ژاک شېراک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژاک ریني شېراک (د ۱۹۳۲ ز کال د نومبر له ۲۹ مې نه – د ۲۰۱۹ ز کال د سپټمبر تر ۲۶ مې پورې) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۹۵ز  کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له دې وړاندې شېراک له ۱۹۷۴ ز کال نه تر ۱۹۷۶ز کال او له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د فرانسې لومړی وزیر و او د ۱۹۷۷ ز کال نه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د پاریس ښاروال و. [۱][۲][۳][۴][۵]

شېراک د اداري علومو په ښوونځي کې له ګډون وروسته، د جګپوړي ملکي مامور په توګه خپله دنده پیل کړه، چې لږ وروسته یې په سیاست کې پښه کېښوده. شېراک د کرنې وزارت او د کورنیو چارو د وزارت په ګډون په بېلابېلو جګ پوړو پوستونو کې کار کړی دی. نوموړي په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې، د ولسمشرۍ لپاره د محافظه کار ګولیسټ ګوند د جمهوريت لپاره د خوځښت د مشر په توګه بې پایلې هڅې درلودې. په لومړی سر کې د شېراک په کورنیو سیاستونو کې د مالیاتو ټیټې بیې، د نرخونو د کنټرول لرې کول، د جرم او ترهګرۍ لپاره سخته سزا او د سوداګرۍ خصوصي کول ګډون درلود. په دویمه دوره کې د لومړي وزیر په توګه د دې سیاستونو له تعقیب وروسته، نوموړي خپل نظر بدل کړ. هغه د مختلفو اقتصادي سیاستونو لپاره استدلال وکړ او د ۱۹۹۵ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په دویم پړاو کې د ۵۲.۶ سلنه رایو په ګټلو سره ولسمشر وټاکل شو، چې سوسیالیست لیونل جوسپین ته یې، وروسته له هغه ماتې ورکړه چې د "ټولنیزو شخړو" (ټولنیز جلاتوب) د حل د تګلارې پر بنسټ یې کمپاین وکړ. د شېراک اقتصادي سیاست، چې د دیریجیزم پر بنسټ ولاړ و، یعنې د دولت په لارښوونه پانګونې ته اجازه، د مارګریټ تاچر او جان میجر په صدارت کې د انګلستان د آزاد بازار د سیاست سره په ټکر کې راغی، چې شېراک هغې ته د "انګلو-سیکسون الترالیبرالیزم" یا نوی لیبرالیزم په سترګه کتل.    [۶][۷][۸]

نوموړی په عراق باندې د امریکا په مشرۍ د یرغل په وړاندې د خپل درېځ، د یهودانو په شړلو کې د فرانسې د حکومت د همکارۍ د ونډې او په ۲۰۰۰ ز کال کې د ټولپوښتنې له لارې له ۷ کلونو نه ۵ کلونو د ولسمشرۍ دورې د کمولو په برخه کې هم شهرت ترلاسه کړ. نوموړي د ۲۰۰۲ کال کال د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې، د ښي اړخه نوماند، ژان ماري لوپین په وړاندې په دویم پړاو کې د ۸۲.۲ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شو، خو نوموړي په خپله دویمه دوره کې، د محبوبیت خورا ټیټه درجه درلوده او د فرانسې په معاصر سیاسي تاریخ کې یو له لږ محبوبو ولسمشرانو نه ګڼل کېده.

د پاریس محکمې په ۲۰۱۱ زکال کې، شېراک د عامه پیسو د ضایع کولو او د خلکو باور نه د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې مجرم و ګڼل شو، هغه ته یې د دوه کاله تعلیقي بند سزا ورکړه.[۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

د کورنۍ مخینه[سمول]

ژاک ریني شېراک د ۱۹۳۲ز کال د نومبر په  ۲۹ مه نېټه د پاریس په پنځمه ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د ابیل فرانسوا ماری شېراک (۱۸۹۸ – ۱۹۶۸ ز)، چې په یو هوایي شرکت کې بریالی اجرائیوي مشر و او ماری لوئیس والیټ (۱۹۰۲ – ۱۹۷۲ز)، چې د کور مېرمن وه، زوی و. د هغه نيکه او انا له سانت-فيريول نه په کوريز کې ښوونکي وو. د نوموړي نيکه او انا دواړو اړخونو د کورېز په کليوالي سويل لوېديځه سيمه کې بزګران وو. [۱۰][۱۱][۱۲]

د شېراک په وینا: د هغه نوم د اکسیتان ژبې د منځنیوو پېړیو د یوه شاعر له نامه نه سرچینه اخلي، نو له همدې امله شاعرانه دی". نوموړی کاتولیک مذهبه عیسوي و. [۱۳]

