ډولومیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډولومیت

ډولومیت ته (کلسیم مگنيزيم کاربونات) هم وایي. کیمیاوي فورمول یي [CaMg(CO3)2]دی. د ډولومیت پیدایښ سم څرگند نه دی. خو څه پوهان په دې اند دي چې دا توکی په سمندر کې موندل شوې دي. په خړ، نسواري، زېړ – نسواري ډوله، تور او بې رنگه لیدل کېږي. کلکتوب یې د ۳،۵ څخه تر ۴ او کثافت یې ۲،۸۵ [kg/dm3] دی. دغه توکی د ودانۍ د ښکلا او یا د اور په وړاندې لکه ډبرې کارېږي. ډولومیت د مگنیزیم اکسایډ دا پیدا کولو لپاره هم کارېږي.