کلاشېنکوف اې کې ۴۷

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
کلاشېنکوف اې کې ۴۷
Автомат Калашникова
400px
هېواد Flag of the Soviet Union.svg شوروي اتحاد
جوړونکی Izhmash
وزن ۴،۳ کیلوګرامه
د توپک اوړدوالی ۸۷۰ م.م.
د مرمی کالیبر
۳۹×۷،۶۲


کلاشېنکوف اې کې ۴۷ ( په روسی ژبې کې:Автомат Калашникова ) یو ډول د برید ټوپک دی چې په د روسیې فدرالی جمهوریت کې جوړیږی. هغه ټوپک په اوس وخت کښې د نړۍ په قومي پوځونو کښې تر ټولو پراخه شوی وسله ده. کلاشېنکوف اې کې ۴۷ هم د مخالفینو د ډلو لخوا کارېږي.

تاریخ

د نړۍ تر دوهمی جګړی وروسته شوروی پوځ غوښتل چې پرمختللې ټوپک جوړ کړي. جوړونکی میخایل کلاشېنکوف چې د جګړې په وخت کې یی د جرمنی په وسلو څیړنه کوله، په ۱۹۴۶ کال کې د شوروی پوځ لپاره عصری ټوپک جوړ کړ. د کلاشېنکوف د ټوپک جوړول په ۱۹۴۷ کال کې پېل شو.

د ټوپک توصیف

د ټوپک د ګلنګدان سیستم

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د لرګی او پولاد څخه جوړیږی. مګر د ټوپک عصری ماډلونه د پلاستیک او پولاد څخه جوړېږی. د کلاشېنکوف ټوپک د ګاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رانځته کېږی، ویشتل کېږی.د ګلنګدان سیستم یی څرخ کوونکی دی.د مرمی کالیبر یی ۷،۶۲ م.م. دی. هغه ټوپک په جاغور کښې ۳۰ ګولی لری. هغه وسله کولای سی د ثابت قنداغ یا د کت کېدونکی قنداغ ولری. کلاشېنکوف یو یو ګولۍ یا جرعه ویشتلای سی. هغه ټوپک هم یو د چاړه برچې لری.

د کلاشېنکوف ډولونه

  • اې کې ۴۷ ( AK-47) د ټوپک اساسی ماډل
  • اې کې ام ( AK-47)
  • اې کې ام اس ( AKM-47)
  • اې کې ۷۴ ( AK-74)
  • اې کې اس ۷۴ ( AKS-74)
  • اې کې اس ۷۴ یو ( AKS-74U)
  • اې کې ۱۰۳ ( AK-103) دغه ټوپک تر ټولو عصری ماډل دی چې قنداغ یی د پلاستیک څخه جوړیږی.