ښاپېرۍ نغمه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
ښاپېرۍ نغمه

شاليد
زېږون نوم ښاپېرۍ نغمه
زېږېدنه مارچ 7, 1900(1900-03-07)
کندهار, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه
Labels آريانا سټوډيو
نګاه سټوډيو

نغمه چې کورنی نوم ېې "ښاپېرۍ" ده د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د ۱۹۷۰ زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده ګڼل کېده . ښاپېرۍ ٬نغمه٬ خپل پخواني خاوند منګل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ په پښتو ، دري ، اوردو ژبو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډګره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره کړې . نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د افغاني ټولنې د دودونو هغه ځنځيرونه چې له مخه ېې ښځينه و ته سندرې ويل په عامه ځايونو اواستوګنځايونو کې ننګونه ښکارېدل مات کړل او د نوموړې د خاوند په مرسته او هڅونه د سندروبڼ کې پښه کېښوده.

نيوليک

مخينه

ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په ۱۱ د مرغومي، ١٣٤٢ ل. كال کې د کندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه کې كې زېږېدلې ده. د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل چې لومړنۍ سندره يې سوځم په غمونو کې په چلن د زمانې، وځي له خولې ستا د مينې ترانې وه. ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه (فيتې) ډكې شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولګه هم خپره شوه. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو هغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې د ډېرو پام ځانته واړاو . كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له ګواښ سره مخ شو، كابل ته ولاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه. هغه ۵ وروڼه او ۲ خويندې لري.

زده کړې

نغمې تر ۹ ټولګي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر ۱۲ ټولګي خپلې زده کړې رسولي خو د ۱۲ ټولګي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی.

موسيقي د نغمې له انده

نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې ګوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وګڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترګه ګوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانګړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرګندې اړتيا په سترګه ګوري: " هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانګړې ژبه ده، موسيقي په " سا، رې، ګا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنګوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنګوالى رابرسېره كوي.

پښتو فولكلوريكه موسيقي

پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، ګلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرګلې، ګلناربېګم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرګله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، ګلناربېګم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنګيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو ګلنار دګور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.

د شعر غوراوی

هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرګندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توګه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنګ دباري جهاني،ْ اسحاق ننګيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منګل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.

نغمه ددوو پوښتنوځواب وايي

  1. په وروستيو شلو كلونو كې افغانی فرهنګي بهېر ډير زيان ليدلی چې په دی لړ كې هنرمندان په لومړي كتار كې راځي تاسې د يوې روڼاندې هنر مندې په توګه په دې هكله څه نظر لری؟
      • نغمه: د هرې ټولنې پېژندګلوي د هغوی دهنر له مخې كېږي، دا هنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې په مشخصه توګگه د هغی ټولنې نمايندګي كوی څرنګه چې ټولنه مخكی ځی هنر او كلتور هم وده كوی ، په خواشينی سره بايد ووايم،چې دهنر په وړاندې زموږ د خلكو سلوكو او كړو وړو يوخوا او جګړې بلخوا هنر ته ډير تاوان رسولى او اوس هم څه چې د هنر مندانو سره كېږی ډير دردوونكي دي. زه د يوې ښځينه هنر مندې په توګه په خپله ټولنه كي د هنر وده ضروری بولم چې دا كار يوې كلتوري مبارزې ته ضرورت لري. موږ بايد هنر په يو لوړ انساني تفكر بدل كړو.
  2. په دې وروستيو كې له منګل سره په غبرګو كنسرتونو كې نه ليدل كيږی؟
    • نغمه: موږ په امريكا كې ژوند كوو او له خپلې هنري ډلې نه لرې ياستو. كله چې هنري فعاليت لرو نوبياپاكستان ته ځوهلته اسانتياوې را ته برابريږی، په تلويزيون او راډيو كې راته وخت راكوي.

انځورتون