ګلومېرولونېفرايټس
د ويکيپېډيا لخوا
| ګلومېرولونېفرايټس ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې |
|
| د کرېسېنټېک ګلومېرولونېفرايټس د يوه ناروغ د پښتورګي د بايوپسي يو فوټومايکروګراف. | |
| ICD-10 | N00, N01, N03, N18 |
| ICD-9 | 580-582 |
| DiseasesDB | 5245 |
| MeSH | D005921 |
ګلومېرولونېفرايټس, چې د ګلومېرولر نېفرايټس, په نامه هم يادېږي، د پښتورګو يوه ناروغي ده چې د پښتورګو د ګلومېرولسونو او د پښتورګو د وينې د وړو رګونو د تسپود په بڼه راڅرګندېږي.[1] دا ناروغي يوازې د هېماټويوريا (په متيازو کې وينه) او يا پروټينيوريا (په متيازو کې پروتين) سره سره د نورو ناروغيو په بڼه لکه نېفروټېک ساينډروم يا نفريټيک ساينډروم، د پښتورګو د عدم کفايې حاده حالت او د پښتورګو د عدم کفايې اوندنې بڼې په توګه راڅرګندېږي.
سرچينې