ژان ژاك روسو

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

ژان ژاك روسو د 1712ز، كال د جون پر 28_مه د سويس په ژنيو ښار كي وزېږېد، تر زېږېدو شل ورځي وروسته يې مور مړه شوه، روسو په دې اړه داسي ليكي:

"زه خوار او معيوب نړۍ ته راغلم او مور مي تر ما قربان شوه، زما زېږېدنه زما لومړنۍ بدمرغي وه." پلار يې اسحق، چي ساعت جوړوونكى و، له آره فرانسوى او ښه خوندور سړى و.

دا كوچنى خپلي عمه(سوزان) ته وركډه شو، هغې په پوره مېړانه د روسو پالنه پيل كړه، پلار يې د خپل كوچني روزني ته پام نه كاوه، خو د دې لپاره چي خپل زوى له شپږ كلنۍ څخه لوست او مطالعې ته وهڅوي، نو هغه ته به يې رومانونه په لوړ ږغ ويل، كله چي دا رومانونه چي تمام شول، بيا يې نور كتابونه هم همدا ډول ورته وويل، د دې كتابو اغېز د كوچني روسو د ذوق په روزنه كي ډېر زيات و، دى خپله په دې اړه ليكي:

"په ما كي تر فكر مخكي احساس راوټوكېد، چي له دغه خطرناكه ډول څخه شهواني غريزه را پكي وخوځېده چي په وړكتوب كي زما په نس پوري تړلې وه. روسو په اته كلنۍ كي د آكا د زوى سره په بوسي"Bossey" كلي كي اوسېدوى چي پيسې او خرڅ حكومت وركاوه. د بوسي زړه وړونكى پنځ(طبيعت) او شنو نندارو د روسو په زړه كي له پنځ سره مينه رازرغونه كړه، خو دوه كاله وروسته لاړ شو چي بېرته د آكا له زوى سره ژنيو ته ولاړ شي. روسو غوښته چي مذهبي لارښود شي، خو پلار او آكا يې هيله درلوده چي هنرمن شي، هغه و چي په ديارلس كلنۍ كي د يوه ځان غوښتي او سخت زړي ډبرتوږونكي سره شاګرد كړ. درې كاله يې په ډبرو ستونزو، ښكنځلو او رټنو ورسره تېر كړل، كله چي يې د استاد زور او وهلو ټكولو نور د ده د زغم كاسه نسكوره كړه، نو د 1728كال د مارچ پر 14_مه په پټه او تش جېب له ژنيو څخه وتښتېد، لالهانده ل يوه ښاره بل ته تلى او د ژوند تېرولو لپاره يې ډېرو ټيټو او سپكو كارونو ته لاس اچاوه، كله به د مذهبي لارښود له كوره راوتى او كله هم له "تورن" يتيمتون څخه او اخر هم له رنډۍ خانې څخه، ديارلس كاله دغه ډول سرګردان ګرځېد، له ډېرو پېښو سره مخ شو او له ډېرو ښځو سره يې وپېژندل.

