ګاګره

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د ګاګرې خښتې

ګاګره د ودانولو مساله ده چې د ودانيو تر څنګ د ګڼ شمېر تعميراتي کارونو کې کارېږي. په انګرېزي ژبه ورته (Concrete) وايي.

ګاګره د رغنیزو چارو د تر ټولو مهمو عناصرو څخه یو دی چې د ودانیو او ښار جوړونې په برخه کې ېې د پام وړ بدلون راوستلی دی. ګاګره یا کانکریټ په ټوله کې د شګو، سمنټ، او اوبو څخه جوړه شویده. د ګاګرې ځانګړتیاوې د هغې د جوړونکو موادو ترمنځ د تناسب له مخې د پام وړ بدلون مومي چې پدې سره کولی شو د ګاګرې بیلابیل ډولونه تولید او وکاروو.

شګې زیاتره وخت د ماشین پوسیله د لویو ډبرو څخه لاسته راوړي لکه مرمر ډبرې او یا هم ګرانیټ. د شګو بل ډول ېې ریګ دی. ریګ هم د ودانیزو چارو د چاپیریال او یا هم جیولوژیکې موقعیت له مخې د یا خو د سیندونو، د دښتو او خوړونو څخه ترلاسه او یا هم د غټو شګو په څیر د لویو ډبرو د میده کولو او غلبیل کولو څخه ترلاسه کوي.

سمنټ چې د ګاګرې په جوړښت کې د سریښناک په توګه دنده لري، د ځانګړو ډبرو د ایرې کولو څخه د سمنټو د تولید په بټیو کې ترلاسه کیږي.

یو نوی تعمیر چې په 1968 کې بشپړ شویدی.

وروسته اوبه ورزیاتوي چې د شګو، ریګ او سمنټو یو لوند مخلوط ترې جوړ شي. د اوبو دنده داده چې په مخلوط کې د شته سمنټو د کیمیاوي فعالیت د پیل او دوام لپاره چې هایدریشن ورته وايي کمک کوي. د اوبو په مرسته له یاد مخلوط یعنې ګاګرې څخه بیلابیل شکلونه لکه د ودانۍ ستنې، بیم، دیوال او نور د قالبونو په مرسته چې لمړی په لانده ډول اچول کیږي او بیا ورسته کلکیږي ترلاسه کیدی شي. د ګاګرې د کلکیدو دغه پروسه لکه مخکې چې یادونه وشوه د شګو، ریګ، سمنټ او اوبو ترمنځ د کیمیاوي تعاملاتو څخه عبارت ده.

ګاګره د فشار پر وړاندې ځواکمن خو د کش کولو پروړاندې کمزوري دي؛ لدې امله په ورځنیو رغنیزو چارو کې د ګاګرې په منځ کې د پولادو سیخ چې د کش کولو قوه وزغمي هم کارول کیږي.

ګاګره په زیاتره مهندسي ودانیو، انجینري ودانیو، تهدابونو، خښتو، دیوالونو، پلونو، سرکونو او لارو، هوايي ډګرونو، اوبو بندونو، حوضونو، د اوبو رسولو پایپ لاین او نورو برخو کې کارول کیږي. د نړۍ تر ټولو مشهوره ګاګریزه ودانۍ په عربي متحده اماراتو کې د خلیفه برج دی.

د چاپیریال ساتنې له نظره ګاګره د ډیرو ښیګڼو په درلودو او لږو بدیو سره یو ښه عنصر بللی شو.

نيوليک

تاریخچه

ګاګره په لرغونو وختونو کې د ودانیزو توکو په توګه کارول شویده لکه رومی امپراطورانو، او داسې نور. د ګاګرې په کارولو سره د رومیانو مهندسي له ډبرو او خښتو له چوګاټ نه را ووته.

زیاتي توکي

د ګاګرې زیاتي توکي آن د رومیانو او لرغونو مصریانو له وخت نه را پدې خوا کارول کیږي. دوي پوهیدل چې، کچیرې د اور غورځونې ایرې په یو مخلوط ورزیاتې شي نو هغوی سره په اوبو کې د کیناستو سره مرسته کوي. همداشان رومیان پوهیدل کچیرې د آس ویښته د ګاګرې په مخلوط ورګډ کړل شي، لاسته راغلې ګاګره بیا ډیر درزونه نه کوي؛ او کچیرې وینه ورزیاته شي دغه ګاګره بیا د زنګ په وړاندې ډیر کلکه راځي.

ترکیب

د ترکیبي توکو د اندازې او تناسب له مخې د ګاګرې بیلابیل ډولونه ترلاسه کیدی شي. د ګاګرې ډول یا ډولونه د هغې د مخلوط او ودانیو د څرنګوالي په پام کې نیولو سره توپیر لري.

