ژمنی سبزیجات او په ختيځ زون کی یی اقليمي شرايط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دسبوکرنه او پالنه پخوا زماني راهسي پيل شوي او لومړي وختو نو کي چي کله ددانسانانو ژوند ساده اوبسيط وو نوله هماغه وخت سره هم وګړي ځانته دژوند امکانات برابرول اوخپل اړتيا پوره کولي دوخت په تيريدلو سره دسبو روزنه هم پرمخ لاړه او په ځانکړي توګه په ۱۸۶۵ زيږديز کال دسبو صنعطي کيدل پيل شول په دي وختونو کي وګړي دکور او کلي څخه ښارونو ته رامات شول. پدي وخت کي سابه له لري پراتو سيمو څخه ښارونوته د ټرانسپورټي وسيلوپه وسيله ليږدول کيدل.

ژمني سبزيجاتو پيژندنه[سمول]

سابه تعريف : سابه ځانته يو مشخص تعريف نه لري خو سابه يو بوټايز نبات دي چه د عمر له کبله يو کلن دوه کلن ياڅو څوکلن نبات دي چه خوړوبرخه ساقه ،ريشه ،پاڼه او ګل دي چه خام او ==دژمني سبزيجاتو ګټي:== • دسبزيجاتو توليد زياتيږي. • په مسلسل ډول باندي دسبزيجاتو توليد ترسره کيږي. • په هر موسم کي دخلکو تقاضا ته مثبت ځواب ويل کيداي شي. • دکمي ساحي نه اعظمي استفاده کيږي. • ژمني سبزيجات زموږ سره مرسته کوې ترڅو يوه صحتمنده کورنی ولرو. • ژمنی سبزيجات زموږ سره دکورنی مصارفو په کموالي کې مرسته کوې. دژمني سبزيجاتو دروزني موخي اواهداف: ١ـ دژمني سبزيجاتو دکرلوپه اساس زيات شميرخلکوته دکارزمينه برابريږي لکه:دسبزيجاتو دحاصل دراټولولو په وخت کي .

۲ـ دژمني سبزيجاتو دپروسيس په وخت کي  په فابريکه کي زيات شميرکسان پکار گومارل کيږي.چي په دي سره يوخوا بيکاري له منځه ځي اوخلګو ته کارپيداکيږي.

۳ـ دژمني سبزيجاتو په کرلوسره په هر موسم کي د خلکو تقاضا ته مثبت ځواب ويل کيږي. ۴ـ همدارنگه دژمني سبزيجاتوپه روزلو،سورت کولو، درجه بندي،بسته بندي،پروسس،انتقال اوهمدارنگه دمارکييټنگ په چاروکي زيات کسانوته ضرورت پيداکيږي چي دلته هم خلکو ته دکار زمينه برابريږي. ۵ـ دځمکي څخه موثره استفاده کيږي .هغه داسي چي ژمني سبزيجات اکثره په شنو خونوکي توليديږي چي په شنو خونو کي نظر ازادي ساحي ته کرونده په ښه ډول کنترول او اداره کيداي شي ،او دلږ ساحي نه زيات حاصل لاسته راځي. ۶ـ دژمني سبزيجاتو په ايجاد سره زمونږ دچاپيريا ل مړه او سپيره برخه په ژوندۍ ساحه بدلوي او په ترڅ کي يي مونږ ته تازه سبزيجات دکال په مختلفو موسمونو کي په لاس راځي .

په ختيځ زون کي دژمني سبزيجاتودکرلو وختونه[سمول]

ملاحظات دکرولو وخت دنبات نوم شماره ژمني سبزيجات

اول د اسد څخه تر ١٥ ميزان پوري ،ګلپي،کرم،شلغم،ملي،پالک،ګندنه،کچالو،کاهو،تراتيزک دنيا،ګازري،دپيازوبزغلي،پنيرک، ٢ پسرلني سبزيـجات

١٠ دلوي څخه تر ٢٥حوت پوري سره بانجان،توربانجان،مرچک،کدو،کرليه،ترايي،بادرنګ، هندوانه ،خټکي،پاسيله،پيازونهال کرل،ليړو،هوګه،کچالو ٣

اول اسدڅخه تر ٣٠ سنبلي پوري براکلي،ګلپي،کرم د بزغلي کرلو وخت ٤

١٥ قوس څخه تر ٣٠ جدي پوري سره بانجان ، تور بانجان،مرچک ،بادرنګ،هندوانه دبزغلي کرلو وخت

٥ نوټ:- په شرقي زون کي ټول سبزيجات په دري وختونوکي کرل ١:- دخپل وخت څخه مخکي کرل ٢:- په خپل وخت کرل ٣:- دخپل وخت څخه ورسته کرل

کرم[سمول]

