کينډۍ:دنغا ژغورلی/2015-03-26

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نيوشوانستين ماڼۍ

نيوشوانستين ماڼۍ د رومانيسک ودانيو بيادودنې په خاطر د باواريا پاچا دويم لودويگ په امر په 1868 کال کې جوړه شوې. دا ماڼۍ د هوهېنشوانگاو په کلي کې د يوې غونډۍ دپاسه جوړه شوې. د دې ماڼۍ د جوړېدو امر د دويم لودويگ پاچا لپاره د شخصي استوگنځي په موخه شوی و، خو د پاچا د مړينې په وخت په 1886 کال کې هم لا د جوړېدنې کار روان و. د دغې ماڼۍ جوړښت ډېر خلک اريان کړي، او آن د ډېزني يو فلم په خوب ويده ښکلا کې هم د همدې ماڼۍ جوړښت څخه الهام اخيستل شوی. دا ماڼۍ اوس د گڼ شمېر سېلانيانو په وړاندې پرانيستې ده او هر کال گڼ شمېر خلک يې ليدو ته ورځي.

د انځور د امتياز خاوند: Thomas Wolf

دا هم وگورئ[سمول]