کارن:مړوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شاعر لیکوال او ژورنالست استاد اورنګ صميم لنډه پېژندنه : ۲۰۱۴ م کال استاد اورنګ صميم د مولوي محمد عليم ځوي او د کونړ د ياد قومي مشر ملک ایشان لمسی دی چې په ۱۳۴۲ ه ش کال یی د کونړ ولایت د پېچ درې د ماڼوګې ولسوالۍ اړوند دکنډه ګل په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي زده کړې :

لومړنۍ زده کړئ ئې دهغه مهال د بارکنډۍ په منځنۍ ښوونځي او ثانوي زده کړې ېې د ماڼوګي په ننګلام لېسه او د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د ايمل خان بابا په لېسو کې بشپړې کړېدي او ۱۳۵۸ کال د ايمل خان لېسې څخه فارغ شو د لوړو زده کړو لسانس سند ئې په لوړه درجه د پښتو ادبياتو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه تر لاسه کړی دي .

ديني زده کړې: له ماشومتوبه تر ځلمیتوبه دخپلو ارواښادو والدینو(موروپلاره) بيا دکلي ددرنو علمای کرامو، وروسته په ننګرهار کې ددندې پر مهال په بیلا بیلو تعلیمي موسساتو کې له جیدو علمای کرامو، دقرانکريم د مبارک کتاب دتدریس او دورو په حلقو کې دحاضريدو ، دالله (ج) په لاره کې ددعوت وتبليغ په موخه دکوره په وتلو، تبلیغي جومات سره دجوړ په ساتلو((شب جمعواو بستره په شا دجلال اباد ښار په بیلا بیلو جوماتونوکې دسه روزو په لګولو)) اوپه خصوصي ډول دديني مطالعې له لارې حاصلې کړې دي

دښاغلي صمیم دمطالعې ډګر ديني،اخلاقي ، ادبي ، تاريخي ،رواني، ژورنالستيکي او سیاسي کتابونه دي چې خپل ټول وزګار وختونه ېې ورته بېل کړي دي .

اداري اومسلکي زده کړي: ۲۰۰۷-۲۰۰۸کال د اداری اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د ادارې منجمنټ،کمپیوټر او انګلیسي ژبي شپږ میاشتیي کورس ۲۰۰۸ د کابل د ملکي خدمتونو په انستتیوت کي د عامه پوهاوي پروګرام

