کرېکټ
کرېکټ (انګرېزي: Cricket)د بېټ او بال (هوارې ډنډې او ګېند) لوبه ده . دغه لوبه په يوه داسې ميدان ترسره کېږي چې دوه اړخيزه پراخوالی او دايره وي بڼه ولري . ددغې لوبې ميدان يا لوبغالی ېې د فوټبال يا نورو لوبغالو څخه توپير لري . د کرېکټ د لوبې د نظم او ترتيب لپاره ځانته ټرمنالوژي ده ، د دغې لوبې ټرمنالوژي په انګرېزي ژبې د نړېوالو برخه والو لخوا منل شوې ده. په منځ د لوبغالي کې يوه مستطيل ډوله ډاګ دی چې شاوخوا ۲۰ متره اوږدوالی لري. په همدې پراخ ډاګ باندې لوبه پرمخ ځي. دې ډاګ ته په انګرېزي ژبه پچ وايي . د پچ دواړو سرونو ته وکېټس (درې ولاړې ډنډې) دروي چې د بېټسمن (هوارې ډنډې وال) او بالر (ګېندوال) تر منځ د لوبې پولې ښکاره شي او د ويکټس يا وېکټو ساتنه په بېټسمن پورې اړه لري بیا د وېکټو ويشتل يا راغورځول په بالر باندې اړه لري. دا لوبه د دوه ؤ لوبډلو تر منځ ترسره کېږي چې هره لوبډله د يولسو (۱۱) لوبغاړو درلودونکې وي . لوبه لکه د فوټبال يا نورو لوبو په څېر د پچې په اچولو غوراوی کوي . ددې غوراوی د لوبډلو ترمنځ د بېټنګ (په ډنډې ګېند وهنه) يا بالنګ (ګېند غورځولو) پروېش د مسولیت پر اساس ترسره کږي. لوبه د دوه ؤ لوبډلو د کپټنانو لخوا د څاروالو (امپاير) په شتون او څارنې د پچې اچولو سره پیلېږي. هر يوه چې پچه وګټله د ډنډې مسولیت يا ګېند مسولیت اخيستلو خوښه لرلی شي. هغه لوبډله چې بېټنګ (د ډنډې مسولیت) ولري نو دوه لوبغاړي ېې لوبغالي ته راوځي او يو لوبغاړی د پچ (ډاګ) سرخواته چمتو درېږي او دوهم ېې پښو خوا ته د څاروال اړخ ته درېږي. د همدې پچ (ډاګ) دواړو سرونو خواته د وېکټو لږولو څخه څو پله مخې ته يوه کرښه باسي چې د ډنډه وال د درېدو پوله مالومه کړي . د ویکټو پر سره د دې لپاره چې کله ګېند پرې لږېږي او د وکټې خوځېدل وښيي نو يوه د لرګي څخه جوړه شوې دوه ګوټکواله لرګی پرې ږدي کومې ته چې په انګرېزي کې بلز وايي . يوه لوبډله د ډنډې مسولیت لري او بله د توپ اچولو يا ګېند غورځولو چې دې سره د ډنډه وال مسولیت دا وي چې د پچ له سره څخه پښو خواته منډې جوړې کړي چې هره منډه يوه نمره لري. همدا رنګه د پښو خوا ډنډه وال سر پلو منډه وهي ، بیا د هغه وار رارسېږي چې ګېند وهلو ته چمتو شي او منډې جوړې کړي. د کرېکټ په لوبه کې د ترسره کولو لپاره ېې يو مهال حد هم ټاکلی دی چې دغه مهال ېې د ګېندونو د غورځولو په ټولټال ټولګو پورې اړه لري . ټولټال د ګېند د غورځولو ټولګې ېې په ۵۰ اوورونو يادېږي .د ګېندونو يوې ټولګې ته په انګرېزي کې اوور وايي او شپږ غورځونې په يوه اوور (ټولګې) کې راغونډې وي.
نيوليک |
د کرېکټ پېښليک
د پیلنیو مهالونو څخه داسې ښکاري چې کرېکټ د لرغونو مهالونو په اصطلاح توپ ډنډه او يا يو د ګېند غورځولو او په يوې ډنډې ټېل وهلو څخه منځته راغلی . په ۱۶مې زېږدي کې کرېکټ په اروپا کې د انګلینډ سیمې څخه د ټيوډور له مهالونو څخه پېژندل شوی دی . همدارنګه د ۱۳۰۱زېږيز کال د لیکلل شويو سندونو څخه داسې ښکاري چې د (ګريګ) تر نوم لاندې يوه لوبه د برتانيې شهزاده اېډورډ او د هغه د ځوی لخوا په نیونډن سیمې کې کېده ، کوم چې خلک ېې په آندیزه توګه د کرېکټ لوبه ګڼي ، خو داسې جوت زبات په لاس کې نشته، چې د همدا کرېکټ لوبه وګڼل شي .څو نورو ټکو ته په اشارې سره وېل شوي چې د کرېکټ ويی په ۱۵۹۸ زېږدي کې د (کريکيټ) د ويی څخه چې د برتانيې سوېل ـ ختيځې انګرېزي ژبې ګړدود څخه ېې ګړنه يادېږي رامنځته شوی .