ځدراڼ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځدراڼ د پښتنو يوه مشهوره او نو ميا لۍ قبيله ده چې ز موږ پښت پو هان دوی د پښتنوپه کر لا ڼي ټو لنيز گروپ کې شميري٠ ځدراڼ د پکتيا، خو ست او پکتيکا په ولا يتو نو کې استو گنه لري٠ د پکتيا ولايت ځدراڼ په وزه ځدراڼ ،شواک او زر مت په ولسو اليو ،دخو ست ځدراڼ ددغه ولايت د سپيره،نادرشاه کوټ او قلندر په و لسواليو او ددغه ولايت په مر کز کې اود پکتيکا ولايت ځد راڼ ددغه ولايت د ارگون، گيان، زيړوک او نکه په ولسو اليو کې ميشته دي٠

د ځدر ا ڼو شمال ته منگل، احمدزي، گر ديز او زر مت مو قعيت لري،لو يديز ته يې زر مت او دخرو ټو قبيله، جنوب ته يې پير گو تي او يوه بر خه يې د ډيورنډ دکر ښې سره د مده خيلو وزيرو سره پو له لري٠همداراز ختيز لوري ته د خو ست، تڼيو او منگلو سره پو له لري[۱] د تا ريخ حيات افغا ني ليکوال ډپټي محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلو نه وړاندې د ځد ر ا ڼو د قبيلې په اړ وند داسې کښلي دي : (( د ځد راڼو د قبيلې د استو گنې سيمه د خو ست لو يد يز او د زرمت ختيز ته يوه شنه غر نۍ سيمه ده٠ ددوی په دغه شنه غر نۍ سيمه کې رڼې اوبه، شنه وا ښه، دنگې دنگې ونې، د مر غا نو اوازونه او سړه هوا انسان ته خو ښي او خو شا لي ور بخښي، خو سره ددې ښې اب و هوا د کر نې وړ ځمکه پکې لږه ده او دغه د ځمکو کمو الی تر دې اندازې پکې محسوس دی چې خلک تيږي په ځا نگري ډول ا واروي او خا ورې ور با ندې اچوي او د کر نې له پاره يې چمتو کوي٠ له همدې کبله ده چې ددغې سيمې پيداوار د نو موړې قبيلې د خلکو له پا ره بسنه نه کوي او دوی د مزدو ريو له پا ره گا ونډ يو سيمو ته ځي٠ ځدران د څاه گا نو په کيند لو او ژورولو او همداراز د خټينو ديو الو نو په جو ړولو کې ځا نگړی مها رت لري٠ ځدراڼ په خوړو کې دغنمو، جوارو او وريجو نه گټه اخلي او خپلې خو راکي اړ تياوي د گر ديز او خو ست د ښا رو نو نه لا س ته راوړي٠ ددوی په غر نيو سيمو کې ډول ډول ميوې لکه مڼې، مند تې، غوزان( چار مغز)،بادام او ځڼغو زي پيدا کيږي٠ چې ځنغوزي ددغه ځای له غوره پيد اوارو نه گڼل کيږي٠ په دوی کی ما لداري هم شته او وزي، پسو نه او غو ايي سا تي[۲] مشهور انگر يزي تا ريخپوه مو نټ سټوارټ الفنسټن په خپل مشهور اثرAn Account of The kingdom of Cabul کې د ځد را ڼو د قبيلې د خلکو په اړوند داسي ليکلي دي :' ددوی جا مې د وزيرو د قبيلي د خلکو په څير دي او د خر و ټو په لور د ځنغو زيو ډکو ځنگلو نو په مينځ کې درومي[۳]

