ګرو نانک دېف
| د ختيځ فيلسوف منځنی پېر |
|
|---|---|
| نوم: | ګروبابا نانك |
| زېږېدنه: | ۱۴۴۹ ز.پ |
| ښوونځی/دود: | سکهيزم |
ګرونانک د شېخوپوره ولسوالۍ په تلوندي (ننني نانكانه صاحب) كې په ۱۴۴۹ز كال يوه كهتري كورنۍ كې زېږېدلی. كه څه هم ګروهانك په ښوونځي كې چندانې زړه كړې نه وې كړې، خو بيا هم د ځوانۍ له دور څخه يې په ژورو سوچونو او فكرونو كې ډوب ؤ. دې له هر ډول دنوي كروبار څخه بېزار ؤ، او چندانې زړه يې وسره نه لږېده. پلار يې له ځان سره بزګرۍ كې ولګاوه، مګر ده به هرهغه څه په فقيرو او غريبو وېشل چې له زمكې به يې ترلاسه كړل، پلار يې لدې كارونو څخه تنګ شو، نو په كلي كې يې ورته هټۍ جوړه كړه، هورې يې هم همدا حال ؤ، ټوله هټۍ يې په مسكينانو او نادارو ووېشله. پلار يې ناچار دې د خپل زوم څنګ ته چې په سلطانپور كې اوسېده، ورولېږه. هورې يې له نواب دولت خان لودي سره كاروبار پېل كړ. ده پوره ۸ كاله د هغه په كاله كې كار وكړ. پدې اته كاله كې به هر سهار په تياره كې د سيند غاړې ته وتو، او له خپل ملګري ... سره به يې په يخه هوا كې لمبل، بيا به ژور غور و فكر كې ډوب ؤ. د سكانو د مذهبي كتابونو په حواله دې يوه ورځ نوموړي سيند ته ووت جامې يې د سيند پر غاړه پرېښودې او د لامبو په نيت ورګډ شو، مګر كله چې د اوبو منځ ته ورسېد، نو همداسې ډوب شو، خلكو شورماشور جوړ كړ، نواب دولت خان لامبووهونكي راوغوښتل ترسو دده مړې پيدا كړي، مګر پدې ونه توانېدل. درې ورځې پس دې له هماغه ځاى څخه راووت، او دا شعار يې وركاوه چې ((نه هندو نه مسلمان، بلكه ټول يو انسان). پدې ډول دا د سكانو يو شعار وګرځېد. كله چې به چا ورڅخه پوښتنه وكړه نو ده به په ارامه او كراره ځواب وركړ. سكان پدې ګروهه دي چې دده له الله سره كتنه وشوه. او هغه ورته لارښوونه وكړه چې خلك سمې لارې ته راوبولي. هغه لارښوونې چې بابانانك ته وشوې ترڅو خلك ورته راوبولي په دې ډول دي چې: ((څښتن يو دى، د چا نوم چې حق دى، نه پنا كېدونكې، غېر مخلوق او په خپل ځان متكي ذات دى. لدې ورځې څخه وروسته نانك د حاكم نوكړي پرېښوده، او د ۳۰ كلونو په عمر يې د بلنې كار پېل كړ. ده د پرله پسې سفرونو يوه لړۍ پيل كړه، چې ددې لړۍ په لړ كې يې د هند په ټولو مهمو ځايونو او د مسلمانانو د زيارتونو څخه ليدنه وكړه، دې چې به كوم ځآى ته ورسېد نو د هغه ځاى له ملنګانو، مريدانو، پنډتانو او راهبانو سره به يې هغوې د مذهبي ګروهو او رسومو د بې ګټې زباتولو كوښښ كاوه. خلكو ته به يې د ښو اخلاقو او رښتيا ښوونه كوله....
ګرونانك د ۷۰ كلونو په عمر كال ۱۵۳۹ز كې ومړ او دوه زامن ورڅخه پاتې شول. د سريچن په نامه زوى يې د اداسي په نامه ډلې بنسټ كېښود. ګرونانك له خپل مرګ څخه لږه موده مخكې خپل يو نږدې مريد انګد د سكانو د ګرو په توګه خپل ځاېناستې وټاكه. د ځاېناستوب د رسم ترسره كولو څخه وروسته يې دا اعلان وكړ چې انګد همدې ګرونانك دى، او د همده اروا به په هغه كې ورګډه شي. نانك لا له مخكې څخه د اروا د راګرځېدو تناسخ اروا خبره كړې وه، مګر د انګد په اړه لدې اعلان څڅه وروسته دا ګروهه (تناسخ) په سكانو كې ښه پخه شوه، چې د نانك اروا به د هر راتلونكي مشر ګرو ته ورلېږدول كېږي.