کرم د Brassica oleracea var capitataپه کورني پوري اړه لري. داسي نظرموجود دي چه د کرم ( Cabbage) اوسني کرنيز ډولونه دهغو وحشي ډولونو څخه منځته راغلي دي کوم چه د اروپا دقاري دساحل په مختلفو برخو کي د يونان څخه تر انګلستان پوري په تباشيري ډوله خاوره کي موجود دي.د لرغوني تاريخ څخه راپدي خوا بشر د هغه څخه استفاده کوله .وحشي کرم واښه ته ورته (Herbaceous) او عموماً څو کلن عمر لري. مګر ځيني وختونه دوه کلن وي . کرنيز ( Cultivated) کرم دعمر له حيثه دوه کلن دي . لومړۍ کال حاصل ورکوي. اوپه دوهم کال د ژمي د يخني وروسته ګل او تخم توليدوي.د کرم د حاصل د ټولولو منځنۍ اندازه په يوه هکتار کي 700 – 900kg / hector پوري اټکل شويده.دکلچه کرم د ښه حاصل ورکونکو ډولونو د حاصلا تو اندازه په يو هکتار کي د 40 – 45ton / hector پوري اټکل شوي ده.د بي ويټامين سي ويټامين او معدنياتو خصوصاً د کلسيم له پلوه خورا بډاي بريښي.




۲.شکل: دکرم ظاهري شکل راښيي.

اقليمي اړتياوي او دخاوري تياورل[سمول]

د افغانستان طبعي شرايط دکرم د روزني لپاره په زړه پوري بريښي. کر م په سوړبخن او لوند اقليم کي ښه وده کوي. کرم د سوړبخن موسم (Cool Season) سبو په نوم شهرت لري. دافغانستان په تودو سيمو کي هغه په ژمي اوپسرلي په لومړۍ برخه کي توليديږي.د کرم تخم د 3Cº تودوخه کي زرغونيداي شي. د بزغلي بوټي ئي (-5Cº) پوري مقاومت کولي شي.د 14 – 20Cº تودوخه د کرم د پاڼو د ودي لپاره مناسب ګڼل کيږي. کرم د مالګو په وړاندي پوره اندازه مقاومت لري.کرم په مختلفو خاورو کي روزل کيداي شي مګر د ژر حاصل لپاره شګلني يا شګلني لوم (Sandy Loam) خاوري غوره بريښي. نا وخته لوړ حاصل د کلي لوم (Clay Loam) يا سيلټي لوم (Silty Loam) خاورو څخه لاسته راځي.په هغو ځايونو کي چه اوبه ډيري وي دکرم د روزني لپاره شګلني خاوري په زړه پوري بريښي مګر په وچو ځايونو کي کلي خاوري ښي نتيجي ورکوي.هغه خاوره چه کرم پکي کرل کيږي بايد پوره اندازه عضوي مواد ولري

د سري استعمال[سمول]

کرم دهغو سبو د ډلي څخه دي چه زياتي اندازي سري خصوصاً نايتروجن او پوتاشيم ته ضرورت لري. که په پام کي وي چه د يوه هکتار ځمکي څخه لس ټنه کرم لاسته راشي پکار ده چه 41kg – Urea يوريا ، 49kg پوتاشيم او 19kg فاسفورس پکي بايد استعمال شي. په مناسب وخت کي د عضوي او کيمياوي سرو استعمال ضروري ګڼل کيږي.په ځيني مواردو کي د 30 – 40ton حيواني سره واچول شي. هغه سري چه د کرمو لپاره اچول کيږي په اقليمي شرايطو او د خاوري په ډول پوري اړه لري چه پدي اساس په يو جريب ځمکه کي 40 – 45kg يوريا ، 30 – 32kg D.A.P او 35 – 40kg پوتاشيم سلفيټ سپارښتنه کړيده چه معمولاً فاسفورس لرونکي او پوتاشيم لرونکي سري د کرني لپاره د ځمکي د برابرولو په وخت کي او نايتروجني سره دوه ځلي د تغذئي په ډول استعمالوي.د هغي لومړي ځل د استعمال مناسب وخت د بزغلي دکرني دوه اوني وروسته اودوهم ځل ئي د کرني د کلچو د جوړيدو په پيل کي ټاکل شويدي.دضرورت د حد څخه زياته سره يا دځمکي دمستي دکرم دسرونو دچاوديدو(Burst) سبب کيږي.

د بزغليو دتوليد لپاره تخم دکرني وخت[سمول]

د کرم تخم دکابل په شان په سړو سيمو کي په پسرلي او دننګرهار او لغمان په څير په تودو سيمو کي په اوړي کي کرل کيږي.په سړو سيمو کي دکرم تخم د ژمي په پاي او يا د پسرلي په پيل کي په تودوخونو يا شنو خونو کي وکرل شي.او دڅه ودي کولو څخه وروسته په مناسب وخت کي پټيو ته مستقيماً انتقال شي. په تودو سيمو کي په چټکه توګه دحاصل دلاسته راوړلو او مارکيټ ته د هغوي دوړاندي کولو لپاره دکرم تخم داوړي په منځ کي ( د زمري دمياشتو په لومړيو ورځو کي) په تبنګونو کي په مستقيمه توګه تر سيوري لاندي ايښودل کيږي.کروندو کي د 5 – 6weeks اونيو وروسته اصلي کروندي ته ليږدول کيږي.د کرم تخم په مستقيم ډول په کرونده کي هم کرل کيږي پدي صورت کي ديوه جريب ځمکي لپاره 400gr تخم کفايت کوي. که د بزغليو په توګه وکرل شي. ديوه جريب ځمکي لپاره 80 – 100gr پوري مناسب ګڼل کيږي.

