کلوکساسيلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کلوکساسيلين کيميايي جوړښت

کلوکساسيلين (په انگرېزي: Cloxacillin) يو نيم مصنوعي انټيبايوټيک دی چې د پېنيسيلين په ټولگي کې راځي. کلوکساسيلين د کلوکساپېن، کلوکساکېپ، ټيگوپېن او اوربېنين په سوداگريزو نومو موندل کېږي. کلوکساسيلين د سټافيلوکوکسي باکټېريا چې بيټالکټمېز جوړوي، په ضد په دې خاطر کارېږي چې د دغه انټيبيوټيک آر ماليکيولي کړۍ نه پرېږدي چې بيټالکټمېزونه سره وتړل شي.

دا انټيبيوټيک د بېنزيل پېنيسيلين په پرتله کمزوری انټيبيوټيکي فعاليت لري او پرته له الرژيک حساسيت نه د جدي مسموميت له وېرې تش دی. په يوې ساينسي څېړنې کې په ډاگه شوي چې د کلوکساسيلين ډېره کارېدنه د وانکومايوسين لږ استعمال ته لاره پرانيزي.