ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ
ShKH vz. 77

وسله لیري ویشتونکي توپ
تولیدونکی چکوسلواکیا
جوړونکی Konštrukta Trenčín

ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ (په چېکي: Dana 152mm samohybná kanónová houfnice) د ۱۵۲ میلیمترو پخپله څرخېدونكى او پخپله چارجېدونکی لیري ویشتونکي توپ دي چی د مځکني پوځونو د توپخانې ملاتړ لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نوموړي توپ د چکوسلواکیا په جمهوریت کی د ۱۹۸۰ کال څخه تر ۱۹۸۹ کار پورې جوړېده.

تاريخ[سمول]

ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ په ۱۹۶۹ کال کی په سلواکیا کی د ترېنچین (Trenčín) په ښار کی طرح شو او لمړني توپ په ۱۹۷۲ کال کی جوړ شو او لمړنی ازمیښت یی په ۱۹۷۲ کال کی ترسره شوه. تر ۱۹۸۸ کال پورې ۷۰۰ توپونه جوړ شول او د چکوسلواکیا پوځ ۳۶۴ توپونه لاس ته ورغلل. دغه توپ پولنډ، لیبیا او شوروی اتحاد ته صادر شو او پولنډي پوځ د ۲۰۰۱ کال څخه ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ په افغانستان کی هم کاروي. د چکوسلواکیا تر تقسیم وروسته په ۱۹۹۳ کال کی په سلواکیا کی ډانا توپ عصري شوي مادل چی زوزانا په نوم یادېږي جوړ شو.

توصیف[سمول]

ډانا مادل ۷۷ توپ د ۱۵۲ میلیمترو لیري ویشتونکي توپ دي چی د 8x8 پر ټاټرا ۸۱۵ شاسی باندي نصب شوي دي او واټن ویشتونکي یی ۱۸،۷ کیلومترو دي. پرته له لیري ویشتونکي توپ نه پر موټر باندي د ۱۲،۷ م.م. د الوتکې ويشتونکي ماشیندار هم نصب شوي دي.

زوزانا مادل لیري ویشتونکي توپ[سمول]

زوزانا مادل لیري ویشتونکي توپ د ۱۵۵ میلیمټرو عصري شوي ډانا مادل ۷۷ لیري ویشتونکي توپ دي چی په ۱۹۹۷ کال کی په سلواکیا کی جوړ شو. د زوزانا توپ واټن ویشتونکي ۳۹ کیلومترو دي.