو کې يې ۱۴۴ سندرې ثبتې کړي همداراز د کوټې او پېښور د تلويزوني چينلونو کې يې ۷۳۳ ويډيويي سندرې خپرې شوي.

لاسته راوړنې

گلزار عالم د خپل هنري کارکردگيو په لړ کې دا لاندينۍ جايزې او مډالونه لاسته راوړي:

  1. د باچا خان د امن جايزه
  2. د ټول پاکستان د ځوانانو د تنظيم جايزه
  3. د کلتور وزارت د صوبه سرحد د څانگې لخوا جايزه
  4. د پښتون سټوډنټس فېډرېشن لخوا د باچا خان جايزه
  5. د پښتو عالمي کانفرانس کوېټې لخوا د سرو زرو مډال

سرچينې