کبرا حبيب مظهري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:کبرا حبيب مظهري.jpg
کبرا حبيب مظهري

ډاکټره کبرا حبيب مظهري (په انگرېزي: Dr.Kubra Habib Mazhary) يوه افغانه شاعره، ليکواله او کره کتونکې ده. نوموړې يو شمېر کتابونه په پښتو، پارسي او انگرېزي ژبه ليکلي دي، چې ځينې يې چاپ او ځينې نور يې ناچاپه پاتې دي.

مخينه

زده کړې

ډاکټرې کبرا حبيب مظهري خپلې زده کړې د خپل هېواد تر څنگ په هند کې هم سر ته رسولي. نوموړې په افغانستان کې د عالي دارالمعلمين کورسونه په برياليتوب سره پای ته رسولي او بيا د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللې. هلته په ډهېلي کې د جامعيه مليه اسلاميه پوهنتون د ماسټرۍ (MA) زده کړو د پروگرام لپاره يې د بورډ يا د کانکور آزموينې وروسته همدې پوهنتون ته منل شوې او بيا په ۸ د مۍ، ۱۹۹۱ ز. کال کې يې له نوموړي پوهنتون نه د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته يې د مافوق ماسټرۍ (M.phil) زده کړې د جواهر لال نهرو پوهنتون کې بشپړې کړي او په ۱۹۹۲ ز. کال کې يې بريليک خپل بريليک اخيستی. د مافوق ماسټرۍ د ديپلوم د ترلاسه کولو وروسته يې د دوکتورا (ph.D) تکل وکړ او په ۱۹۹۷ ز. کال کې له همدې وروستي نومېدلي پوهنتون، د ادبياتو د پوهنځي، نه د ادبي کره کتنې په برخه کې خپله دوکتورا لاس ته راوړې.

دندې

چاپ شوي آثار

په افغانستان کې د کبرا مظهري گڼ شمېر کتابونه چاپ شوي، چې هغه په دې ډول دي:

  1. برېښنا - د افغاني ټولنې په اړه د لنډو کيسو ټولگه
  2. سپوږمۍ (ناول) - يو افغانی ناول
  3. د زړه وينې - شعري مجموعه
  4. لمبې - شعري مجموعه
  5. توپاني څپې - شعري مجموعه
  6. منزلونه او ټکرونه - شعري مجموعه
  7. څو څېړنې - د ليکوالې د بېلابېلو څېړنو ټولگه چې په ملي او نړېوالو سيمينارونو او کنفرانسونو کې وړاندې شوي
  8. پښتنې ليکوالې او شاعرانې - په دوه ټوکو کې خپره شوې د پښتني ښځينه شاعرانو او ليکوالانو تذکره
  9. په پښتني فرهنگ کې د ښځو د ژوند انعکاس - يو څېړنيز اثر
  10. زنده گي و اشعار استاد خليلي - د دري ژبي شاعر خليل الله خليلي ژوندليک
  11. نقد اشعار خليلي - د دري ژبې شاعر خليل الله خليلي پر شعرونو کره کتنه
  12. شمع از تاريخ معاصر افغانستان -د افغانستان په اړه تاريخي اثر
  13. آه - په دري ژبه د نثرونو مجموعه
  14. پښتو لنډۍ - په انگرېزي ژبه د پښتو لنډيو په باب څېړنه
  15. ډولۍ - په پښتو ژبه د لنډو کيسو ټولگه
  16. غوړگه - پښتو ناول
  17. اندېښمنه ډالۍ - په پښتو ژبه د نثرونو مجموعه
  18. اکو بکو - د ماشومانو لپاره د روزنيزو ادبياتو مجموعه

ناچاپه آثار

  1. AFGHAN WOMEN IN SEARCH OF AN IDENTITY (افغاني ښځې د هويت په لټه کې) - په انگرېزي ژبه د افغاني ښځو په اړه ليکل شوی څېړنيز اثر
  2. د ستورو کرونده - شعري مجموعه

باندنۍ تړنې