ګلبدين حکمتيار
| ګلبدين حكمتيار | |
![]() |
|
|
|
|
|---|---|
| In office ۱۷ د جون ۱۹۹۳ – ۲۸ د جون ۱۹۹۴ |
|
| Preceded by | عبدالصبور فريد کوهستاني |
| Succeeded by | ارسلا رحماني |
|
|
|
ګلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ. ل.) د افغانستان پخوانی لومړی وزير او د اسلامي ګوند مشر او جهادي قومندان دی. نوموړی يو سخت دريزه اسلاميست دی چې له څو لسيزو د افغانستان په سياست کې ښکېل دی او بېلابېل افغاني سياسي نظامونه يې پخپلو کړنو اغېزمن کړي. هغه د روسانو په وړاندې د جهاد ټول مالي او پوځي مرستې د پاکستان، عربي هېوادونو او امريکا نه ترلاسه کولې او په افغانستان کې يې د چريکي جګړو لپاره افغانان روزل. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شوه نو ګلبدين حکمتيار په دغې جګړه کې يو فعال جنګيالی و چې خپلو ځواکونو ته يې د بېلابېلو سيمو د ويشتلو امر کړی و.
نيوليک |
مخينه
هغه د عبدالقادرخان زوي په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال د كندوز ولايت د حضرت امام صېب ولسوالۍ د ورته بز په كلي كې زېږېدلې دى. نوموړی د څو لسيزو نه راپدېخوا د افغانستان په سياسي چارو کې راښکېل دی. خو تر ټولو ډېر هغه وخت مشهور شو کله چې روسانو پر افغانستان باندې يرغل وکړ او دی د سرولښکرو پر وړاندې د جهاد تکل وکړ. ددې سره سره دی د ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۵ پورې دافغانستان پخوانی لومړی وزير هم پاتې شوی. د حكمتيار كورنۍ د نائب الحكومه شېر خان په وخت كې له غزني څخه كندز ته كډه او په امام صېب كې مېشته شوه. پلار يې د غزني د شاه جوى او مور يې د قره باغ اوسېدونكې وه. څلور وروڼه او درې خوېندې لري، چې د وروڼو نومونه يې دا دي:
- اخترمحمد (مشر)
- ګلبدين حکمتيار
- شهاب الدين
- نورالدين
- نظام الدين
پلار او دوه وروڼه يې (اختر محمد او نورالدين) د وخت د كمونست رژیم لخوا ونيول شول او په زندان كې په شهادت ورسول شول. د شهادت څرنګوالى او د خښولو ځاى يې نامالوم دى، خو د يوه سرتيري د خولې نكل دى چې: عبدالقادر خان يې له زندان څخه بهر ووېست او د آودان دښتې ته يې يووړ. هورې يې په پوځي جيپ پورې وتاړه، او جيپ يې ترهغې ځغلاوه ترڅو چې يې په بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه.
زده کړې
حكمتيار تر پېنځم ټولګي پورې د امام صېب په منځني ښوونځي كې زده كړې وكړې. له پينځم ټولګي څخه وروسته د حربي ښوونځي لپاره غوره شو. شپږمن، اووم او اتم ټولګي يې په نوموړي ښوونځي كې ولوستل او د نهم ټولګي لپاره د شېرخان لېسې ته ولاړ. د ښوونځي د دزه كړې ترڅنګ يې لومړنۍ زده كړې له ارواښاد مولوي قربان محمد څخه وكړې، چې د چاه آب نوموړې عالم ؤ. نوموړي عالم چې د افغانستان له لرغوني او وخت له تاريخ څخه خبر سړې ؤ د حكمتيار په فكري او سياسي روزنه كې پوره ونډه لرله. د شېرخان له لېسې څخه په فارغېدو سره د انجنيرۍ پوهنتون ته د ورتلو نه مخکې كورسونو لپاره كابل ته ولاړ. دا كورس د هغو زده كړيالو لپاره ؤ چې د انجينيرۍ پوهنځي لپاره غوره كېدل، اوانجينيري پوهنځي لپاره لومړنۍ پېر ؤ. پدې پېر كې زده كړيال د انجينيرۍ پوهنځي لپاره تيارېدل. حکمتيار هم د همدغو کورسونو تر بشپړولو وروسته انجنيرۍ پوهنځي کې په زده کړو پيل وکړ خو د خپلو سياسي مخالفتونو په سبب پوهنتوني زده کړې بشپړې ترسره و نه رسولې.
سياست
کله چې د داود خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان وګړو ته د سياسي ګوندونو د آزادۍ تر څنګ د بيان آزادي ورکړل شوه نو. د دغه فرصت نه ګڼ شمېر وګړو ناوړه ګټه پورته کړه او په افغانستان کې د سياسي ډلو د جوړولو بازار تود شو. په همدې وخت کې حكمتيار د انجنيري پوهنځي زده كوونكی ؤ او د کمونستي بړېڅو سره به يې ډغرې وهلې. دا هغه وخت و چې د کابل پوهنتون انګړ په يوه سياسي لوبغالي بدل شوی و او هر څوک چې به د يوه سياسي نظر خاوند و نو د خپل مخالف سره به په مناقشه اومباحثه كې ورګډ و. حکمتيار يو اسلامپال زده کوونکی و او د اخوان المسلمون له افکارو او نظريو نه اغېزمن شوی و او د همدغو ډلو په سياسي فعالينو کې شمېرل کېده او د وخت د سياسي نظام سره يې په ډېرو مسايلو اختلافونه رامېنځ ته شول.
د روسانو پر ضد جهاد
پاکستان چې د محمد داود خان واکمني يې د ځان د پايښت لپاره يو ګواښ ګاڼه نو د داود خان د حکومت په وړاندې يې پټې دسيسې او توطيې جوړې کړې او خپل سفارت کې يې د آی اس آی کارکوونکي وګومارل. چې په هغو کې يو کرنل امام و، د آی اس آی دې افسرانو ته دا دنده ورکړل شوې وه چې په افغانستان کې اسلامپال جذب کړي. په همدې وخت کې ګلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، حاجي دين محمد او ځينې نور غړي د پاکستان لخوا نه جذب شول او هغوی يې د داود خان د واکمنۍ په وړاندې وروځل. دلته پاکستان يو دوه اړخيزه لوبه پيلوي، له يو خوا افغان حکومت ته ځان په دې نژدې کوي چې دوی دا مالومات لري چې د افغانستان په ګډوډيو کې څوک ښکېل دي او د همدغو کسانو نومونه د وخت حکومت ته په لاس ورکوي. له بلې خوا همدا کسان په پټه لارو پاکستان ته لېږي او هلته يې د پېښور په بالا حسار کې په پوځي روزنه ګوماري. د افغانستان د حکومت په وړاندې د جنګېدلو لپاره وسلې ورکوي او بېرته يې افغانستان کې د جګړې لپاره لېږي. حکمتيار د خپلو همدغو کړنو پر بنسټ د پاکستان د استخباراتي کړۍ سره ډېرې نژدې اړيکې پېدا کوي. او دا لړۍ بيا هغه وخت نوره هم ټينګېږي کله چې په افغانستان باندې روسان پوځي يرغل کوي. دا کار د افغانستان عام وګړي نور هم قهرجن کوي او عام مسلمان وګړي د بېلابېلو جهادي ګوندونو سره جهاد پيلوي. پدې توګه حکمتيار چې په پاکستاني چارواکو کې پېژندل شوی کس دی او ډېر خلک پېژني، نو د همدغې پېژندګلوۍ پر بنسټ د اسلامي ګوند مشر کېږي چې وروسته په ۱۹۹۲ کې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ نه وروسته د يوه سياسي مشر دريځ خپلوي.
د اسلامي غورځنګ جوړېدنه
له يوې خوا په پوهنتون كې كمونستانو خپله ولكه ورځ ترورځې ټينګوله، او د غېر اسلامي سياسي ډلو ورځ په ورځ خورېدونكو هځو په ديني شعائرو د كمونستانو بېباكانه تېري ځورول، له بلې خوا د يوه اسلامي غورځنګ نشتوالي |ځورول. په پوهنتون كې چا ملي جامه نشوه اغوستلې، ږيره پرېښودل نه ؤ، په هغه چا به ټوكې او مسخرې وهل كېدې چاچې به ږيره يا پګړۍ په سر كړې وه. پدې وخت كې په دين او وطن مېن ځينو ځوانان د لومړي ځل لپاره د لمانځه لپاره له پوهنتون څخه د لمانځه ځاى وغوښت، چې له ډېر كړاو څخه ورته د لېليې ۳ېم پوړ خالي كړاى شو، چېرې چې به مخكې لدې كنسرتونه او نڅاګانې كېدلې. د لمانځه ځاى د اسلامي غورځنګ لپاره د بنسټيزه خښتې په څېر ؤ چېرې چې مسلمان ځوانانو يوبل سره وپېژندل.
