کيمياوي وسلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کیمیاوي وسلې د ټولوژنو وسلو له ډلې گڼل کېږي. ‌په دې ډول وسلو کې د کیمیاوي موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو کار اخیستل کېږي.‌ په کیمیاوي وسلو کې د وسلو چادونې ځواک د وسلو بنسټیز اصل نه بلکې د هغو د زهرجنتوب وسلیز توان د وسلو بنسټیز اصل بلل کېږي.‌ په زرگونو کیمیاوي مواد کولای شي د کیمیاوي وسلو په بڼه وکارول شي. کیمیاوي گازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادی حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاوړۍ یا وچولو،‌ د څارویو د لوږې او نورو ناروغیو لامل کېدای شي. په نړیوالو قوانینو کې هره هغه کیمیاوي ماده چې زهري خاصیت ولري کیمیاوي وسله گڼل کېږئ. دا وسلې په لومړي ځل د آلمانانو له خوا کارول شوې دي. ټیټه بیه، په بېلابېلو ډولونو د لېږد وړتیا، رواني او فزیکي اغېزې د کیمیاوي وسلو له گټورو خاصيتونو شمېرل کېږي.‌ د ځینو کیمیاوي اجنټونو په تولید کې د پېچلې ټکنالوژۍ لزوم، د زیان ناسمې کچې ټاکل او‌ د زیان د ساحې ناسم کنټرول د کیمیاوي وسلو له ناسمو خواصو شمېرل کېږي.

سرچينه[سمول]

د بي بي سي پښتو يوه څيړنيزه ليکنه