د بوټو کرل او فاصله[سمول]

سره ددي چه په خارجي هيوادونو کي دکرم بوټي د انتقال په وخت کي په ماشين سره کرل کيږي مګر د نړي په هغو سيمو او هيوادونو کي چه پلاس سره دبوټو د کرلو لګښتونه زيات نه وي او کرم پکي لږه پيمانه کرل کيږي ميکانيزه کرنه رواج نه لري.په يخو سيمو کي بايد دکرم بوټي په پسرلي کي د وخته کله چه پټۍ کار کولو ته چمتو وي دتکثيري ساختمانونو څخه پټيو ته انتقال شي په هغو سيمو کي چه ديخوهني ستونزي پکي نه وي کرم هر وخت پټيو ته انتقاليداي شي پداسي شرط چه اوبه او د ودي لپاره نور شرايط مساعد وي.کرم د لښتيو اوپولو لپاسه د بزغلي په ډول کرل کيږي. دبوټو تر منځ فاصله تر زياتي اندازي دبوټو په ډول پوري اړه لري.واړه ډولونه لکه :- Jersey wake field او کوپن هاګن (Copenhagen) په قطارونو کي دننه د 30 – 40 په فاصله کرل کيږي. دقطارونو تر منځ فاصله د 60 – 90cm ته رسيږي. د بلي خوا څخه څرنګه چه د کرم نيلي سطحي سيستم لري بايد د للون په وخت کي زيانمن نه شي. للون بايد په هغه وخت کي وشي چه بوټي وړوکي وي د بوټو د غټوالي په وخت کي ښائي وروستي للونونه ډير سطحي سرته ورسيږي.د کرم زيات شمير نيلي سطحي ته نږدي د 5cm په ژوروالي کي پيداکيږي او هري خواته په افقي توګه غزيږي.للون بايد هغه وخت ودريږي چه بوټو ته د ګټي پر ځاي تاوان رسوي. د پټيو څخه د کرم راټولول کله چه دکرم سرونه کافي اندازي پيړوالي ته ورسيږي بايد دبوټو څخه پريکړل شي.ځکه چه د سوداګري لپاره وختيتوب (Earliness) د پيړوالي په پرتله زيات ارزښت لري.د وده ايز فصل په منځ کي پخيدونکي (Midseason) ډولونه او ناوخته ډولونه ترهغه نه شکول کيږي تر څو چه ئي سرونه مکمل سخت نه شي.د کرم سرونه دغټ چاقو سره د بوټو څخه جلا کيږي. دشکولو په وخت کي دکرم سر په يوه لاس سره د زور پواسطي راکږول کيږي.اوپه بل لاس سره هغه د بهرنيو پاڼو د برخي څخه پاس راغوځيږي.د غوڅولو په وخت کي ښائي چه دکرم سرونه ټپي نه شي دکرم مطلوب سرونه د 1.1 – 2.2kg پوري وزن لري.وړو سرونو ته ترجيح ورکوله کيږي.که د افغانستان دمختلفو ارتفاعاتو څخه استفاده وشي کيداي شي چه دکرم د زيرمه کولو پرته دکال په هره مياشت کي په تازه ډول وخوړل شي.سره لدي هم ساتني ته ځيني وختونه ضرورت پيښيږي.د کرم راټول شوي حاصلات دسانتي ګريد په 1 – 2Cº او په سلو کي 96 – 98% پوري نسبتي لنده بل کي 8 – 10weeks اونيو پوري ساتل کيداي شي.

ګلپي[سمول]

د خوراک وړ برخه هغه سپين نازک سر دي چه ديو داسي لنډ شاخ ډوله سيستم په واسطه منځته راځي. د ګلپي بوټي د انګلستان څخه سرچينه اخستي ده. څرنګه چه ګلپي بوټي يوه زياته اندازه کاربوهايدريټونو، پروټينونو، ويټامينونو او کاني مواد لري.لدي کبله د نړي په زياتو هيوادونوکي په تيره بيا په ايټاليا، هالينډ ، ډنمارک، المان او نورو کي زيات کرل کيږي.د F.A.O د راپوټ له مخي هر کال 120 زره هکتاره ځمکه کي ګلپي کرل کيږي چه د هغي څخه هکتاره ئي د امريکا په متحده ايالا تو کي د هغي تر کرني لاندي ده. 11000دهغه څخه په انساني غذا کي ددغه بوټي دګل څخه کار اخستل کيږي. دګلپي ګل يوه زياته اندازه پروټين او کاربوهايدريټونه لري.

