گردی مېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گردى مېزیا (Round Table) هغه ناسته چې د يوې مشخصې موضوع په اړه له يوه ډله نظر خاوندانو، كارپوهانو، عامو خلكو يا چارواكو سره تر سره كېږي او د موضوع په اړه پكې غبرگونونه، وړانديزونه، نظرونه، نيوكې او مثبت او منفي اړخونه بيانېږي.

دغه ناسته په گرد دايروي يا د انگليسي U توري ته په ورته مېږ تر سره كېږي.

د گردي مېز په پيل كې د موضوع د څو اړخونو په اړه خبريال معلومات وركوي او د موضوع حدود هم بيانوي او له هغه وروسته د گډونوالو د شخصيت او د هغوى د رشتې په اړه لږ معلومات وركوي.

كله كه په گردي مېز كې د گډونوالو شمېر زيات وي نو خبريال د هغوى له اوږدې پېزنگلوى تېرېږي يوازې په نومونو بسنه كوي.

په گردي مېز كې ټول گډونوال د خبرو كولو يو ډول حق لري، هغه كه نيوكه وي كه وړانديز خو له دلايلو سره يو ځاى.

په گردي مېز كې ، د پوهې ، عمر او كاري تجربې په لحاظ انډول ساتل كېږي او حتا زموږ په هېواد كې د ژبې انډول ته هم پام كېږي.

په گردي مېز كې ژورناليست له گډونوالو سره په يوه مېز كېني نه داسې چې ژورناليست دې ځانگړى مېز ولري.

ژونالیست باید گرمه فضا جور وکری ژونالیست باید گرمه فضا جور وکری

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]