پښتو پلس افغان نیوز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو پلس افغان نیوزپه افغانستان کې لومړنى خپلواک خبري ویبپاڼه دى، چې د هېواد له گوټ گوټ څخه ورځنۍ پېښې تر پوښښ لاندې نيسي

د پښتو پلس کلمه په پښتو او دري ژبو کې د "پښتو جمع" په مانا ده. د پښتو پلس ژورنالستانو د ویبپاڼه د نوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي، چې ملي يوالى ټينگ او د ویبپاڼه د فعاليت موخه په ډاگه کړي، له همدې امله د "پښتو پلس" کلمه د دې ویبپاڼه دنوم په توگه وټاکل شوه.

دا مهال پښتو پلس افغان نیوزورځني خبرونه او فيچري راپورونه په پښتو ،دري اوانگليسي ژبو کورنيواو بهرنيو مينه والو ته چمتو کوي .

د پښتو پلس په گډون کوونکيو کې د افغانستان وتلې راډيويي دستگاوې ، ټلويزيوني شبکې ، ورځپاڼې او اونيزې شاملې دي .

دولتي اوخصوصي ادارې، نادولتي سازمانونه او له هېواد نه بهر موسسې ، چې دافغانستان له مسايلو سره علاقه لري، د پښتو پلس افغان نیوزپه خبري سرويس اتکا لري .

پښتو پلس په بشپړه توگه يوه خپلواکه اداره ده، ددې ویبپاڼه ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پښتو پلس په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداگريز سازمان پورې تړلى نه دى .

سرچينې

[۱] Archived 2019-04-24 at the Wayback Machine.[[۲]]

[[۳]]