څلوريځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څلوريځ يا مربع يو داسې شعر دى چې د وزن او آهنگ له مخې د غزل يا د رباعي په رنگ دى، خو توپير يې د قافيې او د يو ځانگړي اسلوب په مرسته سره کېداى شي، هغه دا دى چې څلوريځ د پيل څخه تر پايه پورې څلور څلور مصرعې، يعنې دوه دوه بيته وييل کېږي او لومړنۍ څلور واړه مصرعې يې په يوې قافيې بناء کېږي، او وروسته به بيا درې مصرعې متحده القافيه او څلورمه به يې د لومړي بند په قافيې سره وييل کېږي، دا لړۍ به په دې ډول تر پايه پورې روانه وي، خو د څلوريځ د وييلو طريقه په دې ډول ده:

کوم وخت چې څلورمې مسرۍ ته را ورسېږي نو هغه اول بيت هم ورسره تکرار شي. خوشحال خان خټک وايي :

دريغه بيا مي دوه په دوه ويلى راز وي لا يو رازويلى نه د بل آغاز وى
ستا له لوري واړه ناز له ما نياز وي په مزه مزه خواږه ويل باز باز وي
هميشه په هغه خوي کښي چې دي خپل وْ هغه خيال چې دي د زلفو د اور بل وْ
دا خسته خاطر مي هسي لکه تل وْ فراغت بېغمه تا سره دم ساز وي
چي به تا پياله د ميو راکوله ستا د شونډو د بوسې سره مي چښله
زه مست وي ته هم مسته لايعقله مى خورى دي په سر تور سر گريواني واز وي
له همه واړه عالمه يې ورتړلى ستا له لاسه زما دم باده خوړلى
صراحي راته خندا کړي شمع ژاړي په جهان کي خو دا دوه ټوکه انباز وي
ښه آواز که ډېر دبربط د موسيقار دى يا د جنگ د مغني يا د مزمار دى
د رباب د چاري تار يا دبل تار دى مه وي دا ستاد جراو وښو آواز دى
د وصال په کامرانۍ مي دسترس وي لکه وه تر هغه مينه يو په لس وي
په نيکخوا باندي ښادي هوا هوس وي مه وي دا په ډېر غم کي چهره زرده د غماز وي
چي يې وليدى د يار په خط وخال کي په هزار رنگه خوښي يې په وصال کي
هومره غم بېلتانه کېښود په خوشحال کښي مه بېلتون وي مه يې دا سوز وگداز وى