اقليمي اړتياوي[سمول]

ګلپي په سوړبخن اولوند اقليم کي ښه وده کوي. دګلپي سرونه په ډيره توده هوا کي انکشاف نه کوي. لدي کبله هغه په مني يا ژمي کي کرل کيږي. ګلپي بايد په داسي وخت کي ونه کرل شي چه د ګلانو پخوالي ئي د تودي هوا سره مخامخ شي.ګلپي په ژمي کي د افغانستان دننګرهار ، لغمان ، کونړ په سيمو کي ښه حاصل ورکوي. په اوړي کي د کابل دشاوخوا سړي سيمي لکه :- ميدان ، باميان او داسي نوري سيمي دګلپي د روزلو لپاره مناسبي ګڼل کيږي.د ګلپي د ودي دفصل اوږدوالي د 90 – 100days ورځو او دګلانو منځني وزن ئي له 1100 – 1300gr پوري دي.دقطارونو ترمنځ فاصله 40 – 90cm اود بوټو تر منځ فاصله 30 – 60cm ټاکل شويده.د زياتره بيولوجستانو په عقيده ګلپي دي دوه کلنو بوټو له جملي څخه ده ځکه که دګلپي حاصل په ټاکلي وخت راټول نه شي څانګي کوي او ګل نيسي او په نتيجه کي د ګلپي کيفيت خرابيږي. په ننګرهار کي دحاصل راټولولو په وخت کي يو شمير بوټي د هغوي له بيخه راوباسي او سمدستي ئي د هماغي کروندي په بل ځاي کي وکري.او د ژمي دموسم په اوږدو کي ترڅارني لاندي نيسي.او دضرورت په وخت کي خړوبوي. کله چه په پسرلي کي هوا توده شي ددغو بوټو د پورته برخي څخه يو شمير څانګي جوړيږي ګل توليدوي او په پاي کي ددغو ګلانو څخه تخم لاسته راځي.

د خاوري تياورل[سمول]

د نورو شرايطو دسموالي په صورت کي ګلپي په هره ښه خاوره کي وده کولي شي مګر ژوره شګلنه لوم ، سيلټي لوم خاوره ورته غوره ګڼل کيږي.خاوره بايد پوره اندازه عضوي مواد ولري او زهکشي ئي په ښه توګه شوي وي. ګلپي دخاوري تيزابيت سره زيات حساسيت لري. د PH 5.5 – 6.5 پوري لوړ حاصل ورکوي. د ګلپي بوتي دخاوري د نرمولو او راټولولو ته زياته اړتيا لري. ددي لپاره چه د ګلپي د ګل رنګ سپين وي بايد دهغه د پاڼو په وسيله پوښل شوي وي.

دګلپي دکرني وخت[سمول]

د ننګرهار ، لغمان اوکونړ په شان په تودو سيمو کي د ګلپي دکرني وخت د اوړي د فصل منځ ( دزمري د مياشتي پيل ) دکابل ، لوګر ، ميدان او نورو په شان سړو ولايتونو کي د پسرلي منځ دي.د ګلپي دتودوخي درجه 20Cº تعين شوي ده.د ګلپي دتخم اندازه دکرم دتخم داندازي په شان ه او په يو جريب کي د 80 – 100gr د بزغليو په ډول کفايت کوي. د ګلپي بوټي نورو سبو په شان د سري شيندلو ته اړتيا لري. په يو جريب ځمکه کي 40kg يوريا ، 50kg D.A.P سره استعماليږي. همداشان دګلپي په کروندو کي دعضوي سرو څخه هم استفاده کيږي چه په يو جريب ځمکه کي 5ton اچول کيږي.عضوي او فاسفورس لرونکي سري دمني په فصل کي دځمکي د قلبي کولو نه مخکي شيندي اونايتروجن لرونکي سره دتغذئي په ډوله دوه ځلي استعمالوي.دغه سره لومړي ځل هغه وخت استعمالوي چه بزغلي خپل ځان په خاورهک ي سخت کړي وي. دبزغلي دکينولو څخه 10 – 15days ورځي وروسته او دوهم ځل د اړتيا په وخت کي استعماليږي.

د ګلپي زيرمه کول اوساتل[سمول]

کيداي شي چه ګلپي ددوه يا دري اونيو لپاره تازه وساتل شي. که چيري دهغه ځاي تودوخه چه ګلپي پکي زيرمه کيږي د 0.5Cº وي دهغه د ساتني وده زياتيدلي شي. که د هوا دتودوخي درجه ډيره سړه شي دګلپي دخرابيدو سبب کيږي يعني ګلپي يخ وهي او په کيفيت کي کموالۍ راځي. بايد يادونه وکړو چه دزيرمه کولو د ځاي نه يواځي ټيټه تودوخه ګلپي بي کيفيته کوي. بلکه دسړو سيمو ته د هغوي ليږدولو په وخت کي هم دهوا دسړوخي له امله زيانمن کيږي.دګلپي روغ ګلان په 0Cº تودوخه کي يوه مياشت ساتل کيږي.