ښاخونه څانگې او خېلونه

که چيري د ځد را ڼو دقبيلېد شجرې په اړوند څيړ نه و کړو نو لکه چې دمخه وويل شو ل دوی کر لا ڼي پښتا نه دي٠ په پښتني عنعنوي شجرو کې ځدراڼ د بر هان زوی،دککي لمسی او دکر لا ڼ کړ وسی دی،نن ورځ ددغې قبيلې خلک د ځدراڼ د نا مه په وجه په ځد راڼو سره شهرت لري٠ د ځدرا ڼو د پا تي ښاخونو، څا نگو او خيلو نو نو مو نه په لا ندې تو گه در پيژندل کيږي : تولا خيل،احمد خيل، شير خيل،زنگي خيل،سوري خيل، بر اهم خيل،پيرو خيل،با زيد خيل،سلطا نخيل، بهيکار خيل،ايسپ خيل،ا ختون خيل، ابو خيل،الله خيل، با زکي،ويدي خيل، ديري خيل،هوس خيل، خوی خيل، مو سم خيل ، بيبه خيل،زني خيل،غرزي، سپيره کي،مده خيل،شاه خاني،يحيي خيل، غيبت خيل،ميزايي،باروم خيل،شريک خيل، پړانگي،خان خيل، جنيا ت خيل،توري خيل، مر شن خيل،هوني خيل، خوز خيل، زودين، ملک دين او نور خو په عمو مي تو گه په ځد را ڼو کې دغه لا ند ينۍ ښا خو نه او څا نگې مشهور دي : پير داد خيل،زني خيل، ختين خيل، بيبه خيل،علي محمد خيل، سپا هي خيل، ،گر مو ښي،سپر غه خيل،دري خيل او مير زايي[۴] د ١٣٥٤ ليږديزکال د مر کزي احصائيې دسر شميرنې له مخې د پکتيا او پکتيکا په ولا يتو نو کې دځد ر ا ڼو د قبيلي د خلکو مجمو عي شمير ١٥٤١٢٢ تنه ښودل شوي وو[۵] چې ښا يې دا شمير به اوس تر پخوا ډير شوی وي٠ددغې قبيلې ځينې خلک دخليج په هيوادونو او سعودي عربستان کې په خواريو او مزدوريو بوخت دي. ځدراڼ غير تمن،په هيواد او خپلو اکۍ مين، جنگيالي، ميلمه پال ، دينداره او په پښتو او پښتو نو لۍ با ندې مين خلک دي٠ د تاريخ حيات افغاني د ليکوال په قول دوی ډير جنگيالي خلک او تقر يبا هر با لغ تن يې په خپل کور کې وسله لري ،څو د بهر ني ير غل په وخت کې د خپلې قبيلې د خلکو او سيمې نه سا تنه او دفا ع و کړي٠نوموړي مؤرخ ١٤٦ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنگيا ليو شمير له ١٥ زرو تنو نه زيات ښو دلی دی٠ په ر ښتيا هم چې دوی دهر تيري کو ونکي ځواک په وړاندې په ډير ميړ نتوب سره جنگيدلي او سترې حما سې يې زيږ ولي دي٠ دافغان - انگر يز په دري گو نو جگړو کې دنورو افغا ني شاه زلميانو تر څنگ ځدراڼو په ډيره ميړانه توري وهلي دي، چې د بيلگي په تو گه د غازي ببرک خان ځدر اڼ نوم يا دولای شو چې د افغا نستان تا ريخ دده په نامه وياړي. دروسي ير غلگرو په وړاندې هم ځد راڼو د ملي مقا ومت سنگر ونه تا وده سا تلي وواو د هغوی په وړاندې په ميړانه جنگيدلي دي چې په د غو جنگيا ليو کې د مو لانا جلال الدين حقاني او گل زرک ځدراڼ نو مو نه د يا دونې وړدي٠د ځدراڼو بل قو مي مشر با چا خان ځدراڼ دی چې د ځدراڼو په قبيله کې ډير نفوذ لري٠ نو موړی اوس د افغا نستان په پا رلمان کې د خپلې سيمي منتخب استا زی دی٠ همدارازيو شمير ځدراڼو د شهيد داؤد خان په رژيم او د ثور تر کو دتا ورو سته رژيم کې پو ځي دندې در لودلې چې په هغوکې دپا چا گل وفاداراو سيد محمد گلابزوی نو مو نه يا دو لاى شو٠ پا چا گل و فادار د داؤد خان په وخت کې د سر حدو نو چارو وزير او د ثور تر کو دتا وروسته په هند کې افغا ني سفير و٠ همداراز سيد محمد گلا بزوی د کارمل په رژيم کې د کو ر نيو چا رو وزير و.

سرچينې

  1. پښتني قبيلي،دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ ١٠٠-١٠١ مخونه.
  2. حيات افغاني، پښتو ژ باړه د پيښور چاپ ٣٤٨-٣٤٩ مخونه.
  3. دکا بل سلطنت بيان، د کا بل چاپ،٧٤ مخ٠
  4. حيات افغاني،٣٤٨ او ٣٤٩ مخونه.
  5. معلومات مختصر در باره اقوام و قبا يل سر حدي کشور،٤٩ مخ٠