کازمېکي وړانګې

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

کازمېکي وړانګې (انګریزي: Cosmic ray) کيهاني وړانگې دي چې د فضا څخه لکه لمر، کهکشان (Milchstrasse) او دنورو ستورو یانې ګالاکسي (Galaxy) څخه راځي او دپروتونو، الفا ذرو، الکترونو او درند و هستو څخه جوړې شوې دي. کله چې نوموړې وړانگې او ذرې د ځمکې پر اتموسفير باندې و لګيږي، نو هلته د څه ناڅه پينځه ويشت کيلومترو په ارتفاع کې د هوا د مالېکولو سره هستوي تعا ملونه تر سره کوي، چې په پايله کې نورې هستوي ذرې په تېره بيا لکه میون (Meon)، پيون (Peon) ، نيوترون او الکترونه منځ ته راځي. کله چې فضا ته ساينس پوهان په فضايې بيړۍ کې سفر کوي، نو ښايي چې د هغې د کاپسل جوړښت دومره کلک وټاکل شي، چې دنوموړو لوړ انرژي وړانګو لکه لس په طاقت د يوويښت الکترون ولټه (1021eV) د خطر څخه خوندي وساتل شي. دا ځکه چې ازمېينو وښووله چې د فضايي بيړی په کاپسل یانې باندنۍ سطحه کې د نوموړو زرو د لګيدلو په پايله کې، لږ څه لس زره ګرې په يوه ساعت کې (10 000 Gy/h) انرژي ډوز تو ليد کيږي. په داسې حال کې چې که ټول بدن ته په يووار سره شل ګرې ورسيږي نو سمدلاسه سړی مړ کيږي.

د بېلګې په ډول که څوک په الوتکه کې د لندن څخه تر نيويارک پورې يو ځل تګ او راتګ وکړي، نو هغه ته لږ څه سل مايکرو سيورت (100μSv) انرژي ډوزرسيږي .

[سمول] اخذونه

  • د هستې فېزيک لکچرنوټ - پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ
شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې