کرېشنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کریشنا د گوردن په غونډۍ

کرېشنا په سانسکریټي ژبه د تور په مانا دی، او په هندوییزم کې (Krishna) یا کرېشن (Kṛṣṇa) وېشنو د اتم اوتار تېر شوې دی. گووېند، گوپال، کرېشن کنهیا، بری او جگن ناتهـ په ډول ډول ستایننومونو هم ستایل شوې دی. کرېشنا د بهگتي ستر ښوواند هم گڼل کېږي. بهگوت گیتا د کرېشنا د لارښوونو لنډیز (خلاصه) گڼل کېږي.

د کرېشنا راښکاره کېدنه پینځه زره کاله وړاندې د کورو کشترا په نامه یوه ستره جگړه کې وشو. ددې جگړې په لړ کې کرېشنا خپل نږدې ملگري او مرید ارجونا ته د ارواپوهنې، څښتن، او څښتن ته د رسېدنې درې لارې چارې یانې د پېژندگلو لار (جنانا یوگا)، عمل (کارما یوگا)، او مینه (باکتی یوگا) ور زده کړل. دا ښوونې د بگواد گیتا په کتاب کې چې د ډېری مذهبي هندو ډلو ټپلو سپېڅلې کتاب دی راغلي، چې دا بیا خپله د مهابهارات سترو حماسو څخه گڼل کېږي. دا بیا د رامایانا سره د هند له سترو حماسي منظومو څخه گڼل کېږي.

ددې دوه منظومو او دارنگه د ځینو هندي پورانا په گروهه، کرېشنا د زمکې پر سر د د څښتن د راښکاره کېدنې وېشنو یا اوتار گڼل کېږي.

په بگواد گیتا کې کرېشنا بیا بیا ځان د څښتن اعلی شخصیت او د ټولو کایناتو سرچیڼه ښکاره کوي. ارجونا د خپلو ویناوو په ځینو ځایونو کې له ده (کرېشنا) څخه غوښتنه کوي چې خپل اصلي او نړیوال جوړښت کې ځان راښکاره کړي، چې دا غوښتنه یې منل کېږي او کرېشنا خپله اصلي څېره راښکاره کوي.

کرېشنا په نورو هندي متنونو کې

د هندوییزم ځينې نور مذهبي متون شته چې په هغې کې هم د کرېشنا یادونه شوې، چې لدې ډلې څخه موږ د بگاواتا، پورانا (شریماد بگواتا)، د مهابهارتا منظومه اشعار، شري برهما بسامهیتا او نرادا باکتي سوترا نومونه یادولای شو.

نورې سرچینې هم شته چې د کرېشنا یادونه پکې شوې لکه چایتنیا چاریتامریتا او شری بریهاد بگواتا مریتا دي، چې دا بیا د گودیا او ایشناوا له څانگو شمېرل کېږي.

د څښتنوالي درې وجې

د هندوییزم په مذهب کې د څښتن تعالی لپاره درې وجې پېژندلې کېږي. هندوان دا درې وجې د نورو د شتون سرچینه او بنسټ گڼي. دا درې وجې په لاندې ډول دي:

۱- برهمن: بې د څښتن له جوړښت څخه یوه وجه ده چې د لمر د رڼا په څېر هرځای کې خپره وي. د څښتن دا وجه د اوپنشادونو سکالو (موضوع) گڼل کېږي.

۲- پرام آتما: د هغه څښتن وجه چې د هرڅه په زړونو، اجزاوو، پدیدو او د هر انسان په زړه کې شتون لري.

۳- بهاگاوان: د داسې وجې لرونکې چې له مادی نړۍ پورته په خپل یوه روحاني چاپېریال کې ژوند کوي. کرېشنا بیا د همدې درېیمې وجې یا بگوان څخه دی.

بهرنۍ تړن