سمنټ

پورټلند سمنټ ډیر نوموتي او معمول سمنټ دي. په بریتانیا کې سمنټ د لمړي ځل لپاره په 1824 کې وپیژندل شول. او دغه ته ېې د پورټلنډ ډیرو سره د ورته والي له کبله د پورټلند نوم ورکړ.

اوبه

د اوبو او سریښناکو توکو ترکیب د د ګاګرې خټه جوړوي. سمنټ او اوبه کیمیاوي معاملې کوي چې په پایله کې ېې د سمنټو وړې ذرې یو له بل سره سریښ کیږي او پدې توګه د خپل شاوخوا لوې شګې او د ریګ وړې دانې هم یو له بل سره کلک سریښ او یو کلک جسم ترې جوړوي. د اوبو نسبي کمه اندازه د ګاګرې د کلکوالي او اوږد عمر سبب کیږي، خو کارول ېې ستونزمن دي. له بلې خوا زیاتې اوبه د سمنټو خټه نرموي، چې کارول ېې ډیر آسانه خو کلکوالی ېې بیخي کم او لنډ د لنډ عمر سبب کیږي.

شګې

ریګ او غټې شګې د ګاګرې زیاته او اصلي برخه جوړوي. اوس اوس د نړیدلو ودانیو ودانیز توکي هم د ګاګرې د شګو او ریګ په توګه کارول کیږي چې پدې سره د چاپیریال ساتنې له پوله رامنځته شوې ننګونې هم تر ډیره بریده حل کیږي.

پولادي کول

ګاګره تر فشاري قوې لاندې ډیره کلکه ده، خو د کششي قوې پروړاندې کمزورې ده. ددغه ستونزي د لیرې کولو په موخه د ګاګرې په مخلوط کې پولاد د سیخ او یا هم ویښتو او وړیو په بڼه ورزیاتوي ترڅو د کشش پر وړاندې هم کلک شي.

کیمیاوي زیاتي توکي

د پوډر په بڼه لري، او کلکه هم په اوبلن ډول شتون لري. دغه توکي د ګاګرې په مخلوط کې ورزیاتوي ترڅو ګاګره د غوښتنې سره سمې ځانګړتیاوي پیدا کړي، لکه په ډیره یخنۍ کې د ګاګرې اچولو، د زر جوش خوړلو او یا رسیدلو لپاره د کیمیاوي زیاتي توکو کارول.

د ګاګرې ګډول

ګډول د ګاګرې د جوړولو ترټولو مهمه برخه ده. د ګاګرې جوړونکي توکي باید په ټاکلي تناسب برابر، او بیا د پلان شوي کلکوالي او د ودانۍ د اهمیت په پام کې نیولو سره د پرمختللو وسایلو په مرسته ښه او یو مخ مخلوط ترې برابر شي.

کاریدل

کاریدل یا Workabilityد ګاګرې د خټې هغه ځانګړتیا ته وايي چې د کار پر وخت په قالب او یا د اچولو په ځای کې په ښه بڼه واچول شي. د کاریدو وړتیا د ګاګرې د خټې د شګو، ریګ، سمنټ او اوبو په کچه یا تناسب پوري اړه لري. د اوبو او کیمیاوي زیاتي توکو په ورزیاتولو سره د ګاګرې د خټې د کاریدو وړتیا لوړیږي. د کاریدو د وړتیا د ټاکلو لپاره د سلمپ (Slump) آزمیونه ترسره کیږي.

رسیدل

ګاګره د سمنټو او اوبو ترمنځ د کیمیاوي معاملو په پایله کې رسیږي یا کلکیږي. د رسیدلو پر مهال د ګاګرې سمنټ لندبل ته اړتیا لري، ترڅو خپل کمیاوي تعملات جاري وساتي. ګاګره د وخت په تیریدو سره رسیږي. په څلورو لمړیو اونیو ګاګره د خپل کلکوالي 90 سلنې ته رسیږي.

کمزوري کیدل

ګاګره د پولادي سیخونو د ورستیدو، یخنۍ او بیرته تودوخې د ادلون بدلو چې د شګو، ریګ او سیخانو د پړسوب او نري کیدو سبب کیږي- ورستیږي او کمزوري کیږي. برسیره پر دې، ګاګره د بکتریا، د اوبو د ګړندي جریان او همدا راز فزیکي ټکر لکه زلزله، باد، د موټر ټکر په ګراج او داسې نور هم د ګاګرې د کمزوري کیدو سبب کیږي.