۲۰۰۸ د يوناما له خوا د منجمنټ اووه ورځنی ورکشاپ

۲۰۰۸ د ستراتيژيکو پروژو او پروپوزل ليکلو ورکشاپ (USAID) ۲۰۰۸ د (G.T.Z) لخوا د ادارې او منجمنت ورکشاپ ۲۰۰۸ د بدني روزنې د انکشاف ورکشاپ ۲۰۰۶ د ښوونکود ټريننګ ورکشاپ ۲۰۰۵ د (N.R.C)د ښوونکو د ټريننګ ورکشاپ ۲۰۰۵ کال د (USAID) له خوا د ښوونکو د تريننګ دويم ورکشاپ ۲۰۰۵ د (USAID)له خوا د ښوونکو د تریننګ دریم ورکشاپ ۲۰۰۵ د لوړ عمر ماشومانو د زده کړې ورکشاپ ۲۰۰۹ د اسلامي حقوقو د ملاتړ کورس ۲۰۰۸ د ارتقای ظرفیت ورکشاپ ۲۰۰۷ د دولت کارکوونکو د کاري وړتيا روزنيز ورکشاپ ۲۰۰۸ د اداري اصلاحاتو او نويو کړنلارو ورکشاپ ۲۰۰۲ د ښوونکو روزنيز ورکشاپ ۲۰۰۰ د ميتودولوژي تربيوي کورس . فرهنګي او ژورناليستيکې زده کړې ۲۰۰۴ د انتخاباتو د راپور ورکولو د ژورناليزم کورس (B.B.C) ۲۰۰۹ د کتابدارۍ ورکشاپ ۲۰۰۸ د اطلاعاتو او عامه اړيکو ورکشاپ ۲۰۰۷ د ځوانانو ملي کنفرانس ۲۰۰۵ د رسنيو او ژورنالستانو سراسري سيمينار ۲۰۰۹ د بيان د ازادۍ کنفرانس ۲۰۰۸ د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د ژورناليزم کورس ۲۰۱۰ له رسنيو سره د کاري لارښود سيمينار ۲۰۰۶ د کتابتون د فعاليتونو روزنيز پروګرام ۲۰۰۴ د کتابتون د فعاليتونو روزنيز پروګرام ۲۰۰۶ د افغانستان د ملي خبريالانو لپاره د پارلماني انتخاباتو سيمینار ۲۰۱۰ د امريکا په متحده ايالاتو کې د نړيوالی رهبرۍ او ليدنو کتنو۲۵ورځنی (I.V.L.P)پروګرام ۲۰۱۰ د جاپان په توکيو کې د کتابتونونو او مطالعې فرهنګ د پياوړتيا تريننګ دندې: الف :په معارف کې دندې : ۱۹۸۵-۱۹۸۹ د شهيد محبوب سنګر یا اوسني نصرت ښونځي امر . ۱۹۸۹-۱۹۹۲ نجم المدارس د عالي مدرسې استاد ۱۹۹۲-۱۹۹۳ د چکنوری عالي ليسې استاد ۱۹۹۳-۱۹۹۶ شهيد محمد عارف لیسی استاد ۱۹۹۴-۲۰۰۲ د استقلال خصوصی لېسی استاد ۱۹۹۶-۲۰۰۲ عبدالوکيل عالي ليسی استاد ۲۰۰۲-۲۰۰۴ د طبي علومو انستتیوت استاد ۲۰۰۴-۲۰۰۵ د ننګرهار د پوهني ریاست علمي مرستيال ب:فرهنګي او ژورناليستيکي دندې : ۱۹۸۴-۱۹۸۵ د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ویاند ۱۹۸۵-۲۰۰۶ دننګرهار ملي راډیو تلویزیون ویاند او د تعلیمي او تربیتي پروګرامونو پروډیوسر ۱۹۸۵-۱۹۹۱ دننګرهار د صنفي اتحاديي ولایتي شورا فرهنګي مسؤل او د کار جریدي قلمي همکار ۲۰۰۲-۲۰۰۵ دننګرهار د ولسي مشورتي شورا فرهنګي مسؤل ۲۰۰۲-۲۰۰۵ د افغان یوواليمهالنۍ او مجلې قلمي همکار ۲۰۰۴-۲۰۰۵ د معارف د فرهنګي شورا مسؤل او د ښووني او روزني مجلي د مؤسسینو غړی ۱۹۸۴-۲۰۰۴ د ننګرهار ورځپاڼی قلمي همکار ۲۰۰۵ څخه تر اوسه د ننګرهار مجلی او ورځپاڼی لارښود ۱۹۸۶ نه تر اوسه د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنی غړی. ۱۹۸۵-۲۰۰۶ د ملی نړیوالو تاریخي کلتوري،مذهبی غونډو کي ویاند ۲۰۰۶-۲۰۱۴ ملي نړیوالو تاریخي فرهنګي او مذهبي (۶۰۰) غونډو ویناوال

د یو شمیر شاعرانو پر اثارو لیکني منځپانګه او پیغام ېې لوستونکو او مینه والو ته پیژندنه

د ننګرهار په ورځپاڼه کي یې پر شعرونو او خبرونو سربیره ځیني ژبنۍ څیړنیزي مقالې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ننګرها راډیو تلویزیون شمشاد لمر شرق رادیو تلویزیون او سیمه ایزو خصوصې راډیو ګانو په لسګونو ګردي میزونو او ځانګړو مرکو کې برخه اخستنه او په فرهنګي او علمي مسایلو بحثونه.