حكمتيار له هرلمانځه څخه وروسته به يې له ځوانانو سره د پوهنتون سياسي روان حالات څېړل. د هغوي نظربه يې مالوماوه، او د هغوي اسلامي روحيه به يې تلله. پدې وخت كې له شهيد مولوي حبيب الرحمن سره او بيا دهغه له لارې د شريعياتو له ځينو نورو کسانو سره اشنا كېږي. د ليدنو كتنو دا كړۍ ورځ په ورځ پراخېدله ، نو دغوکسانو وپتېيله چې د يوه منظم سياسي كار د روانولو لپاره سره راغونډ شي او ټول هغه کسان راوبلي چې ددې كار لپاره وړ كسان وي. د هماغه پسرلي په يوې داسې شپه كې چې باران ورېده او د پوهنتون په انګړ كې هېڅوك نه ليدل كېدل، د ښوونې او روزنې د پوهنځي په يوه ښوونيزه خونه كې لاندې ځينې ځوانان سره راټول شول:
- شهيد عبدالرحيم نيازي
- شهيد مولوي حبيب الرحمن
- شهيد سيف الدين نصرتيار
- شهيد عبدالقادر توانا
- شهيد غلام رباني عطيش
- شهيد سيد عبدالرحمن
- شهيد استاد ګل محمد خان
- حكمتيار
له دې ډلې څخه ټول په شهادت رسېدلي، يواځې حكمتيار ژوندى پاتې دى. په غونډه كې له اوږدو خبرو اترو نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې منظم كار روانوو، ځوانان اسلام ته رابولو، ولس راويښوو، د كمونستانو مقابله كوو، د دوي لخوا چې زموږ هېواد ته كوم جدي ګواښ پېښ دى، او د دوي سياسي هلوځلو په ماهيت خلك خبر كړو. فېصله وشوه چې دا د يوې داسې شبنامې په واسطه وشي.
د کابل کورنۍ جګړه
کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکتر نجيب الله حکومت استعفا وکړه نو د دغې استعفا سره سم عبدالرشيد دوستم او پرچميانو پر ډاکتر نجيب کودتا وکړه او وروسته له کودتا يې د احمد شاه مسعود او جمعيت د سياسي ګوندونو سره يو سياسي اېتلاف وکړ. دا هغه وخت و چې ګلبدين حکمتيار لا په پېښور کې و. کله چې په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت لخوا دا پرېکړه وشوه چې د جهادي ګوندونو کوم مشر تر کومې مودې د افغانستان ولسمشر پاتې کېږي او تر دې وروسته همدا جهادي ګوندمشران افغانستان ته راغلل نو د واک پر سر اختلافونه يې په جګړه بدل شول او هر يو جهادي ګوند د بل سره يا په اېتلاف کې او يا هم په وړاندې وجنګېده. په دې وخت کې د حکمتيار ګوند د کابل نه دباندې په چارآسيا کې و او د مسعود ملېشه پوځ د کابل ولايت واک په لاس کې و. حکمتيار د مسعود سره د واک په اختلاف کې په کابل د راکټونو باران پيل کړ چې په دغو پېښو کې ۷۰۰۰۰ ولسي وګړي ووژل شول.
د بشرحقوقو سرغړونه
حکمتيار د جهاد په وخت کې هر هغه څوک چې د دوی سره يې اختلاف نظر درلوده د ملحد او کافر په نامه ياداوه. او ډېر کسان يې د خپلو شخصي، سياسي او ګوندي تربګنيو پخاطر وژل. هغه افغان روڼ اندي چې د افغانستان نه پاکستان ته کډواله کېدل او په افغانستان کې يې د برحاله دولت په وړاندې احتجاج کاوه نو کله به چې دوی پاکستان ته راغلل او د پاکستان آی اس آی به د هغوی پوهه او هېوادپالنه به يې د ځان لپاره د يوه ګواښ په توګه وليدل نو بيا به يې اسلامي ګوند ته د هغو افغانانو ځای ځايګی ور په ګوته کړ چې وروسته به بيا هغوی هلته ووژل شول. په هغو کسان چې د اسلامي ګوند لخوا وژل شوي هغه په دې توګه دي:
ادبي ژوند
حكمتيار له خپل سياسي او جهادي ژوند سره سره ليك ليكنې ته بشپړ وخت وركړى، او خپل سياسي، جهادي، ديني او ټولنيز موضوعات يې د قلم ژبې ته وركړي، او ښې ډېرې ليكنې يې كړي، چې د اټكل له مخې يۍ شمېره ۱۰۰ سلو ډول، ډول موضوعاتو ته رسېږي.
د افغانستان په سياسي، ديني او ټولنيز بهير كې به دی هم يو د ليک او نظر كس وي، چې دومره ليکنې ېې ترسره كړي.
