پټه خزانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پټه خزانه

پټه خزانه د هوتکي پاچا عليحضرت شاه حسين هوتک د پېر د نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې پر ۱۱۴۱-۱۱۴۲ سپوږميز کلونو ليکلی دی. ليکوال په دغه کتاب کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او ليکوالو ژوندليکونه راټول کړي او د شونتیا تر بریده يې د هغوی د اثارو له بېلگو سره لوستونکیو ته ورپېژندلي دي. دغه نښير پر ۱۳۲۲ لمريز لېږدي کال پوهاند عبدالحی حبيبي موندلی او له پاړسي ژباړې سره يې چاپ کړی دی. د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې پاڼې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او يو ځل بیا دا زبات شوې چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري، خو د وخت ناخوالو، پېښو او جگړو ورڅخه ډېر څه خوړلي او له منځه وړي دی. د پټې خزانې تر چاپېدو او خپریدو کلونه وروسته یو شېیر د پښتو ژبې متعصبو او پرديپالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې وکړې او ځینو داسې هڅې هم وکړې چې څرگنده کړي، دغه کتاب گواکې درغلي او عبدالحی حبیبي پخپله لیکلی دى، خو دغو بېځايه او بې منطقه څرگندونو کوم پوهنیز بنسټ نه درلود او په راتلونکي کې به يې هم ونه لري.

علامه حبیبي د (پټه خزانه) په موندلو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو افغانانو د علامه عبدالحى حبيبي دغه هڅه ډېره وستایله.

د پټې خزانې تر چاپه پورې داسې گومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي، په داسې حال کې چې پټې خزانې زباد کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري.

د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختگ لپاره یو ملي غورځنگ راپیل شو او یو شمېر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره گوټونه روڼول، دې ربړې د گاونډیو فرهنگونو د ځينو متعصبو کړیو رخښه او حسد راوپاراوه. د هغوی په اند پښتو د غرو د خلکو یوه زیږه او يوازې گړنۍ ژبه ده او که د همدغې ژبې د نړېدلي فرهنگ څلى ودان شي، نو پښتانه به مدني ژوند ته پام وکړي، په پای کې به یې ملي شعور لوړ شي او سیاسي خپلواکي به تر لاسه کړي. د دغه بهیر د مخنیوي لپاره په ایرانیانو او پاکستانيانو کې ځينې داسې څېرې راپيدا شوې چې ځان ته يې دا حق ورکړ د بل هېواد او ولس د فرهنگي تاریخ سپکاوی وکړي. هغه وو چې هغوی پر یو شمیر دسیسو جوړولو لاس پورې کړ چې له هغوی څخه یې يوه د پټې خزانې د جعلي ښوولو ډنډوره وه. له بده مرغه یو شمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په ناسيده ډول د دغو ډنډورو ښکار شول. خو د پښتو ژبې او پښتنو پرضد د متعصبو، ناروغو او پلورل شویو څېرو له ټولو دوښمنانه هلوځلو سره سره «پټه خزانه» د پښتو ژبې د ادبي تاریخ د یو ډېر ښه او نامتو نښير په توگه پاتې دی. دغه تاریخي کتاب د بې منطقه او غرضي څېرو له حسودو لیکنو سره سره نه شي کېدای چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او تل به د افغان د ستر ولس په زړونو کې ځای ولري. .[۱]


پټه خزانه چا؟ چېرته او څنگه ومونده؟

له نامه يې څرگنده ده چې د پټې خزانې لرغوني ادبي او تاریخي کتاب په اړه پوهاند عبدالحی حبيبي په خپل قلم په کندهاري گړدود دغسې يو لیک کښلی چې وروسته یې په يو کتاب کې چې د تاریخي پلټنو د مقالو مجموعه نومېږي، په ۱ـ۴ مخونو کې چاپ کړی دی. د پوهاند لیکنه له يوې وېبپاڼې څخه، چې د هغه ښو نښېرونو ته ځانگړې شوې، دلته راکاپي شوې او کټ مټ لوستونکيو ته وړاندې کېږي.

[۲]

[۳]

پټه خزانه چا، چيري اوڅنگه پیدا کړه؟ علامه عبدالعلي اخندزاده خالوزی کاکړ ما له ۱۳۳۸ هـ ق راهیسته پېژندئ ، زه به د لسو کالو وم چي د کندهار يوه سندرغاړي ٫ باغی اخندزاده٬٬ به د عبدالعلي بدلي د ارغنداو په گڼو باغو کښي ويلې او دده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه .

