کنګل هاکي
کنګل هاکي (په انګرېزي:Ice hockey) د المپيک د ژمنۍ لوبو څخه يوه لوبه ده چې د کنګل په سر باندې کېږي. هاکي په ۱۹ پېړۍ کی په کاناډا کی رامنځ ته شو او دغه لوبه څو کاله وروسته منځنی او شمالي اروپا ته ورپراخه شوه. دغه سپورټي لوبه په ځانګړي ډول په چېک جمهوریت، کاناډا، امریکا، فنلنډ، سویدن او روسیه کی دېړه مشهوره ده. د یخ هاکي د دوو لوبډلو په منځ کی یوه لوبه ده چی د یخ د میدان باندي ترسره کېږي هر هاکي ټیم شپږ لوبغاړی لري چی پکی ګول کیپر، دوې مدافعان او درې فارورډان سته. هر لوبغاړی یو هاکي لرګي، سكيټونه او خوله لري. هر ګول کیپر باید د مخ خوندی کولو خاص ماسک هم ولري. په دي لوبې کی د هاکی لوبغاړی باید د سيالې ډلې دروازې ته ګول ووهي لوبغاړي باید شایبه چی ددغی لوبې د توپ په توګه ور څخه کار اخیستل کېږي په پښه یا لاس سره د ګول دروازه ته وداخل نه کړي .دغه لوبه یو ساعت ده چی په درو دورو کی تر سره کېږي او هر دوره ۲۰ دقیقې وی. د هرو دورو په منځ کې وقفی دي. دغه لوبه د سر ریفری لخوا رهبری کېږي سر ریفری د یخ په میدان کی حرکت کوي او د هاکی لوبه څاري. کله چی لوبغاړي فول وکړی نو سر رفري کولای سی لوبه ودروی او لوبغاړي ته جزا وکړي. هر لوبه کونکي چی فول وکړي نو د دوو دقیقو لپاره د لوبې د میدان څخه ویستل کېږي.
سيالۍ
د امریکا- کاناډا د هاکی ملی لیګ (په انګرېزي کی:National Hockey League) د نړۍ تر ټولو مسلكي او مشهوره مسابقه ده. په دی مسابقې کی د نړۍ تر ټولو ښه هاکی لوبغاړی برخه لري. دغه لوبغاړی په زیاتره د چېک جمهوریت، روسیې، سویدن او فنلنډ څخه دي. خو هر هېواد خپل د هاکی ملی لوبې هم لري. هر کال د هاکی د لوبو د نړیوال جام لوبې تر سره کېږي.