د استاد اورنګ صمیم سفرونه: الف: له هېواده بهرسفرونه: ۱: ۲۰۱۰ کال د نوومبر له ۲۹ د ډسمبر تر ۱۷ مي د امریکا متحده ایالاتو ته ۲۵ ورځنی سفر ۲: ۲۰۱۱ کال د جنوري له ۲۳ مي تر ۲۹ دsvaپه مرسته د جاپان سفر ۳: عربي امارات (دوبۍ)توریستي سفر ۴: مالیزیا (کولالمپور)تورستي سفر ۵: پاکستان (اسلام اباد) تورستي سفر ب: په هېواد کې کور دننه سفرونه: هرات،کندز،غزني او پروان ولایتونه د سفرونو موخی: ګرځندوي (توریستي) علمي فرهنګی او ژورنالستیکی. چاپ او ناچاپ اثار: ۱: د کږلیچونو کاروان شعري ټولګه (۲۰۰۶چاپ) ۲: د اموتر څنډو کندز یونلیک ( ۲۰۱۳چاپ) ۳: له جلال کوټه تر سندیاګو امریکا یونلیک (۲۰۱۴چاپ) ۴: د ولسي مشورتي شورا یو کلن جاج ګډه ټولګه (۲۰۰۴چاپ) ۵: همدا توکیو دي جاپان یونلیک (ناچاپ) ۶: شعري ټولګه (ناچاپ) ۷: دوه ښارونه دوه کلتورونه هرات یونلیک (ناچاپ) ۸:غزني د اسلامی تمدن پایتخت (ناچاپ) ۹: د شاعر او لیکوال حبیب الله زړه سواند شینواري پر نهه اثارو څړنیز مونوګراف (ناچاپ) په تېرو اتو کلونو کې د استاد اورنګ صمیم په مشرۍ داطلاعات وفرهنګ په ریاست کې ددندې پر مهال فرهنګي لاسته راوړنې: ۱: ملي او ولسي شاعر ارواښاد ملنګ جان پر ژوند او فن څيړنيز سيمينار جوړ شو ۲: ليکوال شاعر او سياستوال شهيد محمد موسی شفيق پر ژوند او فن څيړنيز سيمینارجوړ شو ۳: جید عالم، مفسر او روښاني شخصيت مراد علي صاحبزاده پر ژوند او فن څيړنيز سیمینارجوړشو ۴: پوهاند صدیق الله رښتین پر ژوند اوفن دوه څېړنيز سیمینارونه جوړشو ۵: وزیر محمد ګل خان مومند پرژوند اوفن څيړنيز سیمینار جوړشو ۶:عبدالرحمن پژواک پر ژوند اوفن نمانځغونډه جوړه شوه ۷: استاد غلام حضرت روغمن نمانځغونډه جوړه شوه ۸: سیدا ګل غريب یارنمانځغونډه جوړه شوه ۹: استاد فضل ولي ناګارنمانځغونډه جوړه شوه ۱۰: ننګرهار د تاریخ په اوږدو کی دری ورځنی څیړنیز سیمینا ر جوړ شوچی له امله یی دننګرهار تاریخی جغرافیاوی اوفرهنګی څیره راوپیژنده ۱۱: .په هیواد کې دناسموتپل شوو جګړه ایزو بدو حالاتو اوکډوالې له امله پردیو فرهنګونو هېواد ته لاره وکړه مبتذله موسیقي هم راننوته ددې بد ابتذال دمخنیوي په موخه په ننګرهارکې دهیواد دبیلا بیلو ولایتونو محلیسندرغاړو په ګډوندافغاني موسیقۍ ملي فستیوال جوړ شو ۱۲: د۲۰۰۶ـ۲۰۱۴پورې په ننګرهار کې دمطالعې فرهنګ دود اوپیاوړتیا په موخه دکتاب (۱۵) نندارتونونه جوړشول ۱۳: د ۲۰۰۶ ـ۲۰۱۴ پورې په ننګرهار کې (۱۳) ځلې دوديزو لاسي صنايعو فرهنګ دساتنې په موخه د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړشوي دي ۱۴: د۲۰۰۶ـ ۲۰۱۴ پوري دتیاتري ټولنو له لارې په افغانيدود برابرې ( ۸۰۰) ډرامې توليد او تر ډېره دپرديو مبتذلوډرامو مخه ډب شوه ۱۵: د۲۰۰۶ـ ۲۰۱۴ پورې دپرديو غيرې اخلاقي فلمونو دمخنیوی په موخه دافغان سینماګرانو پرمټ (۱۳۰) اصلاحي او ملي فلمونه جوړشول ۱۶: دپرديو فرهنګونو دمخنیوي په موخه (۱۰)ځلې ښاري لوحې افغاني شوي خو په دې برخه کې لا هم ډېر کار او دهېوادوالو اوفرهنګیانو مرستې ته اړتیا ده ۱۷: دملا مهتدين څېړنيز سیمینار جوړ شو ۱۸: شمس الدین قلعټکي پر ژوند او فن څېړنيز سیمینار جوړشو ۱۹:محمد اخندزاده پر ژوند اوفن څېړنیز سیمینار جوړشو ۲۰:د میا فقیر الله جلال ابادي پر ژوند او فن څېړنيز سیمینارجوړشو ۲۱: ګلاب ننګرهاري پر اثارو څېړنيزه غونډه جوړه شوه ۲۲: سلطان ولي حقدوست پر اثارو دمخکتنې غونډه جوړه شوه ۲۳: ګيتا احمدزۍ پر شعري ټولګه دمخکتنې غونډه جوړه شوه ۲۴: مقدس احمدزۍ پرشعري ټولګه دمخکتنې غونډه جوړه شوه ۲۵: زرلښته حسيني پر شعري ټولګه دمخکتنې غونډه جوړه شوه ۲۶: دشمس الدين قلعتکي په سیمینار کې داستاد بختاني پر وړانديز او دمجلس په تاييد د اتحاد مشرقي نوم بیا راژوندی اود ننګرهار مجلې نوم بېرته په اتحاد مشرقي واړول شو ۲۷:دننګرهار ورځپاڼه دبودجې دکمبود له امله په اوسط ډول اونۍ کې یو ځل چاپ اوخپره شوې ده ۲۸: دننګرهارمجله يا اوسنی اتحاد مشرقي په اوسط ډول درې ځلي چاپ اوځپره شوی ده ۲۹: ولایتي حبرونه مرکز اومهم مرکزي خبرونه په ولایتي رسنیو کې دخپراوي په موخه اړوندو رسنیو ته استول شوي دي. ۳۰: دننګرهار اخبار ، ننګرهارمجله ّهيواد انيس او اصلاح ورځپاڼې اړوندو مقاماتو ته استول شوي دي د یادو یو شمیر سیمینارونو له برکته لاندې کتابونه چاپ شول. ۱. د ملنګ جان سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه ۲. محمد موسی شفیق سیمینارد مقالو ټولګه چاپ شوه ۳. (لیکوال نه مري) د سمش الدین قلعټکي د ژورناليستيکي ليکنو ټولګه چاپ شوه ۴. د شمس الدین قلعټکي د سیمینار د مقالو ټولګه جاپ شوه ۵. د پوهاند رازقي نړیوال په مرسته د ننګرهار لرغوني سيمې او اثارپه نوم ټولګه چاپ شوه ۶. د ثمر موسسې په مرسته (د ولسي او نیمه ولسي شعرونو غورچاڼ) چاپ شو دښاغلي صميم په وړانديز داطلاعات وفرهنګ وزارت له لوري د شهید محمد موسی شفیق

