چكنور ملا صېب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چكنور ملا صېب رحمه الله د افغانستان له هغو روحاني شخصيتوو څخه دى، چې د هېواد د خپلواكۍ په جگړو كې يې فعاله ونډه اخيستې ، هغه كه له يوې خوا د جومات د منبر او وعظ له لارې، د خداى او د هغه د رسول حضرت محمد صلى الله عليه وسلم احكامو خپلو خلكو ته رسول، نو له بل پلوه يې د وخت د يرغلگر او ښكيلاكگر ځواك انگرېزانو پر ضد د وسله وال جهاد او غزا لپاره د افغانانو په هڅونه، تنظيم او انسجام كې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړې دي.

هغه د هېواد د نامتو ديني علم او روحاني ضخصيت نجم الدين اخوندزاده (هډې ملا صېب) په څېر م د وعظ او نيحت له لارې د ټولنې د اصلاح او سمنون په چاور كې هڅې كړې دي او هم يې د خپل همدغه رهنما او مرشد په څېر د وطن د خپلواكۍ په جگړو كې د غازيانو او د غزا د لارښونكيو نقش ترسره كړې.

د غزل بابا امير حمزه شينواری د ملا چكنور صېب په اړه داسې ليكي

د ذكر او تسبېح شور ساعت په ساعت رانږدې كېده او هم په دې شور كې به لكه كله د ټوپكو باړونه هم وچلېدل او ورسره به د سرنگي كارتوسو غټې غټې ډزې هم وشې، چې مزكه به يې وخوځوله او موږ په حجره كې ناست خلك لك څكك شوو، په دې وخت كې زما زلمتيتوب ښه په زور كې ؤ، او د داسېهنگامو سره مې ډېره دلچسپي وه، خو د مشرانو په مخكې مېې رگ غوږ ونه خوځولې شو.

پلار مې په كلي كې موجود نه ؤ، مشر ورور مې ناست ؤ، ماته يې وويل چې دباندې لاړ شه وگوره دا څه شور دى؟ ما خو د خداى نه دا غوښتل، په منډه دباندې ورغلم او كه كتل مې د خلكو يو بهير ؤ چې زموږ د كلي پر لور راروان ؤ او څو شېخان ترې په دوو دوو وړاندې راروان ول، زه ورته لږ غوندې پښه نيولې شوم، ځكه چې پوه شوم چې زموږ كلي ته راروان دي او چې راورسېدل، نو يوه پكې فوراً وويل چې: د چكنور ملا صېب ستاسو ځاى ته راځي. او د دواړو حال ته چې مې وكتل، نو داسې رپندى او اضطرار اخيستې ول، لكه د يوه ستر شاهنشاه له لورې قاصدان راغلي وي. او په دې كې څه شك دى، چې د چكنور غازي د روحاني دونيا يو ستر بادشاه ؤ، چې د برې او لرې پښتونخوا نه علاوه د هند او پنجاب په خاوره كې هم د هغوي د سپېڅلي شخصيت انگازې خپرې وې.

ملا صېب د قادريې مسلك پيرو ؤ، خود بتخاك د حضرت صېب نه يې هم استفاده كړې وه او په نقشبندي طريقه كې يې ورله اجازه وركړې وه. د چكنور غازي د هر ډ،ل د تعصب نه پاك ؤ، نه د وجود او شهود په جگړو كې پرېووت او نه د اشارت كولو او نه كولو پخوانۍ جگړه يې تازه كوله. د خپلو مريدانو تربيه يې كوله او چې په ملك به د غېرو چپاو راغې د يو ستر مجاهد په حيث به يې د دښمن مخه نيوله. .. ددې ليك نه زما مطلب دا دى، چې خلك پدې پوه شي، چې اسلامي تصوف په حقيقت كې د صوفي څخه مجاهد جوړوي، هغه شان صوفي ترې نه جوړوي، د كوم ذكر چې مولانا رومي په خپله مثنوي كې كړې دى، چې جهاد ته تللې ؤ، خو چې د اسونو ترپا او د توور خرپا يې ترغوږ شوه، نو بې هوشه پرېووت او بيا چې غازيانو يو لاس تړلې كاپر ورمخكې كړو او ورته ته يې وويل چې هن، واخله، دا ووژوه چې ته هم د غازيانو په كتار كې شمار شى، اوصوفي صېب د هغه د قتل هڅه وكړه، نو هغه بندي كاپر د هغو ځنځيرونو گواښ وكړ، په كومو ترې چې لاسونه تړلي ول، او صوفي صېب بيا بېهوشه شو.

