کرېسټيانو رونالډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کرېسټيانو رونالدو

رونالډو د رئال مادرید سره په کال ۲۰۱۵ کی
شخصي معلومات
بشپړ نومکریسټیانو رونالدو دوس سانتوس آویرو
د پیدایښت نیټه۵ فبروري ۱۹۸۵(1985-02-05) ‏(عمر: ۳۹ کاله)[۱]
د پیدایښت ځایفونچال, مادیرا, پرتگال
قد۱٫۸۵ م (۶ فوټه ۱ انچه)[۲]
دلوبی ورزشی مقاممخ په وړاندې
اوسني کلب
ټولنهرئال مادرید
شمیر7
د ځوانانو کلبونه
1992–1995اندورینها
1995–1997ناسیونال
1997–2002سپورټ سی فی
لوړ پوړ مسلک
کاللوبډلهبڼه(هدف)
2002–2003سفورټینګ سی فی بی2(0)
2002–2003سپورټینګ سی فی25(3)
2003–2009منچسټر یونایټډ196(84)
2009–رئال مادرید259(279)
ملي لوبډله
2001پورتگال یو 159(7)
2001–2002پورتگال یو 177(5)
2003پورتگال یو 205(1)
2002–2003پورتگال یو2110(3)
2004پورتگال یو 233(2)
2003–پورتگال138(71)
* کله کله د ټولنې په زریعه او شمېرې په بڼه د کورني ليګ موخه شمېرل شوي دي۔ تازه 16:24, 2 اپریل 2017 (UTC)
کال .

کریسټیانو رونالډو دوس سانټوس اویرو (Cristiano Ronaldo dos Santos Aveiro) چې د ۱۹۸۵ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۵مه نېټه زېږېدلی، یو پرتګالی مسلکي فوټبالیست دی ، چې په پرېمیر لیګ سیالیو کې د منچسټر یونایټډ کلب لپاره د بریدګر او د پرتګال ملي لوبډلې لپاره د کپتان په توګه لوبېږي. رونالډو چې د نړۍ او فوټبال د تاریخ یو تر ټولو ښه لوبغاړی بلل کېږي، د طلايي توپونو پنځه او د اروپا د طلايي بوټونو څلور جایزې یې ګټلې دي، چې د یوه اروپايي لوبغاړي په توګه تر ټولو ډېرې دي. رونالډو په خپله مسلکي مخینه کې ۳۲ جامونه ګټلي، چې اووه یې په لیګونو کې دي او په هغو کې د اروپا د اتلانو لیګ ۵ اتلولۍ، د اروپا د ملتونو جام یوه اتلولي او د اروپا د ملتونو لیګ یوه اتلولي شاملېږي. رونالډو ځینې ریکارډونه جوړ کړي، چې د اروپا د اتلانو په لیګ کې تر ټولو ډېرې (۱۸۰) لوبې، تر ټولو ډېر (۱۳۹) ګولونه او (۴۲) پاسونه؛ د اروپا د اتلولۍ په جام کې تر ټولو ډېر (۱۴) ګولونه؛ د یوه نارینه لوبغاړي په توګه تر ټولو ډېر (۱۱۵) نړیوال ګولونه او د یوه نارینه اروپايي لوبغاړي په توګه تر ټولو ډېرې (۱۸۴) نړیوالې لوبې دي. رونالډو د ګوتو په شمېر څو لوبغاړو له ډلې نه دی چې، تر ۱۱۰۰ ډېرې مسلکي لوبې یې کړې دي او د خپل کلب او هېواد لپاره یې د مشرانو په کچه کې تر ۷۹۰ زیات رسمي ګولونه وهلي دي.

رونالډو په ماډیرا کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د مشرانو په کچه کې یې فوټبال د سپورټېنګ پرتګال کلب لپاره پیل کړ. په ۲۰۰۳ ز کال کې یې د ۱۸ کلنۍ په عمر له منچسټر یونایټډ سره تړون لاسلیک کړ او په خپل لومړي فصل کې یې د انګلستان د فوټبال حذفي جام وګاټه. همدا راز، هغه د غوره لیګ، اتلانو لیګ او د کلبونو د نړیوال جام درې پرله‌پسې اتلولۍ وګټلې او د ۲۳ کلنۍ په عمر یې خپل لومړنی طلایي توپ ترلاسه کړ. رونالډو چې کله په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۹۴ میلیونه یورو (۸۰ میلیونه پونډو) په ارزښت ریال مادرید کلب ته ور انتقال شو، دا هغه مهال په فوټبال کې د یوه لوبغاړي د لېږد تر ټولو لوړه بیه وه. هلته رونالډو د لالیګا د دوو اتلولیو، د کوپا دل رې د یوې اتلولۍ او د اتلانو لیګ د څلورو اتلولیو په ګډون ۱۵ جامونه وګټل او د کلبونو د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول‌ وهونکی شو. رونالډو درې ځله د طلايي توپ لپاره تر (خپل مسلکي سیال ) لیونل مېسي را وروسته دویم شو، خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ز او بیا په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ ز کلونو کې یې پرله‌پسې طلايي توپونه ترلاسه کړل. رونالډو په ۲۰۱۸ ز کال کې د ۱۰۰ میلیونه یورو (۸۸ میلیونه پونډو) په ارزښت له ریال مادرید څخه یوونتوس ته د ورتلو تړون لاسلیک کړ، چې د یوه ایټالیايي کلب او تر ۳۰ کلونو د لوړ عمر لرونکي لوبغاړي لپاره د انتقال تر ټولو لوړه بیه وه. هغه په ۲۰۲۱ ز کال کې منچسټر یونایټډ ته تر راګرځېدو وړاندې، له دغه ټیم سره د سري آ دوې اتلولۍ، د کوپا ايټالیا یوه اتلولي او د ایټالیا د سوپر کپ دوې اتلولۍ وګټلې.

رونالډو په ۲۰۰۳ ز کال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر د پرتګال لپاره خپله لومړنۍ لوبه وکړه او تر هغه را وروسته یې تر دې مهاله ۱۸۰ ملي لوبې کړې دي، چې په دې توګه دی د پرتګال لپاره تر ټولو ډېر لوبېدلی لوبغاړی دی. رونالډو د څه باندې ۱۰۰ ګولونو په وهلو سره، د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو مخکښ ګول‌ وهونکی لوبغاړی هم دی. دی د پرتګال لپاره په ۱۱ لویو ټورنمنټونو کې لوبېدلی او ګول یې وهلی، خپل لومړنی نړیوال ګول یې په یورو ۲۰۰۴ لوبو کې وواهه او پرتګال یې پایلوبې ته ورساوه. رونالډو د ۲۰۰۸ ز کال په جولای میاشت کې د ملي لوبډلې بشپړه کپتاني پر غاړه واخیسته او په ۲۰۱۵ ز کال کې د پرتګال د فوټبال فدراسیون له‌خوا د پرتګال د تاریخ تر ټولو ښه لوبغاړی ونومول شو. په ورپسې کال پرتګال د رونالډو په مرسته د مهم ټورنمنټ یورو ۲۰۱۶ ز لومړنۍ اتلولي وګټله او رونالډو په دغو لوبو کې د دویم ښه ګول‌وهونکي په توګه نقره‌يي بوټونه ترلاسه کړل. ده د ۲۰۱۹ ز اروپايي ملتونو په لیګ کې پرتګال، اتلولۍ ته ورساوه او بیا وروسته یې د یورو ۲۰۲۰ طلايي بوټونه هم ترلاسه کړل.

رونالډو په نړیواله کچه د ډېرو بازار لرونکو او نامتو ورزشکارانو له ډلې دی. په ۲۰۱۶ ز او ۲۰۱۷ ز کلونو کې د فوربس مجلې له‌خوا تر ټولو ډېر عاید لرونکی ورزشکار او له ۲۰۱۶ ز څخه تر ۲۰۱۹ ز کلونو پورې د اي.اېس.پي.اېن له‌خوا د نړۍ تر ټولو مشهور ورزشکار وبلل شو. ټایم مجلې په ۲۰۱۴ ز کال کې رونالډو د نړۍ په ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو کې وشمېره. دی لومړنی فوټبالیست او درېیم ورزشکار دی، چې په خپله مسلکي برخه کې یې یو میلیارد ډالر ګټلي دي.[۳]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کریسټیانو رونالډو دوس سانټو اویرو د پرتګال د «ماډیرا» تاپو د مرکز «فونشال» په «سائو پېدرو» سیمه کې وزیږېد او «سانټو انټونیو» ته په یوه نږدې سیمه کې لوی شو. دی د مور او پلار څلورم او تر ټولو کشر بچی دی. مور یې «ډولورس دوس سانټونس ویویروس ډا اویرو» اشپزه وه او پلار یې «جوز ډینیس اویرو» د ښاروالۍ بڼوال او نیمه وخت د وسایلو مدیر و. د پلار له خوا یې نیا «ایزابل دا پیده» په «کیپ ورډ» کې د «سائو ویسنټه» جزیرې وه. د «هوګو» په نامه تر ځان یو مشر ورور او د «الما» او «لیلیانا کاتیا» په نامه دوې مشرانې خویندې لري. مور یې ویلي چې غوښتل یې دی د بېوزلۍ، په الکولو یې د پلار د اعتیاد او ډېرو بچیانو لرلو له امله سقط کړي، خو ډاکتر یې د دغه کار له کولو ډډه وکړه. رونالډو په یوه بېوزله کاتولیکه کورنۍ کې لوی شو او په یوه کوټه کې له خپلو ټولو خویندو او وروڼو سره ګډ اوسېده.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

رونالډو د ماشومتوب په دوره کې له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې، د انډورینیا کلب لپاره لوبه وکړه، چې هلته یې پلار د وسایلو مدیر و، بیا وروسته دوه کاله د ناسیونال کلب لپاره ولوبېد. په ۱۹۹۷ ز کال کې د ۱۲ کلنۍ په عمر له پرتګال سپورټېنګ کلب سره د درې ورځني ازمویښت لپاره لاړ او د ۱۵۰۰ پونډو په مقابل کې یې تړون ورسره لاسلیک کړ. ورپسې له ماډیرا څخه «لیسبون» ته نږدې «الکوشېټي» ته لاړ، تر څو د ځوانانو له سپورټېنګ اکاډمۍ سره یوځای شي. رونالډو په ۱۴ کلنۍ کې باوري شو، چې د نیمه مسلکي لوبې وړتیا لري، له خپلې مور سره یې هوکړه وکړه، چې زده‌کړې پرېږدي او ټول پام فوټبال ته واړوي. که څه هم په ښوونځي کې د نورو زده‌کوونکو تر منځ ډېر منلی و، خو له ښوونځي څخه ځکه اخراج شو چې، د خپل ښوونکي خوا ته یې څوکۍ وار کړې وه او هغه ویلي وو، چې ده ته یې "بې‌احترامي" کړې ده. له دې سره سره، یو کال وروسته څرګنده شوه چې، دی د زړه د ډېر درزېدو (Tachycardia) ناروغي لري او دا هغه څه و چې ښايي دی یې د فوټبال پرېښودو ته اړ کړی وای. رونالډو د زړه د جراحۍ تر عملیات لاندې شو، چې په دغه عملیات کې یې یوه مسیر ته د زړه د څو مسیرونو د سوځولو لپاره لیزر وکارول شو او د زړه ضربې یې بدلې کړې. تر عملیات څو ساعته وروسته، له روغتون څخه رخصت شو او څو ورځې وروسته یې خپل تمرینات بېرته پیل کړل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

شخصي ژوند[سمول]

کورنۍ، بچیان او عاطفي اړیکې[سمول]

