چنګېز ايتمانوف

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
چنګېز ايتمانوف

چنګېز ايتمانوف د قرغزستان اوڅار ليكوال او د ډېرو جايزو ګټونكى " چنګېز ايتماتوف " د ۱۹۲۸ زېږديز كال د ډيسمبر په ۱۲ د قرغزستان د "شېكېر" په كلي كې زېږېدلى دى . ايتماتوف په لومړي سر كې په كليوالي ښوونځي كې ، وروسته يې بيا د ولسوالۍ په ښاري ښوونځي كې زده كړې وكړې . د ۱۹۴۳ ز جگړه ييز كال په دوبي كې ، كله چې په كلي كې نارينه بېخي لږ پاتې ول ، زلمى "ايتماتوف" د "شېكېر" د كليوالي شورا مشر شو . د ده لومړنى ناول " جميله " هم پر همدغه كال ليكل شوى دى. "چنګېز" وروسته په "جامبول" كې د زولوژۍ په تخنيكم كې ، بيا يې د قرغزستان د كرنې په انستيتوت كې زده كړې وكړې او دغه انستيتوت يې په ۱۹۵۳ ز كال كې پاى ته ورساوه . پلار يې دغه مهال د قرغزستان د ايالتي ګوندي كومېټې منشي وو . د انستيتوت له پاى ته رسولو نه وروسته ، "ايتماتوف" د قرغزستان د څارويو د پوهنيز – څېړنيز انستيتوت په فارم كې كار كاوه . له ۱۹۵۲ ز كال نه راوروسته په سيمه ييزو ورځپاڼو او مجلو كې دده يو شمېر كيسې او داستانونه چاپيږي ، او له دې سره سم د ادبياتو نړۍ ته ننوزي . "ايتماتوف" روسي ژبې ته د قرغزي ليكوالو اثار ژباړي . له ۱۹۵۶ ز كال نه تر ۱۹۵۸ كاله نوموړى په ماسكو كې د ماكسيم ګوركي په نامه د ادبياتو په انستيتوت كې زده كړې كوي ، او په ۱۹۵۷ ز كال كې د شوروي اتحاد د ليكوالو د اتحاديې غړى كيږي. په ۱۹۵۸ ز كال د "نووي مير " په مجله كې د "ايتماتوف" د "جميلې" ناول چاپ شو ، چې د ليكوال په پنځونه كې يې لوى ځاى ونيو . پخپله "ايتماتوف" په دې اعتراف وكړ ، چې دغه ناول ته د "نوي مير" مجلې پازوال چلوونكي "ا . تواردوفسكي" نوم وركړ. كله چې نوموړى ناول په اروپايي ژبو وژباړل شو ، نو ايټالوي ، فرانسي ، انگليسي لوستونكو په هغه كې د ځان لپاره په بشپړه توګه يو ناڅاپي څيز راوسپړه ، چې هغه د هغه ځانګړتيا ، په زړه پورې عجيبه بشپړتيا ، د هغه ژورې او نازكې ولولې وې . كه څه هم پخپله د ليكوال په هېواد قرغزستان كې دغه "زړوره سندره" د ټولو لوستونكو له خوا يو ډول درك نه شوه ( ليكوال د " جميلې " په ناول كې ختيځه ښځه زښته ډېره ازاده او خپلواكه ښودلې ده ) سربېره پر دې ، بيا هم پخپله د ليكوال لپاره دا ناول د ډېرو مفاهيمو له پلوه يو ځانګړى اثر وو . په راوروسته كلونو كې "ايتماتوف" په ډاډمنتيا سره په ليكوالۍ كې د خپل قرغزستان سكالو په كار اچوي . له "جميلې" نه وروسته ليكوال د هغې نورې څېرې لټوي ، خو ټولې لټونې يې د " ګناه " په اډانې سره محدوديږي . ليكوال وړانديز كاوه ، چې ددې لاندينيو اثارو " زما چنارګى په سره دسمال كې" او "د اوښ ستگه" د كركټرانو خبرو ته يې غوږ ونيول شي . په ۱۹۶۳ ز كال كې ليكوال د "مورني ټاټوبي" په نامه ناول وليكه ، چې په ارګانيكي ډول پكې ټوليز قانون او د ژوند واقعيت يو ځاى شوي وو . په هماغه كال كې د ليكوال يو بل ناول "لومړنى ښوونكى" هم چاپ شو ، خو دغه ټول اثار دده لپاره په لوى نثر باندې له پيل كولو نه مخكينى پړاو ګڼل كېده. په ۱۹۶۶ ز كال كې د "ايتماتوف" نوى اثر " له گلسارې سره خداى پاماني " چاپ شو . له اره ددغه ناول سكالو په يوه غونډله كې راټوله شوې ، چې د ټول اثر سوژه زېږوي: " خړ اس دده زړښت ته له غاښي ( كوتل ) نه ها خوا انتظار ايست ، او تنو باى دا مهال د ځوان ، سمند او يرغه اس سورلي