شېراک یوازینی ماشوم و (مشره خور یې جیکولین، د زېږون نه وړاندې په ماشومتوب کې مړه شوه). هغه په پاریس کې د کورس هټمر په یوه خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړې. نوموړی بیا د کرنات په لېسه او د لویز لي ګړنډ لېسه کې خپلې زده کړې پر مخ یووړې. د بکلوریا د سند له لاس ته راوړلو وروسته، نوموړي درې میاشتې د ډبرو سکرو په ټرانسپورټ کې د ماڼو په توګه کار وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

شېراک د بریو د ځوانانو په ټیم کې د رګبي لوبه کوله او د پوهنتون په کچه هم لوبیدلی دی. نوموړي په لوبو کې ۸ شمېره او دویمه لیکه کې لوبه کوله. [۱۷]

زده کړې او پخوانۍ تجربه[سمول]

شېراک چې له شارل ډو ګول نه اغېزمن شوی و، په ۱۹۵۰ ز کلونو کې یې د ملکي خدمتونو مسلک تعقیب کړ. نوموړی په دې وخت کې، د فرانسې له کمونست ګوند سره يو ځای شو او د بشریت (L'Humanité) ورځپاڼې نسخې يې پلورلې او د کمونستي خونې په غونډو کې يې ګډون کاوه. نوموړي په ۱۹۵۰ ز کال کې د اتومي وسلو د له منځه وړلو په اړه د شوروي په نوښت د ستاکهولم غوښتنلیک لاسلیک کړ - چې متحده ایالاتو ته د خپلې لومړۍ ویزې د غوښتنلیک پر مهال تر پوښتنو لاندې راغئ. [۱۸][۱۹]

هغه په ۱۹۵۳ز کال کې، د سیاسي علومو د مطالعاتو له انستېتیوت نه تر فراغت وروسته، د هارورډ پوهنتون د دوبي په سمستر کې په غیر کریډیټ کورس کې برخه واخیسته. وروسته له هغه یې په ۱۹۵۷ ز کال د اداري علومو په ملي ښوونځي کې ګډون وکړ، چې د فرانسې لوړ پوړي دولتي مامورین روزي.

په متحده ایالاتو کې شېراک، د میسوري په سینټ لویز کې د انهیوسر-بوش د بیر په کمپنۍ کې دنده ترسره کوله. [۲۰]

شېراک په سامور کې د زغره وال پلي ځواک د احتیاط پوځي افسر په توګه وروزل شو. وروسته نوموړي په خپله خوښه د الجزایر په جګړه کې د شخصي اړیکو پر بنسټ ګډون وکړ، که څه هم له هغه جګپوړي کسان لا هم په احتیاط کې پاتې وو. د هغه جګپوړو چارواکو نه غوښتل چې نوموړی د افسر په توګه وټاکي، ځکه چې دوی شک درلود چې هغه کمونیستي لیدلوری لري. نوموړی په ۱۹۶۵ز کال کې د پلټونکو په محکمه کې پلټونکی شو. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  2. "Chirac, Jacques". Longman Dictionary of Contemporary English. Longman. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  4. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  5. He was ex officio Co-Prince of Andorra
  6. Privatization Is Essential, Chirac Warns Socialists: Resisting Global Currents, France Sticks to Being French Archived 9 May 2008 at the Wayback Machine., International Herald Tribune.
  7. "Jacques Chirac President of France from 1995 to 2007". Bonjourlafrance.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Giavazzi, Francesco; Alberto Alesina (2006). The Future of Europe: Reform Or Decline. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262012324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. France, Connexion. "Chirac gets 2-year suspended sentence". www.connexionfrance.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Fichier des décès – année 2019" [Death file – year 2019] (په فرانسیسی ژبه کي). National Institute of Statistics and Economic Studies. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 26 September 2019 باندې). Jacques Chirac, French president, 1932-2019.
  12. "The last true Gaullist: how Jacques Chirac charmed France". www.newstatesman.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Jacques Chirac Fast Facts". CNN. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 15 December 2011 باندې). Jacques Chirac verdict welcomed by anti-corruption campaigners. The Guardian.
  15. "Quelques Anciens Celebres". Hattemer. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chirac, Jacques (2012). My Life in Politics. St Martin's Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1137088031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Famous Ruggers by Wes Clark and others Archived 19 August 2009 at the Wayback Machine.. Retrieved 19 August 2009.
  18. "Jacques Chirac, sabre au clair". L'Humanité (په فرانسیسی ژبه کي). 8 May 1995. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. France 3, 12 November 1993
  20. (په 26 September 2019 باندې). Jacques Chirac, former French president, is dead at 86. CNN
  21. Péan, Pierre (2007). L'inconnu de l'Elysée (په فرانسیسی ژبه کي). Paris: Fayard. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2213631493. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Emmanuel Hecht and François Vey Chirac de A à Z, dictionnaire critique et impertinent, A. Michel, 1995, کينډۍ:ISBN
  23. "Jacques Chirac". CVCE.eu. 30 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)