ښه مي په ياد دي ː يوه شپه ئې بدله ويله چي مطلع ئې دا وه ː

مخ گرزوي په بیرته ستمگر ولي له ما؟ جهان په لمر روښان ، پټوې لمر ولي له ما؟

دا بدله د عبدالعلي اخندزاده د پښين د لوی عالم او فکور شاعر ده . د دغه شاعر يوې بلي بدلي ماته په ځوانۍ کښي د فلسفي تفکر اندېښنه رابخښلې وه چي ويلي ئې وه ː

سحر راتلم په گلشن کي ، ژړل راباندي مرغانو گلانو تويول په ورو سراسر د زړه غم پرما کوې عبدالعلي هردم گله پرڅه له خوبانو؟ رقم ظلم و ستم کش کئ پخوا لوح و قلم پرما


د ۱۳۱۴ ش کال په ژمي چي زه هند ته تلم د کوټي په بازار کښي مي دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم ، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدئ . ده چي زه وپېژندلم په ډېره مینه ئې پر تندي مچ کړم او ما د دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه . څلور کاله وروسته چي ما د طلوع افغان په پاڼو کښي د پښتو ادب ځیني ورکي او ناپېژندلي برخي سره څېړلې او رابرسېره کولې ، له کوټي څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام راورسېد چي ده د پښتو يو قدیمه تذکره موندلې ده ، او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښي وي نو به ئې دی راواستوي . دا پيغام ماته چي د قدیم پښتو ادب يوې پاڼي پا يوه بیت ته هم تړي وم ، د زوی زېږی ؤ ، او ما ورته وویل چي زه پخپله کوټي ته درځم او هغه گورم . آښه ǃ د خدای کارونه وو ، چي زه ژر وره نغلم ، او په ۱۳۱۹ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم ، او په رسمي کارو داسي اړ سوم چي د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمي پوري د سر گرولو ته هم نه وم خلاص . څو چي د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلي کشي زه کوټي ته ولاړم ، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مي ولیدل ، او ده هغه معهود کتاب ماته راښکاره کئ . زما سترگي پر ولگېدې يوه ٬٬ پټه خزانه ٬٬ وه چي دمخه نه مانه چا هغه لیدلې وه ما ارواښاد اخندزاده ته وويل چي دا خو په رښتيا هم پټه خزانه ده که ئې ماته راکې ، زه به ئې چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي . پراخندزاده دي خدای ورخميږي زما په خبره بیخي خوښ سو تندی ئې ورین سو شونډان ئې موسکي سول وې ويل ː ٫٫ ما خو تاته ساتلې وه ، وائې خله ، او چاپ ئې که ǃ خو گران کتاب دی حواشي او توضيحات غواړي ، باید داسي چاپ سي چي هر څوک په وپوهېدلاې سي .٬٬ تر دې وروسته دا ٫٫ پټه خزانه٬٬ رابرسېره سوه ، او ما څو واره چاپ کړه ، چي د پښتو ادب تاریخ ئې تر زرو کالو د مخي زمانې ورساوه ، او هغه خطي نسخه او د کابل د خطي نسخو په کتابخانه کښي خوندي ده . مگر اخندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکئ چي په چاپ کي به ئې زما نوم نه اخلې نو ځکه تر هغو چي هغه مرحوم ژوندی ؤ ، ما دده نوم نه اخيستئ ، او دا راز دده يو امانت ؤ . کله چي دده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده نو ما دغه حقیقت نه دی پټ کړی ، او د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښي کاږم ، او دا منم چي که مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کښي نه وای پيدا کړی ، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغی تاریخي خزانې څخه لاس توری وای . زه نه پوهېږم چي د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه ؤ ؟ مگر چي دی ژوندی ؤ ، زه دده د غوښت په پوراينه اخلاقآ مکلف وم . اوس چي دی تر دنيا تېر دی زه دده حق منم او اروا ئې ښاد غواړم . [۴]

د پټې خزانې ځېلي جوړښت

د پټې خزانې د جوړښت په هکله د افغانستان يو بل نوموتی شاعر ، لیکوال ، څېړونکی او سياستپوه ښاغلی عبدالغفور لېوال دا گڼي چې د پټې خزانې جوړښت په رنگارنگو ادبي ځېلونو (سبکونو) ولاړ دی چې د خپل وخت يانې ۱۱۴۰م لمریز کې د ډېرو تکړه لیکوالو د پېژندلو او مختلفو ځېلونو باندې ولاړو هنري ادبي نښېرونو يوه بېلگه ده چې د سیمې د دود سره سم د افغانانو پښتنو د تمدن په هکله ډېر څه په ځان کې لري او ډېره وړه لیکني بېلگه ده خو درنده بېلگه ده . د ښاغلي بشپړه شینلې څېړنه دلته لوستلای شئ ː

په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنگارنگي

[۵]دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړل شي گڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتاب پر اصالت گواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو د سبکونو هراړخیزه رنگارنگي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنو محققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوه وي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره د منحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو.

