ډاپسون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
د ډاپسون کيمیايي فورمول
د ډاپسون ماليکيولي فورمول

ډاپسون (په انګرېزي: Dapsone) د سلفونمايډ درملو له ډلې دی او د ډای امينو ډايفېنيل سلفون په نوم هم يادېږي.

کارېدنه

ډاپسون د جذام او د نمونيا په ځينو بڼو کې کارېږي. د دغه درمل جانبي عوارضو کې تبه خارښت شامل دي.

د اغېزو مېکانيزم

ډاپسون د نورو سلفونمايډ درملو په څېر د فولېټ د جوړښت مخنيوی کوي. ډاپسون يو چټک جذبېدونکی درمل دی او د بدن په مايعاتو کې په پراخه توګه خپرېږي. د ډاپسون نيم ژوند يوه يا دوه ورځې دی او په پوستکي، پښتورګو، ځيګر او عضلاتو کې يې د پاتې کېدلو شونتيا ډېره ده. له بدن نه ډاپسون د صفرا يا تريخي له لارې وځي خو کله چې کولمو ته ډاپسون راورسېږي نو له هغه ځايه بېرته جذبېږي. د متيازو له لارې ډاپسون په بېلابېلو کچو او اندازې وځي او د پښتورګو د عدم کفايې په خاطر بايد په لږه اندازه وکارېږي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې