چېکيان
| Clockwise from upper left: کارل ۴, یان هوس, یان آموس کمېنسکي , František Palacký, Jan Evangelista Purkyně, يان ژيژکا , Antonín Dvořák, Tomáš Garrigue Masaryk and واتسلاف هاول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| د ټولو وګړو شمېر | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
| د ۱۱-۱۲ ميليونه په شاوخوا کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| د يادولو وړ سيمې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ژبې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| مذهب | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
بي مذهب 59%, رومن کاتوليک 26.8%, پروتېستانت 2.1%, چېک اورتودوکس (27,000) نور 3.3%, ناڅرګند 8.8%[8] |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| اړونده توکم ډلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
نور سلاويان, په ځانګړې ډول نور لوېديځ سلاويان[9] |
چېکيان (په چېکی ژبې کې:Češi) یو د لویدیځی سلاوی قوم دی چې په ځانګړی ډول په مرکزی اروپا کې ژوند کوی. دغه قوم په چیکی ژبې خبری کوی او ۱۲ میلیونه تنه لری. چېکیان په ځانګړی ډول مسیحیان دي.
تاریخ
د تاریخ پوهانو په نظر چېکیان د لوېدېځ د سلاوی قبایلو څخه دی چې په پنځمه پېړۍ کی د آسیا څخه منځنی اروپا ته راغللې. په لسه پېړۍ کی د پښيميسل حکمرانان چېکی قبایل توحید کړ او د موراوا تر نیولو وروسته یی په مرکزی اروپا کی قوی دولت جوړ کړ. په ۱۳ پېړۍ کې د پښيميسل اوتاکار ۱ د حکومت په وخت کې د چېک حکمراني د چېک په پاچایی تبدیل شو. په دی وخت کی د چېک د پاچایی لوېدېځی سیمې د آلمانیانو لخوا هم آبادې شوې. د دی په سبب تقریپا ۱۰،۰۰۰ چېکیان آلمانی ټبره دي. د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی اوج ته ورسېده. پښيميسل اوتاکار ۲ د چېک امپراطوری پراخه کړه او په مرکزي اروپا کې یی قوی او لوی دولت جوړ کړ. په ۱۴ پېړۍ کې چېک پاچایی د لوکسنبورګ د حکمرانانو په لاس کې وه. د هغو حکمرانانو څخه پاچا کارل ۴ تر ټولو مشهور حکمران وو. د پاچا کارل ۴ د حکومت په وخت کی د پراګ پایتخت ثقافتی تعلیمی او سیاسی مهم مرکز وو. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د چېک پاچایی د هابسبورګ د حکمرانانو په لاس کې وو. د هابسبورګ حکمرانان پر چېکیانو باندی ډېر ظلمونه کول او په دی وخت کې آلمانی ژبه رسمی ژبه وه. د هابسبورګ حکمرانان کاتولیکیان ول او غوښتل چی د چېک په پاچایی کی د کاتولیک دین پراخه وکړي. په ۱۷ پېړۍ کې په اروپا کې د کاتولیکی حکمرانانو او د پروتستان د حکمرانانو په منځ کې مذهبی جګړې پېل شول. په ۱۶۲۰ کال کی د چېک په پاچایی کې د پروتستان اشرافان د هابسبورګ د حکمرانانو پر ضد قیام وکړ. مګر د بیلا هورا په جګړې کی ( په پښتو کې: د سپین غر جګړه) د پروتستانو اردو ماته وخورله. تر جګړې وروسته د چېک اشرافان ووژل شول او نورو دینی عالمان مجبور شول چی د چېک د پاچایی څخه تېښته وکړي. په ۱۹ پېړۍ کی د چیکی ژبی ترقی بیا پېل شوه. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او توماش ګاریګ ماساریک د چکوسلواکیا لمړني ولسمشر شو. دغه هېواد تر څو کلو وروسته صنعتی او بدایی هېواد شو. په ۱۹۳۸ کال کې د چکوسلواکیا د لوېدېځ برخې چې د آلمانیانو لخوا آبادې شوې د چکوسلواکیا څخه بیل شوې او د آلمان سره یوځای شوې. په ۱۹۳۹ کال کې سلواکیا خپلواکی علان کړه او چېک د آلمان د پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۹۴۵ کال کې د نړۍ تر دویمې جګړې وروسته د چکوسلواک جمهوریت بیا جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال کی چکوسلواکیا سوسیالیستی هېواد شو. په دی وخت کی تقریبًا ۳۰،۰۰۰ چېکیان مجبور شول د چکوسلواکیا څخه نورو غربي هېوادو ته کډه وکړي.
References
- ↑ Obyvatelstvo podle národnosti podle krajů
- ↑ 2004 survey
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Statistics Canada.
- ↑ 2006 census Data : View by Location
- ↑ CSO - Statistics: Persons usually resident and present in the State on Census Night, classified by place of birth and age group
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Moschella, Alexandre Edição 214, Um atalho para a Europa. Editora Globo. URL accessed on 2008-01-31.
- ↑ http://www.bosna.unas.cz/bosnacesko.html
- ↑ 1-19 Population by denomination and sex: as measured by 1921, 1930, 1950, 1991 and 2001 censuses (PDF), Czech Demographic Handbook 2006.
- ↑ Slav (people) — Britannica Online Encyclopedia
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Ethnologue - Slavic languages. www.ethnologue.com. URL accessed on 2011-03-16.