شلغم[سمول]

دشلغم د پيدايښت ځاي معلوم نه دي خو ځينو سائيبريا او چين ښودلي دي ښائي چه افغانستان د هغوي دپيدايښت مرکز وي. اوس په ټوله نړي کي کرل کيږي اوپه انساني خوړوکي دسبو په توګه تري کار اخستل کيږي.د انسان په خوړو کي هم د هغوي د تازه پاڼو او هم پخپله د ټيپرو د غوټو څخه کار اخستل کيږي. شلغم يو کلن او دوه کلن عمر لري. که په پسرلي کي ژر وکرل شي په همغه کال هم حاصل ورکوي او هم تخم توليدوي. که ناوخته يعني په مني کي وکرل شي نو دوه کلن سابه دي ځکه غوښه او وړي ريښي ئي د سلواغي او کب په مياشتو کي يوه اندازه قطع کوي او بيا ئي په يوه ښه چمتو شوي ځمکه کي کري. کله چه د ودي شرايط برابر شي زرغونيږي، تيغ وهي ، ګل کوي او تخم توليدوي. تخم د پسرلي په وروستيو وختونو کي راټوليږي.د کابل په شاوخوا سيمو کي دمني په فصل کي حاصل ورکوي حال داچه د هيواد په تودو سيمو کي دهغه څخه په ژمي کي حاصل اخستل کيږي.په ځينو حالا تو کي د شنو پاڼو د توليد لپاره روزل کيږي. دشلغمو شني پاڼي دمنرالي موادو او ويټامين اي دحيثه خورا بډائي ده.برسيره پردي هغه زياته اندازه رايبوفلاوين(Vitamin B2) او اسکاربيک اسيد (Vitamin C) لري.انسانانو د ډيري اوږدي زماني څخه راپديخوا ګازري او شلغم د خوراک لپاره استعمالوي.

خاوره او خاوري اماده کول[سمول]

سره ددي چه شلغم په ټولو خاورو کي روزل کيږي ليکن په ژورو مستو لومي خاورو کي چه ښه زهکشي شوي وي ښه وده او لوړ حاصل ورکوي. څرنګه چه د ټيپرو تخمونه ژر زرغونيږي او بوټي ئي چټکه وده کوي لدي کبله دهغوي کرنه دګازرو په پرتله لږه پاملرنه غواړي.د پسرلي دحاصل لپاره ښائي چ د چټکي ودي په خاطر زياته اندازه سره استعمال شي. دمني حاصل د پسرلي دحاصل په پرتله لږه سره غواړي. خپله ټيپر د نورو سبو په پرتله د پوتاشيم عنصر ته لږه اړتيا لري. نو پکار ده چه نايتروجن لرونکي او فاسفورس لرونکي سري هرومرو استعمال شي. په يو جريب ځمکه کي د 25 – 30kg يوريا او 20 – 30kg D.A.P سري سپارښت کړيده.

دشلغمو دکرني لاري چاري[سمول]

شلغم په ليکو او ياګډوډ شيندل کيږي. د ليکو ترمنځ د 20 – 30cm او د بوټو ترمنځ ئي 4 – 6cm په ګوته شويده.لدي څخه علاوه دشلغمو تخم مستقيماً په پټيو کي کرل کيږي. او هلته د راټولولو تروخته پوري خپلي ودي ته ادامه ورکوي.د ټيپرو بوټي د خپلي ودي لپاره 17Cº تودوخه ضروري ګڼي.د معمول په توګه د پالکو سره په يوه وخت کي کرل کيږي. دهيواد په سړو سيمو کي د زمري په مياشت او په تودو سيمو کي دتلي په مياشت کي کرل کيږي. خو کيداي شي چه دکال په هر وخت کي وکرل شي خو تود اوړي او سوړ ژمي کي نه شي کيدائي په يو جريب ځمکه کي دتخم اندازه 0.5 – 1.4kg وکرل شي.د ټيپرو حاصل بايد هغه وخت راټول شي چه پوره سخت شوي نه وي.په يوه جريب ځمکه کي دحاصل اندازه 3000 – 7000kg پوري اټکل شويده.دسانتي ګريد په صفر درجه کي 4 – 6months پوري زيرمه کيدلي شي. نسبتي لنده بل 90% وي په شګو کي هم ذخيره کيږي.

ګازري[سمول]

د ګازرو دپيدايښت ټاټوبي اروپا، اسيا او شمالي افريقا ګڼل شويده.ښائي چه دګازرو د پيدايښت اصلي ځاي افغانستان وي. ګازري دوه کلن سابه دي چه د Umbelliferae د نباتي کورنۍ پوري مربوط دي. علمي نوم ئي Daucus carota څخه عبارت ده.ګازري په لومړي کال پنډي نيلي او پاڼي تشکيلوي اود دوهم کال په پيل کيدو د کرون (Crown) د برخي څخه دګلانو ډنډر ( ساقه ) راوځي او د 60 – 90cm لوړوالي ته رسيږي. دګازرو بوټي د هوا د سړښت په مقابل کي زيات مقاومت لري.د (-3Cº) – (-4Cº) درجو تودوخه کي دلنډي مودي لپاره ژوندي پاتي کيږي.دګازرو بوټي زياتو اوبو ته اړتيا لري.

خاوره اودخاوري اماده کول[سمول]

ګازري په ژورو او نرمو خاورو کي ښه وده کوي د سوداګري وړ حاصل لپاره شګلني لوم ، سليټي لوم خاورو کي روزل کيږي. د وختي حاصل لپاره شګلني لوم خاوري مطلوبي بريښي . که چيري ګازري په کلي خاورو کي وروزلي شي نو دپاڼو وده ئي زياته وي مګر کږي ، بدشکله نيلي تشکيلوي. څرنګه چه د ګازرو تخم کوچني ده او تخم د زرغون شوي بوټي په کراري سره لوئيږي لدي کبله ښائي چه دتخمونو روزنځايونه په ښه توګه تيار شي.

پالک[سمول]

پالک دهغو سبو له ډلي څخه شميرل کيږي چه خلک ئي پاڼي او ډنډرونه پخوي داډول سابه دشنو سبو(Green Vegetable) په نوم ياديږي. پالک ژر حاصل ورکوي او دلږ وخت لپاره ځمکه نيسي. پالک په سوړبخن موسم (Cool Season) کي ښه وده کوي. ديخوهني سره ئي مقاومت زيات ده د پالکو بوټي د مذکر او مؤنث غړو د درلودلو له پلوه په عمومي توګه د Diocious بڼه لري. او ډير لږ Menoecious بڼه لري.يعني مذکر ګل او مؤنث ګل په يوه بوټي کي په جلا جلا ډول موجود وي.مذکر ګل ژر له منځه ځي او مؤنث ګل په يوه بوټي کي په جلا ډول موجود وي. مذکر ګل ژر له منځه ځي او مؤنث ګل د القاح کيدلو وروسته تخم توليدوي اوCross pollinationپکی تر سره کېږي که چيرته د پولو په سر وکرل شې نو د بوټو تر منځ فاصله .۱۰سانتی متره وي خو اکثره د پاشان په شکل کرل کيږي.

اقليمي اړتياوي[سمول]

پالک په سړه هوا کي ښه وده کوي او دسانتي ګريد تر 6.6Cº پوري مقاومت لري پالک دوه کلن عمر لري خو په لومړي کال کي هم تخم توليدوي.د پالک دتخم د زرغونيدو لپاره د 16Cº تودوخه مناسبه تودوخه ده.د پالکو تخم د 7 ورځي وروسته زرغونيږي.د پالکو حاصل کله چه 45 – 50days ورځي تيري شي ټولولو ته چمتو کيږي. د پالکو حاصل هم يو ځلي او هم څو ځلي راټوليږي. د ننګرهار په څير په تودو سيمو کي لکه پالک د ژمي په بهير کي څو ځله ريبي او تازه سبو په توګه تري کار اخستل کيږي.که چيري دهوا تودوخه ډيره سړه شي د پاڼو وده په ټپه ودريږي پاڼي ئي ژړيږي او کيفيت ئي خرابيږي.د دوهم کال په پسرلي کي تخم توليدوي.په يو جريب ځمکه کي دپالکو تخم 5 – 6kg پوري ټاکل شوي ده. او دشيندلو په ډول کرل کيږي.

خاوره او دخاوري اماده کول[سمول]

پالک په هره ښه خاوره کي روزل کيداي شي مګر تر ټولو په پرتله په شګلنو لوم خاورو کي ښه وده کوي برسيره پردي په ژمي، پسرلي او مني کي د شګلنو خاورو څخه وختي حاصل لاسته راځي. په هغو سيمو کي زيات حاصل د وختي حاصل په پرتله مهم وي پدي صورت کي سيلټي لوم خاوري غوره ګڼل کيږي. د پالکو په کرونده کي دسري استعمال ته زيات ضرورت ليدل کيږي ليکن د نورو په پرتله نايتروجن ته زياته اړتيا ده دمعمول په ډول په يو جريب ځمکه کي 50kg يوريا او 25kg D.A.P استعماليږي.

ملۍ (مولې)[سمول]

 ددى مليو د پيدايښت اصلى ټاټوبى اروپا يا اسيا ده  دافغا نستان  د مليو د پيدايښت احتمالى ټاټوبى هم ګڼل کيدايشى .د ډيرې مودې راپدىخوا ملۍ د کرنى لاندى راغلى دي د مصرى فرعونيا نو( pharaohs ) لخوايي ډيره ستاينه کيده او لرغونو يونا نيا نو هم ملۍ خوښيدى ملى يو کلن او هم دوه کلن عمر لرى .او د کروسيفرى ( ( crusiferaeيا شړشم (mustard) په کورنى پورى اړه لرىد مليو کرنه ډير زيار ته ضرورت نلرى او په کمه موده کى حاصل ورکوى .د کال په مختلفو وفصلونوکى لکه منى ، ژمى او پسرلى کى کرل کيدايشى او حاصل ورکوى او په اساني سره مارګيټ ته عرضه کيدايشى .

