ځاځي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که چيرې د ځا ځيو پښتنو د نسب شجره په غور سره وڅيړو نو معلومه‌ به شي چې دوی د پښتنو د کر لا ڼي پښتنو په ډله کې راځي٠ دپښتنو ستر اتل او دتورې او قلم خاوند ستر خوشال خان خټک په خپل بياض کې د توري او ځاځي ښاخو نه د کر لاڼ له نسله گڼلي دي[۱]٠

ځا ځيان د پکتيا ولايت له مهمو قبيلو نه شميرل کيږي٠ شمال خوا ته يې غلجيان، د لو گر دازرې او د ننگر هار د حصارک ولسوالۍ او لږ څه د خوږ ياڼيو قبيله، لو يديځ ته يې احمد زي ، جنوب ته يې مقبل، څمکني، منگل او تو تا خيل او ختيز ته يې د ډيورنډ کر ښه خوا ته پرته ده چې د کو رمې ايجنسۍ سره پوله لري اود پيواړ مشهورا و تا ريخي کو تل ددغې قبيلې په سيمه کې مو قعيت لري[۲]٠ ځاځيان په پکتيا کې په اريوب، د ځاځيو په ولسوالۍ، د خوست ولايت په ځاځي ميدان اود څمکنيو په ولسوالۍ کې او هم په ډنډپټان کې استوگنه لري٠ يو شمير ځاځيان د کابل په بيني حصار(بيني نيزار)،کلاچه، شاه شهيد، کارتې نو، رحمن مينې ، سمنټ خانې ،ششدرک،پل محمود خان او ده خدايداد په سيمو کې هم استو گنه لري٠ د کندز او بغلان په و لايتو نو کې هم يو شمير ځاځي ميشته دي٠ د پښتو نخوا د کورمې او اورکزيو په ايجنسيو او په تيره بيا په پاړه چنار،کو هاټ، هنگو، در سمند او پيښور کې هم ځاځيان استوگنه لري[۳]. د تا ريخ حيات افغا ني ليکوال محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلو نه وړاندې د ځاځيو د وسله والو کسانو شمير ٥٠٠٠ زره تنه ښودلي وو[۴]٠ويل کيږي چې دپکتيا ولايت داريوب ځاځيو شمير ٦٠٢٠٠ او دځاحي ميدان دځاځيو شمير ٢٢٦٠٠ تنه دي[۵].

د ځاځيو د قبيلي خيلونه[سمول]

احمد خيل،حسن خيل،ها شم خيل، علي خيل، هده خيل، ليو ني، بيا ن خيل، ډبزي، تعدي خيل، سکندر خيل، با دين خيل،ماما خيل، کو ټکي، خا ن خيل،مير خيل، خوازي خيل،غو نځي احمد خيل، مصري خيل،کټه خيل، شو خيل، همزه خيل، مري خيل،سا تي خيل،ندو خيل، خر منه[۶]٠ د ځا ځيو د قبيلې خلک په عمو مي ډول د کر نې په چارو بوخت دي، خو يو شمير يې په سو داگر ېزو کارونو او په تيره بيا دتر انسپورتي کارونو په سبب خپله گو زاره کوي٠ د منډ هير مشهور ځنگل هم ددوی په سيمه کې مو قعيت لري٠ ځا ځي ميلمه پال، غير تمن، هيواد پا لو نکي او په علم او پو هې با ندې مين خلک دي٠ د انگر يزي ښکيلا کگرو پر خلاف يې ډيرې تورې وهلي دي او هر ځلې يې د خپلو نورو هيواد پا لو نکو په څير خپله ميړ انه او زړر تيا ثا بته کړې ده٠ دروسي بلو سگرو او تيري کوونکو ځو اکو نو په وړاندې يې هم خپله ملي او اسلامي دنده په ښه تو گه تر سره کړې ده او دوی ته يې خو لهما توونکي گو زارونه ور کړي دي٠


سرچينې[سمول]

  1. پښتني قبيلې،ډاکټر لطيف ياد، د پيښور چاپ ٩٨-٩٩ مخونه
  2. معلومات مختصر در باره اقوام و قبا يل و لايا ت سر حدي کشور،٤٥ مخ
  3. دځاځيو دقبيلې په اړوندزما( ددې مقالې دليکوال)شخصي يادداشتونه
  4. تاريخ حيات افغا ني، پښتو ژ با ړه، دپيښور چاپ، ٣٥٤مخ
  5. ويکيپيډيا ، دځا ځيو قبيله ،په انگريزي ژبه
  6. پښتني قبيلې ٩٩ مخ، دځاځيو دقبيلې شجره(ونه)