ډانګسر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د بېلابېلو ډانګسرانو فوسلونه

ډانګسر (په انګرېزي:Dinosaurs) (جمع: ډانګسران) يو ډول ژوي او ځانګړې ډله ده چې د ټراي اسېک پېر، نژدې ۲۳۰ ميليونه کاله پخوا د لومړي ځل لپاره ښکاره شول او تر ۱۳۵ ميليونو کالونو پورې د زمکې مسلط ژوي وه چې دا موده د جوراسيک پيل (نژدې ۲۰۰ ميليونه کاله وړاندې) نه تر کريټاسيوس (۶۵،۵ ميليونه کاله وړاندې) پورې وغځېده. او په همدې توګه کله چې د کرېټاسيوس-پاليوجين د ورکېدنې پېښه د ډانګسر ډلې د ژويو ورکېدنې ته يې لار پرانيسته نو دا د مېسوزويک پېر پای و. انسانانو ته لاس ته راغلي فوسلونه دا په ډاګه کوي چې مارغان د تېروپوډ ډانګسرانو له ډلې د جوراسيک پېر په وخت کې تدريجي بدلون موندلی چې موږ وييلی شو چې مارغان د اوسني وخت يو ډول موډرنه ډانګسران دي.