اقليمي اړتياوي[سمول]

ملۍ د سړو په مقابل کى زيات مقاومت لرى او سوړبخن موسم د سبو (cool season crops ) په نوم يا ديږى ملۍ د کنګل کيد و له نقطى څخه ټيټه تودوخه کى هم څه ناڅه مقاومت لرى .ځيني ډولونه يي خوصوصا پسرلنى ډولونه په توده هوا کى پوسه يا (pithy ) کيږى .اوږده نيله لرونکى ډولونه په څلورو يا پينځه دانو سره ګيډى کيږى حال داچه د ګردو مليو په هره ګيډى کى د ( ٦-١٢) دانو ملى تړل کيږى ملى په ټوکريو کى ، کريټونو کى او يا نورو وسايلو کى اچول کيږى لرې ځايونوته د ليږدولو لپاره دسامانو په منځ کى او سر باندى مات شوى وى يخ اچول کيږى اوملۍ په کنګل حالت کى استول کيږى په ځينوباندنيوهيوادونوکى اوس د مليو زياته برخه په ماشين سره له پټيو څخه راوباسى دهغوپاسنى برخه پريکول اوپه اړونده سامان کى يي اچوى نورماشينونه ځانله ملۍ د پټيوڅخه راوستل کيږى ځينى ماشينونه ملۍ له پټيو څخه راوباسى د هغوى پاسنى برخه پريکوى اوپه اړونده سامانو کى اچوى . نورماشينونه ځانله ملى د پټيو څخه راوباسى او سمبالښت په خونه ( packing house ) کى ورڅخه پاسنى برخه پريکول کيږى هغه ملۍ چى پاسنى برخه ورڅخه لرى شوى وى  د باي اتلين په کڅوړه کى اچول کيږى د سوراګرلپاره تقريبا ټولى ملي په کڅوړو کى ځاپځاى کيږى .

د مليو لپاره خاوره او د خاورى تيارول:[سمول]

ملۍ په هر ډول خاورو کى د روزنى وړدي لاکن سپکه پسته خاوره د مليو د روزنى لپاره غوره ګڼل کيږى . د مليو د وختى حاصل لپاره شګلنى يا شګلنى لوم خاوره غوره بريښى د اوړى د حاصل لپاره سوړبخنه لنده خاوره په زړه پورى نتيجه ورکوى .خاوره بايد تيګه ونلرى او ښه تياره شى خاوره بايد داسى تياره شى چه لوټي د کار کولو مانع ونه ګرځى.

کچالو (پټاټې)[سمول]

کچالو دغنمو او وريجو په شان دنړي دمهمو خوراکي موادو په ډله کي شميرل کيږي. په افغانستان کي دکچالو دروزني لپاره طبعي شرائطو خورا مساعد دي او دهيواد په اکثرو ولايتونو کي دکچالو کرونده ممکنه بريښي څوکاله پخوا يواځي دهيواد په يخو غرنيو سيمو کي کچالو کرل کيدل مګر په اوسني وخت کي په تودو سيمو کي لکه ننګرهار او لغمان کي دهغوي کرل کيدل رواج موندلي دي او پدي ډول دکچالو په موسمي قيمت او اندازي کي بدلون راغلي دي.هغه وخت چه دهيواد په مارکيټونوکي ديخو سيمو دکچالو زيرمي خلاصي شي نو په عين وخت کي دتودو سيمو کچالو دخلکو داستفادي لپاره مارکيټ ته راځي.کچالو دنړي دمهمو خوراکي بوټو په ډله کي دحاصل ورکولو دتوان له نظره لومړۍ درجه ، داوسني زراعتي توليداتو له نظره څلورمه (4) درجه او دکروندي دساحي له نظره شپږمه (6) درجه ده.کچالو دلوړ کيفيته پروټينو د درلودلو له کبله دبيکاره خوراکونو په ښه کيدو کي غوره رول لوبوي. کچالو دنشايستوي غذا په نوم شهرت لري ،مګر بايد وويل شي چه کچالو دپروټينونو په زړه پوري منبع هم ده.دکچالو دحاصل يوه زياته اندازه تقريباً 80% دخوراک لپاره په مصرف رسيږي. او همدارنګه په سلو کي 8% دتکثري مقصدونو لپاره دتخمي غوټو په څير استعماليږي . دکچالو پاتي برخه په ځينو هيوادونو کي حيواني غذا تشکيلوي اويا داچي د ضايع کيدو سبب ګرځي . په المان کي کچالو

دکچالو دپيدايښت تاريخچه[سمول]

کچالو په جنوبي امريکاکي منځته راغلي دي امريکا ته دکولمب دراتګ څخه مخکي کچالو دجنوبي امريکا څخه پرته دنړي په ځينو نورو ځايونو کي موجود نه وه.داسي اټکل کيږي چه جنوبي امريکا ته دهسپانويانو دراتګ څخه 2000 کاله مخکي ددي ځاي اصلي اوسيدونکو کچالو تر روزني لاندي راوستي وه. په 1537م کال کي هسپانيانو لومړي ځل دجنوبي امريکا دانديز دغرو دلمنو په يوي وادي کي دکچالو سره اشنا شول. د Solanum دجنس يو شمير وحشي غوټي (Tuber) جوړونکي سپيشزونه دانډيز دغرو په لوړو برخو کي دکو لمبيا څخه چيلي پوري پيداکيږي چه داصلي کچالو مورني بوټي (Parent Stock) پدي وحشي ډولونو کي موجود وه. دکچالو زيات شمير ډولونه چه يو دبله سره توپير لري دجنوبي امريکا دپيرو (Peru) او بولويا(Bolovia) په سيمه کي ترکرني لاندي دي. کچالو د 16 پيړي په پاي کي هسپانيانو له جنوبي امريکاي څخه اروپا ته راوړل او په 18 او 19 مو پيړيو کي کچالو په اروپا کي دانساني او حيواني غذا په حيث انکشاف وکړ.په اوسني وخت کي هم زياتره دنړي کچالو په اروپاکي توليديږي. دجنوبي امريکا دهنديانو په رسمونو او رواجونو پوري اړه لري. کچالو تقريباً 2000 سپيشزونه لري چه پدي ډله کي يواځي (150) سپيشزونه ټيوبر جوړولي شي تر اوسه پوري دکچالو د(150) وحشي او (23) اهلي نوعو څخه زيات دتکسانومي له نظره مطاله شويدي.