كوله." دا د ختيځ د ظريف ، نازك فصاحت او وضاحت يواځينۍ ساده بېلګه نه ده ، دا له ګڼ شمېر بېلګو څه يوه بېلګه ده. دا د نثري شاعرانه ښكلا د منځ زړى دى ، د ټول بيان لپاره يو دى ، چې په سوژه ، سريزه ، او پاى باندې بدليږي. د "زړښت اس" وخته بيا ولاړ دى او اتل ته انتظار باسي ، لكه په ژوند باندې چې د انسان له پيل كېدو نه مخكې كومه پيلامه وي. دى هغه ته له غاښي نه ها خوا انتظار باسي ، او تنوباى ورو ورو دغه راتلونكي ، يانې زړښت ته ورځي . له دې سره يو ځاى ځوان ، سمند ، يرغه اس هم زړيږي ، په كمزوري او جاډنګ اس باندې بدليږي. "په زړه بگۍ كې زوړ سړى سپور ، بګۍ روانه وه . د ګلسارې سمند يرغه اس هم زوړ و ، ډېر زوړ..." له "غاښي نه ها خوا لار" داسې پيل كيږي ، هغه لار چې يو مهال يې د كركټرانو ، يانې اس او سپاره ورو ورو مزل نه مانه... نن ورځ هغوى زاړه شوي او خپلې وروستۍ پولې ته روان دي. د ايتماتوف د "سپينې بېړۍ" ناول ، چې په ۱۹۷۰ ز كال كې چاپ شو ، له اره اتو بيوګرافيكي ناول دى . ليكوال پخپله اعتراف كوي ، چې ډېر پخوا يې غوښتل د هغه څه په باب كيسه وليكي ، "څه چې زموږ له خوا ميراث پاتې شوى او څه چې مو له لاسه وركړي دي ." "سپينه بېړۍ" يو ارمان دى ، چې يو كوچنى هلك هغې ته ، يانې خپل دغه ارمان ته په لامبو ورځي . "كوچنى هلك اوبو ته ورګډ شو. اوس نو كوچني هلك لامبل او نه ډارېده...هلك په دې باره كې فكر كاوه ، چې څومره به ښه وي ، كه چيرې دى په كب بدل شي ، چې وكولاى شي په سيند كې سپينې بېړۍ ته ځان ورسوي..." په ناول كې د هلك مړينې ته پراخه مانا وركول كيږي . سوژه د حيرانتيا تر بريده ساده ده. كه چيرې يې كيسه وليكل شي ، په رښتيا سره هم كېداى شي په لسو مخونو كې ځاى شي ، لكه څرنګه چې په لومړي سر كې هم همدغسې په پام كې نيول شوې وه. كله چې پولې ته نږدې ګاوزې راغلې ، د هلك نيكه ، چې يو مهال يې خپل لمسي ته ويلي وو ، چې د ګاوزو وژل ګناه لري او اوبال دى ، پخپله يې د توپك په ګولۍ د "مارال" گاوزه وويشته . دغې پېښې په ماشوم باندې دومره سخت اغېز وكړ ، چې سيند ته ولاړ او ځان يې په اوبو كې ډوب ( غرق ) كړ . ټوله سوژه همدا وه. "سپينه بېړۍ" د جنايت او سزا په باره كې ځانگړى بيان دى. د "ايتماتوف" نور ناولونه "سپينې بېړۍ" ته ورته نه دي . "سپينې بېړۍ" پخپل ځان كې بېلابېل ادبي ډولونه ، ځېلونه ( ژانرونه ) ، لوري او سبكونه رانغښتي دي . هغه لكه د ختيځ بازار هر څه پكې شته ، څه چې دې زړه غواړي ، پكې موندل كيږي . بې له شكه د ليكوال بل برى دده د "فوديزيام ته ختل" له ډرامې سره تړلى دى . ددغې ډرامې سوژه ډېره ساده ده؛ داسې ښكاري چې د ډراماتيكي كار لپاره دا ډول سوژه ډېره نېستمنه وي . ددغه اثر ډراماتيكي بنسټ له څه شي نه جوړ شوى دى ؟ څلور كسه پخواني ټولګيوال د پنجشنبې په ماښام د مېلې كولو لپاره راټوليږي ، لږ لږ مشروب څښي او د يو بل په وړاندې پخپلو كړو اعتراف كوي؛ كره دا چې هر يو خپل ځان سپينوي ، خو هر يو پخپله پړه هم پوهيږي ، د خپل پينځم ورك ملګري ، چې مېلې ته يې نه دى رابللى ، په وړاندې ځانونه پړه احساسوي . په دې ډول په "فوديزيام" كې صبور نشته ، خو اتلان يوازې دده په اړه فكر او خبرې كوي ، دده شعرونه لولي ، وروستى ليك ، چې دوى ته يې رالېږلى وو ، لولي ، په بله وينا د هغه په څرګندونو ، كلام او يادونو باندې د شاعر څېره جوړوي . زمينه او بنسټ شته ، خو د لوى يا مركزي كركتر ( پرسوناژ ) انځور نشته . لوى كركټر لا پخوا له صحنې نه وتلى دى ، ځكه خو په صحنو كې بې ډرامې ډرامه جوړيږي ، له رامنځته شوې تراژيدۍ نه وروسته تراژيدي ، چې موږ ونشو كولاى ويې وينو ، خو دلته يې په باره كې ډېر ويل كيږي. دغه څلور ټولګيوال هڅې كوي چې له تشو او زړه تورونكو خبرو نه ځانونه خلاص كړي ، هممهال ساتيري كوي ، له غره نه ډبرې راغورځوي ، له ډبرو نه يې يوه په يوه زړه ښځه لګيږي او وژل كيږي . د جنايت او خيانت پټ راز ليكوال د بل راز له لارې تشرېح كوي ، د بلې تصادفي وژنې له لارې . شك شتوالى لري ، خو كره او ښكاره زباد نشته . خبره داده چې پرسوناژونو ته په هر حال سزا وركول كيږي . څوك د حماقت ، څوك د حسادت ، څوك د كړاو ، د پښېمانۍ او توبې په سزا محكوميږي . د ليكوال "ايتماتوف" بل ناول " برګ سپى ، چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې " داسې ښكارېده ، لكه د ليكوال د شل كلنې ادبي كارندتيا پايله اخيستنه چې پكې شوې وي . پخپله ليكوال ويلي دي : " تاريخ زموږ په وړاندې د انتخاب ډېر سخت او ظالم شرايط رامنځته كړل ، يانې "يا دا او يا دا". نن ورځ موږ ټول په يوه بېړۍ كې سپاره يو ، له بېړۍ نه د باندې بې پايه كيهاني لايتناهي توب دى . پرسوناژونه په يو سرحدي حالت كې دي . بېړۍ نړۍ ده . زه خپله دنده په دې كې وينم ، چې د كركټر اخلاقي بنسټ تر سخت ازمايښت لاندې راولم." "ايتماتوف" خپلو اثارو ته ډېر كره نومونه وركوي . اره موخه ، اره مانا په استعاره ( كنايه ) كې پټه ده ، لكه په وروستني ناول كې : "برگ سپى چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې" د " اوبو او وچي جبهه"... ليكوال پخپل رومان " او پېړۍ پسې اوږديږي..." كې داسې ليكي : كله چې انسان د خپلې زمكې له پولې نه ووزي ، دا نو انسان نه دى ، بلكې فرد "ايندېويد" دى او ټول بشريت له هغه سره يو ځاى د كيهان په لور ګام اخلي" ... په شوروي ادبياتو كې د ليكوال "ايتماتوف" د "پلاخا" ( كوندې ) رومان رامنځته كېدل يوه لويه پېښه وه. نوموړي رومان د بېلابېلو نظرياتو او نويو مباحثو څپه راوپاروله. د ليكوال اثار په ټوله نړۍ كې په بېلابېلو ژبو ژباړل كيږي او چاپيږي . دده اثار له پخواني شوروي اتحاد او روسيې نه بهر د نړۍ په اويا (۷۰ ) ژبو ژباړل شوي او چاپ شوي دي . دا ددې مانا لري ، چې ددغه قرغزي ليكوال له پنځونې سره په نړۍ كې لوستونكي ډېره مينه لري. د "ايتماتوف" اثار د نباتاتو په شان دي ، چې په ټولو پراخو ، لوړو ، ژورو ، په لوېديځ ، ختيځ ، شمال او سويل كې راشنه كيږي او په هر ځاى كې د لوستونكو په زړونو كې غبرګون مومي . چنگيز ايتماتوف د ۲۰۰۸ زېږديز كال د جون په لسمه له دې نړۍ سترګې پټې كړې . " د "چنګېز ايتماتوف" د "جميلې" ناول زموږ د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال اروا ښاد محمد نادر جلالي پښتو ته راژباړلى دى.

  • محمد طاهر كاڼى

اخځونه

  • . گ . پ . شالايوا ، ف . س . كاپيڅه ، و . . پ . سيتنيكوف ، هر څه د هر چا په اړه ، ۶ - ۱۲ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو چاپ
  • .هېوادمل ، زلمى ، د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال ارواښاد محمد نادر جلالي . لېمه مجله ، ۱۵ ګڼه ۱۸ مخ ، ۲۰۰۰ ز كال جون ، ماسكو ټاپ.
  • .http://ru.wikipedia.org/wiki/Чингиз_Айтматов
شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې