کرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرک (Karak) د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت (صوبې) یوه سوېلي اولسوالي (ضلع) ده. کرک د کواټ اولسولۍ په سوېل او د بنو او لکي مروت اولسولیو په شمال کې پروت دی. د پیښور او کراچۍ لویه لاره انډس هاي وې د کرک په اولسولۍ تیریږي. د کرک خلک پښتو وايې چې گړدود يې د وزیرستان او د بنو پښتو ته ورته دې. ځايي خلک خپلې ژبې ته د خټکې نوم اخلي چې اوسیدونکي يې اکثره خټک پښتانه دي. د کرک ځمکه پخوا نه د مالگې زیرمې لري خو وروستیو څو کالو کې د غازو او تیلو لوی زیرمې هم ورکې موندل شوي دي.