په 1741م كي بېرته پاريس ته راغى، يو كال وروسته له يوې نجلۍ "ترز" سره چي كوچنى مېلسمتون يې درلود او هم يې د مور وپلار ساتنه كوله آشنا شو، دا مهال يې د منشيتوب او موسيقۍ د نوټو له لاري څه پيسې ميندلې، د پلار يو څه پاتمړي يې چي ور رسېدلي وو ژر خلاص كړل او يو مخ فقير شو، دا مهال د ترز كوچنى په نس كيږي او روسو په دې اړه سخت اندېښمن كيږي، دا ځكه چي دى به ونه شي كولاى چي خپله لږ ګټه به خپل كوچنى وروزلاى شي، سربېره پر دې كېداى شي چي د ده خپل ژوند له سره ګډوډ شي، ځكه نو كله چي يې كوچنى پيدا شو، هغه يې په اصطلاح په مسجد كي كښېښود چي هر چا يووړى. د روسو پنځه اولادونه پيدا كيږي او د ټولو سره همداسي چم كول. خامخا به وروسته روسو په دې كار له خپل وجدانه شرمېدلى وي او زړه به يې د پښېمانۍ په اور كي سوځېدلى وي او د دغي ګنا د اغېز له مخي د "امگېل" كتاب په لومړۍ برخه كي ليكي: "څوك چي د پلارولۍ دنده نه شي تر سره كولاى د پلار كېدو حق نه لري." په هر حال، دا چي روسو منظمي زده كړي نه وې كړي او هم يې ډېر كمال او هنر نه و زده كړى، خو څنګه چي ډېر حساس، د سرشاره ذوق څښتن، ښورنده او پياوړى قلمكار و او هم ډېر هڅاند و، نو ويې شواى كولاى چي د فرانسې د هغه مهال د سترو ليكوالو ځاى خپل كړي. د ده خبرو غالباً له دوديزو عقايدو او څرګندو عقلي حكمونو سره توپير درلود، خپله يې هم دې شي ته پام و او داسي وايي: "دا مي ډېره هيله ده چي د توپيرونو څخه ډك سړى واوسم آن چي د خيالونو، اندېښنو او وهمونو سړى." كه د روسو نظر د زياترو سره جوړ نوي، خو ډېر ښه، كنه نو بيا به هم دى هغه نړۍ ته اعلان كړي كه څه هم خبره رسوايي ته ووزي. په دې ډول نو نژدې تر څلوېښت كلنۍ پوري يې كوم مهم اثر ونه ليدل شو.

په 1719كال كي روسو په "مركوردو فرانس" ورځپاڼه كي ولوستل: د "ديژن" ښار فرهنګون لاندي موضوع سيالۍ ته وړاندي كوي: (آيا د پوهي او صنعت پرمختګ به د خلګو دودونه او خويونه چگټل كړي؟ يا سم؟) روسو هم په دې سيالۍ كي برخه واخيسته او "د پوهنو او صنعتونو په اړه خبري" تر سرليك لاندي يې خپل عقايد او نظريې فرهنګون ته ورسولې. كار وروسته روسو خبريږي چي مقالې يې جايزه وړې ده، له دې ځايه نو د روسو نوم خولو ته لوېږي او انګازې خپريږي. روسو په دې مقاله كي په رښتيا سره زبات كړې وه چي د پوهي پراخي او پرمختګ په ښكاره انسان ته هوسايي بخښي، خو معنويت يې چټلوي. پوه سړى هنرمن كيږي، خو انسان كيږي نه. د دې مقالې خپرېدو ډېره توده قلمي جګړه رامنځته كړه، پر روسو سخت او بې زړه سويه بريدونه وشول. روسو به ځينو ته ځواب او ځيني به يې بې ځوابه پرېښول. په هر حال دا مقاله له روسو څخه نوموتى ليكوال او د خلګو پاموړ ګرځوي. روسو د ايټاليايي موسيقۍ د خاطراتو د يادوني تر اغېز لاندي "د كلي پټي ليدونكى" تر سرليك لاندي ننداره وليكله او په "قونتن بلو" كي د سلطنتي كورنۍ نندارې ته وړاندي شوه او د روسو د لا زيات نامه لامل شوه. "دوك دومون" هيله وكړه چي دى پاچا ته ور وپېژني خو ده ونه منله. درې كاله وروسته د "ديژن" ښار فرهنګون بيا د سيالۍ لپاره نوې موضوع په دې ډول را وړاندي كړه: "د خلګو په منځ د نابرابرۍ سرچينه څه ده؟ آيا دا نا انډولي د طبيعي قانون له مخي سمه ده؟" روسو په "د خلګو په منځ كي د ناانډولۍ خبري" كي فرهنګتون ته ځواب وليكى. د خبرو شيره يې دا وه چي: د خلګو تر منځ ناانډولي د مدنيت او ټولنيز ژوند له امله توپيرونه په طبيعي ډول د دوى لپاره خطرناك نه دي. طبيعي انسان، ښه، خپلواك او خوښ دى، خو ټولنيز انسان بد، غلام، سراښ او ناخوښه دى. په ټولنيز ژوند كي، زه او ته، زما شتمني، ستا شتمني، رامخته كيږي، سراښتوب او تمه سره اېشي، ګډوډي رامنځته كيږي او دا ګډوډي د جنګ جګړي لامل كيږي، په پايله كي قاضي، قانون، آمر، مامور په پاى كي حكومت او ټولو د مدنيت غوښتنو ته اړتيا پيدا كيږي. انسان د لارو چارو، چل او تېرايستلو هـڅه كوي، پوهه او صنعت رامنځته كوي او هر څه چي پرمختګ وكړي په زياتو چټليو كي ننوزي، په پايله كي له خپله ځانه(پنځ) څخه ليري كيږي.

