کاکازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شجرہ: قيس عبد الرشيد–کاکازي

کاکازي

کاکازي / ککازي ( انگریزي: Kakazai) چې لوی ماموند يې هم بولي له اره ترکلاڼي يا ترکاڼي پښتانه دي اودماموندو دقبيلې يو ښاخ گڼل کيږي او ترکاڼي په اصل کې ښاخي خيل پښتانه دي چې دپښتنودسړبن په ټو لنيز گروپ پورې اړه لري.

تاريخي شاليد

دتاريخي روايتونو پر بنسټ يوسفزي، مندړ او ترکاڼي يا ترکلاڼي په مجمو عي ډول دښخي يا ښا خي خيلو پښتنو په نا مه سره يا ديږي٠ داسي ويل کيږي چې ددوی اصلي ټا ټوبی دکندهار دار غستان په حدودو کې دغونډان او سره غره په شا اوخوا کې سيمه وه چې وروسته بيا دځينو ټو لنيزو عواملو په وجه له هغه ځا يه لومړی دغزني دمقر سيمې ته او تر هغې وروسته دکابل شا او خوا ته وليږديدل٠ په هغه وخت کې مغولي ميرزا الغ بيگ دکابل واکمن و٠ تر څه مودې وروسته دښا خي خيلو او ميرزا الغ بيگ تر مينځ اړيکي مخ په خر ابېدو او تر ينگلي شوې ٠همداو جه و چې ميرزا الغ بيگ د يو سفزيو او په مجموع کې دټولو ښاخي خېلو اته سوه تنه مشران ميلمانه او وروسته تر هغوی يې دوی بې وسلې او بيا يې ټول له تيغه تېر کړل.[۱]

تردې خواشينوونکي او زړه بو گنونکې پېښې وروسته ښاخي خېل دننگر هار خواته وليږ ديدل٠ ترکلا ڼيو په لغمان کې واړول او يو سفزي، گگياڼي او اتمانخيل(*) په ننگر هار کې او سېدل٠ وروسته دغه درې واړه قبيلې دخيبر دتاريخي درې له لارې لو مړی پيښور او بيا دخپلو استوگنې په او سنيو سيمو،سوات،دير او با جوړ کې مېشته شوې٠ تر کلا ڼي هم څه موده وروسته ميرزا الغ بيگ ته دلغمان دخلکو دشکايت په وجه له هغه ځا يه وليږ ديدل او با جوړ ته لا ړل چې تر او سه پورې هما غلته مېشته دي.[۲]

په لغمان کې دترکلا ڼيو دمېشته کېدو او بيا له هغه ځايه ددوی دليږد په اړوند ډېر تاريخي مستند رو ايتو نه شته، دبېلگې په ډول ابوالمحمود مولوي هدايت الله سودروي وزير ابادي په خپل کتاب هدايت افغاني[۳]کې او خان روشن خان په تذکره خان روشن خان کې[۴] دکاکازيو او په مجموع کې دترکلا ڼيو دقبيلې يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې دوی دلغمان په سره کلا او سه صده کې او سيدل چې دسه صده په نا مه کلی تر او سه هم دلغمان په ولا يت کې شته ٠

لکه چې دمخه مو وويل کاکازيو ته لوی ماموند هم وايي٠ لوی ماموند دماموندو دسيمې په جنوب ختيز او جنوب لويديز کې مېشته دي٠ په ختيز کې دلو يو ماموندو او سالارزيو تر مينځ برېد(حد) د ملا سيد غر دی او دلو يو او وړو ماموندو تر مينځ بريد لوی خوړ دی[۵]

د کاکازيو مشهور خېلونه

دلويو ماموندو يا کاکازيو دمشهورو خيلو نو نومونه په لا ندې ډول دي:

دولت خېل، خلوزي، محمود خېل، محسود خېل، مسعود خېل، عمر خېل، يوسف خېل، سليمان خېل او مغدود خېل٠

١- په افغانستان کې په افغانستان کې دکاکا زيو يا لويو ما مو ندو داستو گنې سيمې دادي :

کاکازي يا لوی ماموند دافغانستان دکو نړ ولايت په مرورې، شوړتن، بر کاڼي، دانگام او پيچ دره کې او سيږي٠

٢- په پښتو نخوا کې:

کاکا زي يا لوی ماموند د پښتو نخوا دباجوړ ايجنسۍ په غاښي، شبنتر، ذکي، کټوټ، گيري، زري، ترخو، لغړۍ، کالوزۍ، کږه، موخه او ميا نه کې او سيږي٠ همداراز په پېښوراو ايبټ اباد کې هم استو گنه لري٠

٣- په سهيلي پښتونخوا کې:

دسهيلي پښتو نخوا په کو ئيټه او پښين کلي کا کا زي کې٠

٤-په پاکستان کې:

يو ډېر شمېر کاکازي دپا کستان په لا هور، کراچۍ، کشمير،جهيلم، بهلوال،سر گودا، سيالکوټ،ديره غازي خان، چکوال، عيسی خيلو او مو سی خېلو کې استو گنه لري٠

٥- په هندوستان کې:

په هندو ستان کې کا کا زي دپنجاب ايالت په گرداس پور،بابل چاک، فيض الله چاک، ست کو ها، وزير چاک او دهاريوال کې استو گنه لري٠

د کاکازيو ځينې مشهورې څېرې

دکاکا زيو دځينو مشهورو کسانو نو مو نه په لاندې ډول دي:

١- دپا کستان ډپټي اډيټور جنرال ريحان ملک

٢-بشیر احمد بلور

٣-غلام احمد بلور

٤-منير احمد خان

٥-ډاکټر اشفاق احمد

٦-جسټيس عبد الو حيد خان

سرچينې

  1. دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې، ١٠٨ مخ ، دپيښور چاپ٠ (*)اتمانخيل په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي.
  2. پير معظم شاه،تواريخ حافظ رحمت خاني،٦-٧ مخونه.
  3. هدايت افغاني معروف په تاريخ کاکازي، دمولوي هدايت الله سودروي وزير ابادي تاليف، په اردو ژبه ١٠٧-١١٧ مخونه،١٩٣٣کال ،دوزير اباد چاپ ،لاهور
  4. تذکره خان روشن خان،١٧٦ -١٧٧ مخونه
  5. دپښتنو ټو لنيز-اقتصادي جوړښت،٣٢٥ مخ،دپښتو څيړنو نړيوال مرکز،١٣٦٢ کال،کابل.

داهم وگورۍ