نوم او استوگنځاى

د ملا صېب چكنور اصلي نوم امير محمد او د پلار نوم يې اخترمحمد ؤ، د خپل لاسليك پر ځاى به يې تل )فقير چكنور) ليكه په قوم مومند او د ننگرهار ولايت د مومند درې په چكنور كليك ې استوگن ؤ،

د زوكړې نيټه

د چكنور ملا صېب د زوكړې كره نيټه مالومه نده، خو د ځينو ښاغلو د وينا لمخې چې له ملا صېب سره تل په خدمت كې حاضر ول، هغه مرحوم د خپل مرگ په كال (۱۳۵۰هجري سپوږميز) خپل عمر څلورنيم شلې (۹۰ ) كاله ښودلې ؤ، چې پدې حساب يې د زوكړې كال ۱۲۶۰هـ س اټكلېداى شي.

ښوونه او روزنه

څرنگه چې د ملا صېب پلار په ماشومتو ب كې وفات شوې ؤ، دده درنې مور په ډېره مينه او اخلاص د خپل زوى په روزلو كې ډېرې هلې ځلې كړې وى، او په حقيقت كې د هغې د تربييې اثر ؤ، چې ملاصېب د وطن په ډېرو نامتو مجاهدينو او روحانيونو او سترو شخصيتونو كې حساب شو...........

مذهب، تصوف او طريقه

چكنور ملا صېب اهل سنت او جماعت، حنفي مذهب او د قادريې لارې لاروې ؤ. د هډې صېب ملا د قادريې د طريقې شېخ او د تصوف په څلورو مشهورو طريقو (قادريه، نقشبنديه، چشتيه، سهرورديه) كې اجازه درلوده. او هم يې خپلو ماذونانو او خلفاوو ته د قادريې طريقې نه علاوه په دغه نورو طريقو كې اجازه وركاوه. او هم يې خپلو ماذونانو او خلفاوو ته د قادريې طريقې نه علاوه په دغه نورو طريقو كې اجازه وركاوه.د چكنور ملا صېب هم د هډې صېب له ځآنگړي پام او مهربانۍ څخه بهره مند ؤ، ملا صېب د خپل بزرگوار مرشد جناب هدې صېب له وفات څخه وروسته د طريقې تجديد له جناب بتخاك حضرت صېب عبدالشكور المجددي رحمه الله څخه وكړ، د بتخاك حضرت صېب د هډې صېب له مشرنو ماذونانو او اجل خلفاؤ څخه ؤ، چې د خپل وخت پېشوا او منلې پير ؤ،.

اصلاحي كارنامې او امر بالمعروف

چكنور ملا صېب به تل په خپلو موعظو او خوږۀ موثره ژبه خلكو ته نصيحتونه كول او سمې لارې ته به يې رابلل او بې لاې كسان به يې د شريعت له حكم سره سم تنبه كول او په كال كې به يوه دوره د ننگرهار په بېلا بېلو سيمو كې كوله چې خلك له بدو رواجونو څڅه منع، او د توحيد او نبوي سنتو ته راوبولي. مبارك به په دغاه دوره كې د ځوانانو او پېغلو د نكاح په ټړلو كې له شرعي احكامو سره سم د شرعې مهر په ټاكلو او د گوړې په شربت سره په ساده توگه نكاح تړلې. چې دا كار د خلكو ترمنځ د (گړوبې) دورې په نامه ياد شو.

دغه راز ملا صېب زموږ په ټولنه كې د نورو ډېرو مفاسدو مخنيوي لپاره هلې ځلې وكړې، د مومندو، شينوارو، خوگياڼيو، او د ننگرهار ولايت په نورو ډېرو سيمو كې او دغه راز د كابل د كوه دامان، كردشمن، زمي، خواجه چاشت، قلعه انتفات او د لوگر تر آب بازك پورې به يې امر بالمعروف او نهې عن المنكر كاوه.

جهاد او غزاگانې

مريدانو ته لارښوونې

د هند او عربو پرلور سفرونه

د جوماتونو ودانول

د چكنور ملا صېب رحمه الله ځينې ځانگړتياوې

ناروغي او مړينه

د چكنور ملاصېب په اړه د يوشمېر پوهانو او ليكوالو څرگندونې

د شاعرانو ستاينې او وېرنې

د چكنور ملاصېب د مړينې په اړه د واكمنو فرمانونه او رسمي سندونه

اخځليك

    • نوميالې غاړي (چكنور ملا صاحب رحمه الله عليه)، ليكوال او سمون: ميراجان سيال مومند، كال ۱۳۷۷ل، پېښور پښتونخوا.