کينډۍ:دنغا ژغورلی/2015-03-24

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په لومړنۍ نړېواله جگړه کې د برتانيې د برتي کولو پوستر

په لومړنۍ نړېواله جگړه کې د برتانيې پوځ ته د برتي کولو پوستر، په دې پوستر کې د سېنټ جورج او ښامار خيالي انځور کښل شوی. په لومړنۍ نړېوالې جگړې کې برتانيې له پينځو ميليونو څخه ډېر پوځيان خپل پوځ ته جذب کړي ول. په پيل کې پوځ کې نوي پوځيان منل په داوطلبانه توگه ترسره کېدل، خو په 1914 او 1915 کالونو کې برتانيوي پوځ ته د لا ډېرو پوځيانو د منلو پخاطر دا ډول پوسترونه چاپ شول. کله چې جگړه پيل شوه او پر مخ لاړه نو ډېر لږ کسان په داوطلبانه توگه برتانيوي پوځ ته راتلل. په 1916 کال کې د پوځي خدمت قانون جاري شو چې هغه کسان چې له 18 تر 41 کالونو پورې عمر درلودل او مجرد ول په هغو پوځي خدمت جبري شو. د جگړې تر پايه دا قانون نور هم پراخه شو او په دې کې د پاخه عمر او واده شوي کسان هم ورگډ شول.

د انځور د امتياز خاوند: Adam Cuerden

دا هم وگورئ[سمول]