رونالډو څلور بچیان لري. لومړی د «کریسټیانو جې.آر» په نامه د یوه زوی پلار شو، چې د ۲۰۱۰ ز کال د جون په ۱۷مه نېټه په امریکا متحدو ایالتونو کې وزېږېد. ده وویل : د ماشوم بشپړه ساتنه یې پر غاړه اخیستې، خو له دوه‌اړخیزې هوکړې سره سم به د خپل زوی د مور هویت څرګند نه‌کړي. رونالډو د ۲۰۱۵ ز کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې، له روسۍ ماډلې «ایرینا شایک» سره یې پنځه کلنه اړیکه پای ته رسېدلې ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ورپسې رونالډو د غبرګونو بچیانو پلار شو. لور یې «اوا» او زوی یې «متیو» چې د ۲۰۱۷ز کال د جون په ۸مه نېټه په امریکا متحدو ایالتونو کې د اجاره‌يي رحم له لارې وزیږېدل. رونالډو دا مهال له اسپانیایۍ ماډلې او د یوه پلورنځي له پخوانۍ کارکوونکې «جورجینا روډریګز» سره په عاطفي اړیکه کې و، چې د ۲۰۱۷ ز کال د نومبر په ۱۲مه یې بله لور «الانا مارټینا» وزېږېده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینۍ[سمول]

  1. (په 8 June 2008 باندې). He's got the world at his feet. The Guardian.
  2. "Cristiano Ronaldo (CR7)". realmadrid.com. Real Madrid. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Ronaldo's $105 Million Year Tops Messi and Crowns Him Soccer's First Billion-Dollar Man". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 6 July 2009 باندې). Desporto – Pelos caminhos de Ronaldo.
  5. Jimenez, Ruben (5 February 2017). "Cristiano turns 32". Marca. Spain. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hayward, Ben (23 June 2017). "The 'little bee' who always cried – the story of young Ronaldo's path to greatness in Madeira". Goal. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Cristiano Ronaldo tem 'costela' cabo-verdiana. Sapo Expresso.
  8. (په 8 June 2008 باندې). He's got the world at his feet. The Guardian.
  9. (په 5 November 2015 باندې). Cristiano Ronaldo's mother: I wanted an abortion, but God said no. Eurosport
  10. (په 3 July 2011 باندې). Cristiano Ronaldo spills all to his 'close friend' Jasmine about women, football, cars... and money. Daily Mirror.
  11. (په 2 December 2008 باندې). Bola de Ouro – Ronaldo conquistou primeiro prémio aos oito anos no Andorinha.
  12. (په 18 April 2010 باندې). Clash of the Titans. Manchester Evening News.
  13. "Cristiano Ronaldo: I was expelled from school for throwing a chair at the teacher". Now Magazine. 6 July 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Cristiano Ronaldo | Biography & Facts". Encyclopædia Britannica. 
  15. (په 8 May 2018 باندې). What you didn't know about Cristiano Ronaldo. NewsComAu.
  16. (په 29 January 2009 باندې). Manchester United winger Cristiano Ronaldo needed heart operation to save career. The Telegraph.
  17. (په 4 July 2010 باندې). Cristiano Ronaldo announces he is the father of a baby boy on Twitter.
  18. (په 4 July 2010 باندې). Baby 'joy' for Cristiano Ronaldo. BBC Sport.
  19. (په 8 July 2010 باندې). Cristiano Ronaldo names son Cristiano Ronaldo.
  20. "Cristiano Ronaldo breaks up with girlfriend Irina Shayk". USA Today. 20 January 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Sharland, Pete (29 June 2017). "Cristiano Ronaldo confirms he is a father of twins". Eurosport. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ""His body, his beauty... I was trembling" – Georgina Rodríguez on first meeting Ronaldo". AS.com. 31 January 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 12 November 2017 باندې). Cristiano Ronaldo, Georgina Rodriguez confirm birth of baby girl. ESPN
  24. Slater, Georgia (29 October 2021). "Cristiano Ronaldo Reveals He's Expecting Second Set of Twins[,] with Georgina Rodríguez: 'Blessed'". Yahoo! – عبر People. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)