 دکچالو مختلف ډولونو سپيشزونه  دکروموزومونو مختلف شمير لري چه په سلو کي تقريباً 70%  کچالو ټول سپيشزونه ( Diploid) دي چه په عمومي توګه ډيپلايد کچالو پخپله ګرده القاح کيدو وړ ندي ( Self Incompatible)  دي او بل ډول ته دالقاح دپاره اړه پيدا کوي چه مهم مثالونه ئي له Solanum pharesia  او Solanum Stenotomum څخه عبارت دي .
 تتراپلايد کچالو په سلو کي دکچالو دسپيشيزونو (15) برخي تشکيلوي. او په خپله ګرده دالقاح کيدو وړ دي بايد وويل شي چه دنړي مروج زراعتي کچالو تتراپلايد دي او د Solanum tuberosum او Solanum andigena  په سپيشزونو پوري اړه لري. داحقيقت چه اروپا ته دجنوبي امريکا څخه لومړي دتتراپلايد کچالو د Solanum tuberosum سپيشز يا Solanum andigena سپيشز راوړل شوي دي. په ښه توګه څرګنده نه ده ليکن دزيات شمير متخصيصينو په عقيده اروپا ته لومړي د Solanum andigena کچالو راوړل شوي دي که څه هم داروپا د وده ايز فصل اوږدوالي ددي دپاره غوره نه بريښي.

دکچالو طبقه بندي:

  کچالو د Solanaceae يا Night shade په کورني پوري اړه لري چه پدي کورني کي رومي بانجان ، توربانجان ، مرچ، تنباکو او پتوني ګل شامل دي.   دکچالو جنس Solanum دي چه هغه بيا په دوه ټيټو جنسونو(Sub genera) باندي ويشل شويدي.
 ۱ـ Pachostemonum پدي ټيټ جينس کي دنارينه الو سرونه ئي لنډ او پنډ دي او بوټي ئي بغير داغزيو دي.
 ۲ـ Leptostemonum  پدي ټيټ جينس کي دنارينه الو سرونه اوږده او نري دي او پاڼي ئي اغزي لري.

Pachostemonum بيا له 5-Sections څخه تشکيل شويدي چه بيل بيل خصوصيات لري. a) Tuberarium: - پدي سيکشن کي ټول غوټي توليدونکي کچالو شامل دي ، پاڼي ئي دبڼکو په څير ديو مشترک ډنډر دواړه خواته واقع دي. b) Morella: - ټول کچالو ئي ساده پاڼي لري ، ګلپاڼي ئي سپيني او کوچني وي. c) Dulcumara: - ددي سيکشن ټول کچالو هم ساده پاڼي لري ګلپاڼي ئي سپيني دي. d) Micranthes: - ددي ډلي دکچالو بوټي خورا غټ دي او پاڼي ئي مکملي بريښي. e) Neolycopersicum: - پدي سيکشن کي Solanum pnellii سپيشز موجود دي.

  دTuberarium سيکشن بيا په دوه ټيټو سيکشنونو ويشل شويدي .چه هغه له Basarthrum   او Hyper Basarthrum  څخه عبارت دي.
Basarthrum تيټ سيکشن دغوټو دتوليد قابليت نه لري.
دHyper Basarthrum  په ټيټ سيکشن کي ټول غوټي توليدونکي کچالو شامل دي.

Hyper Basarthrum سيکشن په څولړيو ويشل شويدي. ځيني متخصيصينو هغه په (26) لړيو چه (159) سپيشزونو لرونکي باندي بيل کړيدي.اهلي زراعتي کچالو دټيوبروزآ(Tuberosa) په لړي پوري اړه لري چه هغه (50) وحشي او (7) زراعتي سپيشزونو څڅه متشکل دي.

سرچینې[سمول]

۱ ـ سعادت. محمد اسماعيل.(۱۳۹۱هـ ش). د سبو توليد تکانالوژي.ننګرهارپوهنتون. ۲ ـ غفاري.محمداجمل دعوتيار(۱۳۹۰هـ ش).عمومي زاراعت. ۳ ـ ډاډمن.محمد اغا (۱۳۹۰هـ ش). سبو روزنه. ۴-حاتم نيازي.شاهد الله.(۱۳۹۶هـ ش)سبوتوليدلکچرنوټ. ۵-https://www.bhg.com/gardening/vegetable