ګردېز

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
ګردېز
—  ښار  —
بالا حصار

ګردېز د افغانستان د پکتيا ولايت پلازمېنه ده، چې د ۱۲۲ كيلومترو په فاصله كې د کابل ښار سويل لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى.

د ګردېز نوم

د ګردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (ګر) او دويمه برخه يې (دېز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند عبدالشکور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (ګېر) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (ګېر) نه په (ګر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلګې په توګه په كهرد كې يو كوتل د (ګردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (ګرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (ګر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترګو كېږي. د بېلګې په توګه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنګانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.

د ګردېز د نوم دويمه برخه يانې (دېز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.

بالا حصار

د ګردېز د ښار بالا حصار، چې يو ځانګړى تاريخ لري، د ګردېز ښار بالا حصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً ۳۵۰ متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د ۴۰ مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترګو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى.

د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې ګردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جګړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.

د (حدودالعالم) مولف د ګردېز ښار په هكله ويلي دي: "ګردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".

په دې مانا چې ګردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د ګردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنګيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى.


سرچينې

ر