۷ دا په یاد د محبت در سره واخله،

۸ پيغام، ۹ د ننګرهار شاعران ۱۰ عبقریان ( د لنډو کیسو ټولګه ده ) ۱۱ د استاد بختاني پر زیار د حبیب نوابي اثر ( شجره پیر پټان) پنځه عنوانه کتابونه د دوهم ځل لپاره چاپ شول. د جلال اباد په ښار کې د ملي، ادبي او سیاسي شخصيتونو په نومونوداواټونه و نومول شول: ۱.ملنګ جان واټ ۲. وزیر محمد ګل خان واټ ۳. شهید ادم خان واټ ۴. یوسف ميړني واټ ۵. شهید حاجي عبدالقدير واټ ۶. باچا خان واټ ۷. ایمل خان بابا واټ ۸. شمس الدين قلعټکي واټ نوي جوړ شوي کتابتونونه ۱. د غني خیلو عامه کتابتون ۲.دخوږياڼو د کږې عامه کتابتون ۳. د هډې فارم عامه کتابتون ۴: د اطلاعات و فرهنګ ریاست د۱۳۸۲کال په مظاهره کې دسوځېدلي ځمکتلي د دريو سالونونو، څلورو خونو اونوروضروري ملحقاتو بیا رغونه مشاعرې: ۱.۲۰۰۷-۲۰۱۴ پورې د نارنج ګل اته مشاعرې جوړی شوې ۲: د قرانکریم د حسن قرات دوه سيالۍ جوړی شوی ۳:دقرانکریم دنزول علمي سیمینار جوړ شو ۴: دښځینه شاعرانو د سولې درې مشاعرې جوړې شوې ۵:په تېرو اتو کلونو کې ملي، مذهبي، تاريخي او فرهنګي ورځو او نمانځغونډو فرهنګي چارې هم داستاد اورنګ صمیم په لارښوونو اومديريت تر سره شوي دي تقدیرنامې او ستاینلیکونه: د ولسمشر ستاینلیک. د مشرانو جرګې دریس ستاینلیک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت (دوه) تقدیر نامې د مالی وزیر ستاینلیک د ننګرهار ولایت دمقام څلور تقدیر نامې دهرات دوالي اوولایتي شورا ((لوح تقدير)) دغزني والي ستاینلیک او ((لوح تقدیر)) د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې دوه ستاینلیکونه د مخدره موادو دمخنیوي په لاره کې دښه خدمت دوه ستاینلیکونه د سولې تقدیر نامه. ولسي مشورتي شورا ستاینلیک. د معارف په برخه کې پینځه تقدیر نامې او ستاینلیکونه تر دې دمه ټولې (۶۰)تقدير نامې ،ستاینليکونه ، ورکشاپونو ، سیمینارونو اوروزنیزومسلکي کورسونو څخه دفراغت اسنادلري.