په لاندې ډول د هغو كتابونو نومونه ياد شوي چې انجنير ګلبدين حکمتيار ليكلي:
پوهنیز او ديني ليكنې
- کليد قرآن
- دقرآن قَسَمونه
- انفاق در قرآن
- جايگاه زن در اسلام
- تقدم شعور برماده
- جنگ از ديگاه قرآن
- قرآن وملت هاى اسير
- خدا ، قرآن، انسان
- مرگ ژوند په قرآن کې
- ابراهيم در آزمون خدا
- تجلى ايمان در قول وعمل
- اسرار نماز ( درى وپښتو)
- شعر وعرفان در محک قرآن
- حقيقت نفاق از ديگاه قرآن
- حقيقت شرک و توحيد( پشتو ودرى)
- په الله ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى يى
- په آخرت ايمان معنى، دلايل او غوښتنى يى
- په کتابونو ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى يى
- په پيامبرانو ايمان معنى ، دلائل اوغوښتنى يى
- په ملائکو او قضا وقدر ايمان معنى، دلايل اوغوښتنى يى
- از سوره يوسف بياموزيم ( درى و پښتو)
- دقرآن پلوشې لومړې ټوک (د الفاتحه سورت ، البقره او النسأ) سورتونو تفسیر دی.
- دقرآن پلوشې دویم ټوک (د المائده، الانعام،الاعراف او الانفال) سورتونو تفسیر دی.
- بايبل د قرآن په رڼا کې ( بهترين شهکارعلمى ، سياسى و تحقيقى در ٨٧١ صفحه بزرگ )
- جلوه هايى ازاسرار قرآن جزء ٢٩و ٣٠ ( او پښتو یې(( د قرآن پلوشې )) هر یو په دوه، دوه ټوکو کې)
سیاسي لیکنې
- موالات؟
- عقيدۀ ما
- فکر آخرت
- اسلامى نهضت
- اساسى قانون
- د آزادى لار
- درسى از ميلاد
- چه نوع اتحاد؟
- د فتحى کاروان
- خندق داران آتش
- جهان بينى توحيدى
- د د کابل غم ولى؟
- ويژگيهاى صف اسلامى
- حاميان سنگر فرعون
- درسى ازعاشورى حسين
- در پاسخ به مخملباف
- عروج و نزول ملت ها
- قومى مشرانو ته خطاب
- مهاجرينو ته څو توصيى
- نهضت و عناصر فرصت طلب
- هماغه د اسلام تاريخى لار
- سيد احمد شهيد ( ژباړه)
- د جهاد دبرياليتوب راز
- مسؤل قوماندان ته خطاب
- موقف ما و جريانات اخير
- حل سياسى قضيه افغانستان
- امت اسلامى ( درى و پښتو)
- بحران ، مشکلات و راه حل ها
- 11 دسپتمبر ـ مرکى او مقالى
- مشکلات سياسى ـ مذهبى افغانها
- قيادت حزب اسلامى افغانستان
- راه هاى حل بحران افغانستان
- د اسلام تير برم ته د رسيدو لار
- معلم يا دفکرى سنگر قوماندان
- کوم اساسى قانون د منلو وړ دى؟
- خطاب به مهاجرين ( پشتو و درى)
- د اسلامى حکومت په وړاندى خنډونه
- دافغانستان د اسلامى حکومت تگلاره
- د انقلاب درى مهمى قضيي او زمونږ دريځ
- شيوه هاى انتخاب زعامت در جامعۀ اسلامى
- اور بند (!) او زمونږ دريځ (پښتو و درى)
- پټې توتیې بربنډې څېرې ( درى، پښتو وعربى)
- د امريکا ضد اسلامى جهاد _ ژور اسرار مهم اسناد
انځوریز البوم
دا هم وګورﺉ
بهرنې تړنې
- د اسلامي حزب په اړه یو مالوماتي بلاګ
- د تنویر په نامه بلاګ
- د تنویر کتابټون - د حکمتیار ډیری کتابونه لدې کتابتون څخه ترلاسه کولای شی.
سرچينې
- اسلامي غورځنګ، لیکوال: انجنییر ګلبدالدین حکمتیار
|
|
|
|---|---|
| سردار محمد هاشم خان · سردار محمد داود خان · محمد يوسف · محمد هاشم ميوندوال · عبدالله يکتا · محمد نور احمد اعتمادي · شريفي عبدالظاهر · محمد موسى شفيق | |
| نور محمد ترکی · حفيظ الله امين · ببرک کارمل · سلطان علي کشتمند | |
| محمد حسن شرق · سلطان علي کشتمند · فضل حق خالقيار | |
| عبدالصبور فريد کوهستاني · ګلبدين حکمتيار · ارسلا رحماني · احمد شاه احمدزی · ګلبدين حکمتيار | |
| محمد رباني · عبدالکبير | |
