ګورجېس

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

ګورجېس د سسلي په ليونټني (Leontini) ښار كې په ۴۸۳مخزېږد كې زېږېدلې دى. د مړينې كال يې ۳۷۵مخزېږد ښودل كېږي. دې په ۴۲۷مخزېږد كال د يوه استازي په توګه آتن ته ولاړ. يو كتابګوټې چې (On not being or Nature) نومېږي. د ده په نظرياتو باندې د زينون ښكاره اغيزې ښكاري، او د همدې زينون جدلي نظرياتو دې تشكيك (Scepticism) خواته مائل كړ. د زينون د جدلياتو موخه د پارمنيډز د نظرياتو صحت زباتول ؤ. موږ دا ويلاى شو، چې هغه د يوې مثبتې موخې لپاره منفي لاره وكاروله. مګر ګورجېس د ګورجېس پر وړاندې هېڅ مثبت مقصد نه ؤ. نو پدې ډول دده نظريات خالص تشكيكي (Sceptical) نظريات جوړ شول.