د روسو د فسلفې بنسټ له پنځ سره مينه ده، عواطف د چارو مدار ګڼي، هغه چي زړه يې ګواهي وركوي، دى باوري دى چي پنځ رښتيا ښيي او زړه هم رښتيا ګواهي وركوي، ټولي ناوړي له هغه ځايه پيليږي چي انسان له خپله درانه عقل څخه په چارو كي كار اخلي. څرګنده ده چي دغه ډول فكر او نظر د هغه مهال د پوهانو له فكر سره، چي له پوهي او تمدن سره يې لېونۍ مينه درلوده، زيات واټن درلود او د روسو د وروسته شخړو او نيوو لامل شو. ولټر د روسو د مقالې"د ناانډولۍ په اړه خبري" په ځواب كي ليكي: "ذوق او قريحې هـيڅكله موږ حيوانيت ته نه يو كش كړي، كله چي انسان ستا كتاب لولي، نو زړه يې غواړي چي پر څلورو ولاړ شي." دا چي روسو د انسان ټولي بدمرغۍ او ناوړي چاري له تمدن او ټولنيز ژوندانه زېږېدنه ګڼي، دې ته يې هم پام دى چي خپل طبيعي حالت ته بېرته راتلل ناشونى دى. نو ټولنيز ژوند ښايي چي د ځينو تړونونو او آرونو پر بنسټ يو څه طبيعي حالته ته نژدې كړو، څنګه چي له تمدنه څخه برخمن يو، نو له پنځ څخه هم بايد بې برخي نه شو. د روسو په اند دا كار كېدونى نه دى، خو له دوو لارو كېداى شي: يو خو د يوه ټولنيز تړون او د مدني ژوندانه د تنظيم له مخي او بل د وګړو د روزني له لاري. نو د دغو عقايد تر اغېز لاندي يې دوه ارزښتمن كتابونه "ټولنيز تړون" او "اميل" وليكل. كه چيري د يوې فلسفې ارزښت د هغې د قضيو د سمون، د ځواب وركولو د ډو ل او د دليلونو د پوخوالي له مخي، نيوكه پر وشي او وارزول شي، نو د روسو فلسفه ډېره نيمګړې ده، خو كه يې ارزښت د نامه او خپرېدو له مخي وارزول شي، نو خبره يو مخ توپير لري. كارلايل په خپله نوموتي كتاب"اتلان" كي روسو د فرانسې د اوښتون لامل ګڼي، چي دا بېشكه مبالغه ده، ځكه هغه څه چي يو ولس اوښتون ته هڅوي، د هغه د ژوند ځيني شرطونه دي چي يو يې هم اقتصادي وضع ده، خو رښتيا خبره دا ده چي كله د فرانسې انقلابئان د باسنيل تر نيولو وروسته د خپلو ورانيو د بيارغوني په فكر كي شول، نو د دوى ستر روڼاندي د روسو د نظريو په اړه سره راټول شول او د روسو ځيني نظريې تر يو مهاله د خپلو كړنو مرستندوى وټاكلې.

