څاڅکې

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

څاڅکې (په انګرېزي کی: drops په لاتیني کی: instilace ) ددرمل یو مایع شکل دی چی سترګو، غوږو او پزې ته ورکول کېږی.دغه څاڅکې د فیزیکي خصوصیت په مطابق محلول، سوسپانسیون او امولسیون دي

[سمول] د سترګو څاڅکې

د سترګو څاڅکې

د سترګو څاڅکې یو د استریل ددرمل مایع شکل دي چی د سترګو د رنځ لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. د سترګو د څاڅکو څخه د سترګو د التهابونو، د سترګو تور او حساسیتونو د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. د سترګو څاڅکې په صنعت او درملتون کې جوړېږی. د سترګو څاڅکې د اوبو یا د تیلو محلولونه او سوسپانسیون دی چی پکښې ددرمل مواد او میکروب وژونکی مواد شته





[سمول] دپزې څاڅکې

د پزې څاڅکې د اوبو ، د تیلو محلول او امولسیون دی چی د پرې د التهابو د علاج لپاره کارېږي. د پرې څاڅکې کولای شی انټیبایوټیک ولری. درمل جوړونکی د طبیعی تیلو څخه د پزې د محلول د جوړولو له پاره کار اخلي.

[سمول] د غوږ څاڅکې

دغوږ محلول د اوبو یا د تیل محلول دی چی د غوږو د پاکولو او د غوږو د التهابو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. درمل جوړونکی عموما دغوږ محلول د جوړولو لپاره پرافینی تیل، د ښور تیل او د لمرکلی له تیل کاروي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې