کوډيين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوډيين
کوډيين

کوډيين یو درمل دی چی د دردونو ، ټوخی او اسهال د علاج لپاره کارېږی. دغه درمل د تریاک څخه جوړېږې او د نړی تر ټولو زیاته د استعمال وړ درمل دی. تریاک کولای سی له ۰،۳٪ تر ۳٪ د کودیینو مختوی ولری. مگر په اوس وخت کی په لابراتوار کی کودیین د مورفين څخه جوړېږی.

تاريخ

کودیین لمړی ځل په ۱۸۳۰ کال کی د فرانسی په هېواد کی جوړ شو. په اوس وخت کی په اروپا کی کولای سی د هیدروخلورید ( Hydrochlorid ) د کودیین ترکیب رانیسی. په اوس وخت کی نسی کولای کودیین بې نسخه رانیسی.

د کوډيين آغېزه

کوډيين عموما د ټوخی او دردونو د علاج لپاره کارېږی. عصری درملونه کولای سی ایبوپروفن یا آسپیرین او کودیین ولری.

د کوډيين جانبی اثرونه

ناروغ کولای سی د کودیینو تر استعمالو وروسته استفراق وکړی او د پوستکی خارښت احساس کړی. ناروغ هم کولای سی د کودیینو تر استعمالو وروسته الېرژی ولری.