له دغې مقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درییو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخي پلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکلي بدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو.

۱۱ په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنگارنگي:

اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنگ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانگو لرونکي دي.

عجیبه داده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمد هوتک) هم په دې تفاوتونو پوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو او ښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده.

تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورگرځي:

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته

بل په زابل نسته له ما اتل نسته

دغه ویاړنه هم د لغاتو له نظره لرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن او جوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نه ده.

له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو په متونو کې گڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدای مثلاً د بابا هوتک په سندره کې:

پر سور غر بل راته نن اور دی وگړیه جوړ راته پیغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی

چې په هغه وخت کې له مغلو سره د پښتنو د جگړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخي پیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنگه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیت خاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر او جنگیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننگ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه ده حماسي رنگ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل او زابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وگړي په حیثیت د ویاړنې او حماسې ترڅنگ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنگیالیو ویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جگړې ته هڅوي:

غښتلو ننگ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی

ترآخره

د ملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي ده چې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانگړنو ښه سند یې گڼلای شو. ددې په مقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کې معموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خوندي کړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورې گڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانگړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظ د تاریخي دورو رنگارنگي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلو شاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو.

۲ له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت:

د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنگارنگ دي، ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل، عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً د ریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان د ویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم د شیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یې وبللی شو:

د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرگل چې خاندي په بهار

هر غټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نار

ترآخره

او په همدې توگه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارت ستایلي دي:

د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنگارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه

مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونه

ترآخره

د ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یو نړیوال شهکار دی.

او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوته ده:

اوښکې مې څاڅي پر گریوان یو وار نظر که پر ما

راسه گذر که پر ما

د مینې اور دې زما زړگی وریت په انگار کینا

ښې تار و نار کینا ...

ترآخره

دا بیا د عشق سوز او گداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټه خزانه کې د موضوع رنگارنگي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یا منظومه گۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښ کیسه ده:

غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سوه

ترآخره

د موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتو لرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنگه زموږ نیکونو د هرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړه یو لوی گنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی.

۳ له شکلي پلوه د پټې خزانې د سبکونو رنگارنگي:

پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه گنجینه ده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه، او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، په دې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغلي یوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرگندیږي چې هغه مهال د پښتو ځانگړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورې وو.

زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونه له خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بومي شعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډیو تاریخ نه دی معلوم او زرگونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توگه د پښتو ادب یو ممتاز فورم دی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه په پټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی.

بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څه تفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې گډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمې یې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دوو بیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانو به په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقي په پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توگه مطابق فورم دی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره او بشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر د ناقصې ارائیې، باعث نه گرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصر او نورو گڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خان دغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندره ورڅخه جوړه کړې:

بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي

دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي [۶]

اخځونه

[۷]

  1. http://www.esalat.org/images/pa%20patta%20khazana%20ke.htm
  2. د پوهاند عبدالحی حبيبي نښېرونو ته ځانگړې شوې پاڼه http://www.alamahabibi.com/
  3. http://www.alamahabibi.com/pdfs/A_Book_Pata_Khazana_Cha_Cheri_aw_Tsanga_Peyda_Krra.pdf
  4. تاریخي پلټني د مقالو مجموعه ، ۱ـ۴ مخونه (پوهاند عبدالحی حبيبي )
  5. http://www.esalat.org/images/pa%20patta%20khazana%20ke.htmد[مړه لينکونه] لیکوال عبدالغفور لیېوال شننه په اصالت وېبپاڼه کې
  6. http://kitabtoon.com/kitabona/tarikh/227-pata-khazanaبیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي
  7. د کتاب اصلي نسخې ترلاسه کولو ځائ https://ketabona.com/books/%d9%be%d9%bc%d9%87-%d8%ae%d8%b2%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%a7%d8%b5%d9%84%d9%8a-%d9%86%d8%b3%d8%ae%d9%87/