روسو د ټولنيز ژوند د بنسټ د ټينګښت د هغې ټولني د وګړو د ښې روزني له مخي ګڼي او په دې اړه يې د ښووني او روزني يو كتاب "اميل" لكلى دى. اميل چي د روسو په نظريو خيالي كوچنى دى، د هغو آرونو له مخي چي په پام كي يې ور ته نيولي دي، پالنه يې كوي، دا كتاب كه څه هم لكه د روسو نور آثار غلط او تخيلي مطلبونه لري، خو بيا هم د لطيفو ټكو، ځيرو څېړنو لرونكى او د فرانسوي ادبئاتو له غوره آثارو څخه ګڼل كيږي، د روزني په اړه د روسو نظريې دا ډول دي: پر هيچا بايد هيڅ شى ونه تپل شي او نه هم يوه كار ته اړ ايستل شي، بلكي د كار تګلاره بايد داسي جوړه كړه شي چي د ده طبيعي غريزې ومنل شي، بيا نو كېداى شي چي د ښه فكر، ښې وينا او ښې كړني هيله ځني وشي.

كه څه هم ټولنيز تړون په فرانسه كي دومره چيغي او بغاري ونه زېږولې خو اميل د مسلمانانو او مسيحيانو او فيلسوفانو، چي يو د بل پر وړاندي ولاړ وو، قهر او غضب د ده پر وړاند راپاراوه. مسيحي مشران او سياستوال د رسو پر وړاندي يو لاس شول، د پاريس پارلمان د كتاب د سوځلو او ليكوال د بند امر وكړ، څلور ورځي وروسته د ژنيو شورا د ده دواړه كتابونه وغندل، څه مهال وروسته برن هم همدا فتوا وركړه، په دې اړه روسو وايي: "په ټوله اروپا كي مي پر ضد يو داسي له قهر او غضب څخه ډكي چيغي پورته شوي وې چي هيڅ سارى يې نه درلود." د ولټر غندنليك د روسو ستونزي نوري هم پسي ډېري كړې او د عاړي وګړو احساسات يې پر راوپارول، په ټوله اروپا كي يې د آرام ځاى ورك شو، يو وار سويس او له ځايه انګلستان ته وتښتېد، د ډيويډهيوم په مادي او مانيز ملاتړ يي ژوند كاوه، خو د ډيويډهيوم سره يې هم ذوقي توپير درلود او كله_كله به يې شخړي كولي، په 1767م كال كي يې انګلستان هم پرېښود او په فرانسته كي نوموتي خطيب د ميرابو پلار ته ورغى، بيا يې په نرماندي كي استوګنه غوره كړه. د 1770م كال تر اپريل پوري هلته پاته شو، هلته يې فكر وكړ چي بايد بېرته پاريس ته لاړ شي، د دښمنانو خولې پټي كړي، كلونه وروسته يې خپل "اعترافونه" وليكل، غوښتل يې چي هغه د خپلي بېګناهۍ د زبات لپاره په پاريس كي غونډو ته واوروي. د روسو "اعترافونه" كتاب په رښتيا يو د تر ټولو په زړه پوري ژوندليكونو څخه دى چي يو ليكوال يې په خپل قلم ليكي او خلګو ته يې وړاندي كوي، خو بيا هم ونه توانېد چي د نوموړي كتاب په زور د هغه مهال د فرانسې لړلي چاپېريال د هوسا سا ايستلو لپاره پاك كړي، په پايله كي "خبري اتري" او "د يوه ګوښه ګرځندوى تخيلات" كتابونه وليكل. پاريس ته تر راتګ وروسته يې طبيعت مخ پر خرابېدو و، هغه و چي د 1778م كال د جولاى پر دويمه يې خپل 66 كلن ترخه ژوند ته د پاى ټكى كښېښود. تر مرګ وروسته يې ډېر مينان پيدا كړل، د هغو ستونزو، غمونو او سرګردانيو د جبران لپاره يې، چي د ده ژوند يې ور تريخ كړى و، ډېري ځلاندي او پرتميني غونډي جوړي كړې، تر مرګ شپاړس كاله وروسته د پاريس د كنوانسيون په آمر يې مړى د پاريس پانستون ته چي د پاريس تر ټولو غوره هديره وه راوړل شو.

(د محمديار ژباړه)