ډايازيپم
د ويکيپېډيا لخوا
ډايازيپم (په انګرېزي: Diazepam) د بنزوډايازيپم يو بنسټيزه ټرانکولايزر يا خوبور درمل دی چې په طبي درملنو کې ډېر کارېږي. دا درمل په اضطرابي حالت او د بېخوبۍ په لنډ مهالې درملنې کې کارېږي. د دې تر څنګ د سټېټس ايپيلېپټيکس يا د مېرګي حالت کې، د لويو او وړو جراحي عملياتو دمخه او وروسته، د اېنډوسکوپيکي معايناتو او تر انستيزي لاندې د ناروغانو په تسکين کې او په اضطرابي اندېښمنيو کې کارېږي.